اګست 22, 2019

ليبیا، په درنه ښا رکي دحفتر ۲۰ تنه ملېشې وژل شوي

ليبیا، په درنه ښا رکي دحفتر ۲۰ تنه ملېشې وژل شوي

دلیبیاپه ختیځ ددرنه په ښار کي له اسلامي ډلو سره په جګړه کي دحفتر له ۲۰  تنو زیاتي ملېشې وژل شوي دي.

راپورونه وايي، چي دحفتر ملېشو چي دغرب ملاتړ ورسره دی تیره ورځ سهار مهال په درنه ښار برید وکړ، چي دځاني او مالي زیانونو تر لیدلو وروسته بیرته شاتګ ته اړ کړای شول.

سیمه ييزو سرچینو خبر ورکړی، چي دحفتر ملېشې ددرنه ښار دنیولو په موخه دښار لويديځ پلو دوادی الناقة سیمي ته داخلي شوې.

ویل شوي، چي ددرنه دمجاهدینو دشورا ځواکونو دحفتر ملېشو ته دسیمي مخور ور ولیږل، ترڅو يې په درنه ښار له بریده وګرځوي، خوکله چي دمخورو هڅو پایله ورنه کړه، جګړه رامنځ ته شوه اودحتفر ملېشې له سیمي تيښتي اړ کړای شوې.

راپورونه وايي، چي ددرنه دښار له اسلامي ډلو څخه جوړ شوي دشورا ځواکونو دجګړې په ترڅ کي دحفتر دملېشو ۱۵ پوځي ګاډي او په زیات شمېر کي وسلې او مهمات نیولي دي.

په جګړه کي ددرنه دشورا ځواکونو ۵ تنه وژل شوي او څو تنه نور يې ټپیان شوي دي.

دحفتر ملېشو په درنه ښار کي ځاني اومالي زیانونه په داسي مهال لیدلي، چي څو ورځي وړاندي يې په بنغازي ښار کي له اسلامي ډلو سره جګړو کي لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښتله او پراخي سیمي يې له لاسه ووتلې.

دحفتر ملېشو چي ځانونه دلیبیاپوځ بولي او دغرب ملاتړ ورسره دی دلیبیا داسلامي ډلو په ضد دالکرامة په نوم عملیات پيل کړي دي، چي تراوسه یې دپام وړ پرمختګ پکي نه دی کړی.

احمدظريف

Related posts