دسمبر 12, 2019

اسلامي نظام د موجوده ستونزو یوازینی حل

اسلامي نظام د موجوده ستونزو یوازینی حل

د اونۍ تبصره:
په ګران هیواد افغانستان را خپور بحران په هره برخه کې اوج ته رسیدلی. که له یوې خوا هیواد اشغال دی، مؤمن اولس د خپل حاکمیت او خاورې اختیار بایللی دی. بل اړخ ته په اقتصادي، فرهنګي، اخلاقي او د ژوند په بیلابیلو برخو کې حالت خورا ځورونکی او لا خرابیدونکی دی.
په ښارونو او اطرافو کې بې روزګاري اوج ته رسیدلې، فقر او غربت په زیاتیدو دی. پانګه او شتمني تر ډیره د هغو خلکو په لاس کې ده چې د اشغالګرو په ملاتړ د سیاسي واک او مالي ځواک څښتنان دي. هغوی پر اقتصاد او تولیدي منابعو قبضه کړې ده. ملي شتمنۍ غلا کوي، ځمکې غصبوي، بانکونه لوټي او د اختلاس او استثمار له لارې د مظلوم او بې وسه ملت هډوکي شپيلوي. په دې ډول د محدود شمیر ګوډاګیو پانګه والو سرمایې زیاتیږي. دغه پانګې خارجې هیوادونو ته لیږدوي بالمقابل په اولس کې د فقر او غربت کچه زیاتیږي او ملي اقتصاد زیان ویني.
د تجارت په برخه کې حاکم رژیم دومره ناتوانه او بې اعتبار دی چې د هیواد تازه میوو ته مناسب مارکیټ نه شي پیدا کولای. زموږ هیواد چې زراعتي هیواد دی او د ډیرو خلکو ګوزاره د باغونو او کروندو په حاصلاتو روانه ده، سږ کال د هندواڼو، انارو، انګورو او نورو بیلابیلو میوو حاصلات ځکه ضائع شول چې د خرڅلاو تر بازارونو رسولو ته یې هیڅ پلان نه و ترتیب شوی.
که راشو د فرهنګ او اخلاقو برخې ته، که له یوې خوا د ځینو تعلیمي ادارو، رسنیو، او تش په نام مدني ټولنو له لارې زموږ د اسلامي فرهنګ د بدنامولو او له منځه وړلو هڅه کیږي. بل اړخ ته وخت په وخت د چارواکو د اخلاقي رسوایيو داسې اسناد بهر ته راوځي چې د ټول هیواد حیثیت داغداره کوي. د فرهنګي یرغل او بې روزګارۍ له امله د ځوان نسل اخلاق متأثر کیږي، خپل اصیل معیارونه یې له یاده وځي او د پردي فرهنګ تر اغیزې لاندې راځي.
د امریکایانو تر حمایه لاندې ګوډاګی رژیم که پخوایوازې په فساد کې د نړۍ په سطحه اول نمبر بلل کیده، اوس یې په نورو برخو کې هم دغه لقب خپل کړی دی. د بیلګې په توګه یوه نوې سروې وایي چې د پلازمیني کابل د آب وهوا شرایط دومره خراب شوي چې د نړۍ په سطحه آلوده ترین پایتخت ګڼل کیږي.
له دې ټولو بدمرغیو نه علاوه سیاسي بحران، اضطراب او ورځ تر بلې خرابیدونکی وضعیت هغه ښکاره واقعیتونه دي چې هیڅوک ترې انکار نه شي کولای. د دې ټولو بدمرغیو اصلي علت دا دی چې زموږ اولس، هیواد او حکومتي سیستم له خپل اصلي مسیر او قالب څخه لرې کړای شوی دی. زموږ ملت مسلمان ملت دی او پر دې عقیده لري چې د دنیا او عقبی نیکمرغي یې په اسلامي نظام کې نغښتې ده. خو اوسنیو اجیرو حاکمانو پر دې ملت په سیاسي، اقتصادي ، کلتوري او د ژوند په ټولو برخو کې پردي معیارونه تحمیل کړي دي.
د افغانستان اسلامي امارت په دې نظر دی، چې که د مسلمان ملت د زړه غږ ته لبیک وویل شي. د هغوی له خوښې او ارادې سره سم یو آزاد، خپلواک او اسلامي نظام رامنځته شي. اسلامي عدالت حاکم شي، د تجارت، معارف، فرهنګ، قضاء او د ژوند په ټولو برخو کې اسلامي قوانین نافذ شي نو باور لرو چې شته بدمرغۍ به له منځه لاړې شي او اولس به مو له تلپاتې سعادت، وقار او خوشالۍ څخه برخمن شي.

Related posts