اګست 22, 2019

امریکاکي مسافروړونکې الوتکه په یوه کور نسکوره شوې

امریکاکي مسافروړونکې الوتکه په یوه کور نسکوره شوې

دامریکاپه میساچوسټس ایالت کي یوه مسافروړونکې وړه الوتکه په یوه کور نسکوره شوې او پکي سپاره درې تنه وژل شوي دي.

الوتکه دپنسلوانیا له هوايي ډګر څخه الوتلې  اودمیساچوسټس په پيلن ولې سیمه کي په یوه کورنسکوره شوه.

دمیساچوسټس پولیسو ویلي، چي په الوتکه کي سپاره درې تنه وژل شوي او الوتکه په بشپړه توګه له منځه تللې ده.

دالوتکي دلويدلو له امله په دوه منزله کور کي اور لګېدلی دی، پولیسو ویلي، چي دکور وګړي له کوره ایستل شوي اوپه پېښه کي کوم زیان نه دی ورته رسيدلی.

له پيښي سمدستي وروسته سیمي ته داوروژني ټيمونه رسيدلي او په درې ساعته کي يې اور وژلی دی.

تراوسه دپيښي لامل څرګند شوی نه دی، ویل شوي، چي سیمي ته پلټونکي لیږل شوي، ترڅو دالوتکي دلويدلو لامل معلوم کړي.

احمدظريف

Related posts