دسمبر 12, 2019

د امریکا ټکساس کې یوه الوتکه نسکوره شوې

د امریکا ټکساس کې یوه الوتکه نسکوره شوې

د امریکا د ټکساس ايالت سان انټونیو نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه یوه الوتکه نسکوره شوې چې په ترڅ کې يې درې کسان وژل شوي دي.

د سان انټونیو د اطفائيې مشر ویلي، الوتکه له شوګرلانډ ښار نه بورني ښار ته پر لاره وه چې په انجن کې د تخنیکي ستونزې له امله یاد هوايي ډګر ته ور وګرځېدله، خو تر ښکته کېدلو وړاندې ولوېدله.

په دې پېښه کې الوتکه کې سپاره درې کسان وژل شوي دي.

دوه ورځې وړاندې هم د امریکا په سويلي داکوتا ايالت کې یوه الوتکه نسکوره شوه او ۹ کسان پکې ووژل شول.

احمد ظريف

Related posts