دسمبر 12, 2019

ننګرهار کې زرګونو کسانو د شپنیو ولسي ضد عملیاتو پر وړاندې لاریون کړی

ننګرهار کې زرګونو کسانو د شپنیو ولسي ضد عملیاتو پر وړاندې لاریون کړی

ننګرهار ولایت کې یو ځل بیا اشغالګرو او د سي آی اې اړوند اجرتي قاتلانو (صفر ۲ قطعې) د ولسي وګړو پر ضد عملیات ترسره کړي او تلفات يې ور اړولي چې په غبرګون کې یې نن  ستر لاریون ترسره شو.

عملیات تېره شپه ددې ولایت په شيرزادو ولسوالۍ کې ترسره شوي او ولسي کورونه پکې هدف ګرځول شوي دي.

اشغالګرو او د هغوی اجرتي قاتلانو په ولسي ضد عملیاتو کې د مرکخيلو په سیمه کې ښوونځي او کورونو ته زیانونه رسولي او یو پلار او د هغه زوی یې د کورنۍ د غړو په مخکې په شهادت رسولي دي.

د سیمې زرګونو کسانو نن سهار ددې نوي وحشت او سیمه کې د روانو ولسي وژنو پر ضد پراخ لاریون ترسره کړ او د تورخم – جلال اباد لاره یې د ساعتونو لپاره وتړله.

لاریونوالو مرګ پر امریکا او د هغوی پر ګوډاګیانو شعارونه ورکول او قاتلینو ته یې د سزا ورکولو غوښتنه کوله.

دوی وویل چې روان وحشت نور د زغملو وړ نه دی او نور باید ولسي وګړي هدف ونه ګرځول شي.

د یادونې وړ ده چې اشغالګر او د هغوی اجيرې وژونکې ډلې له مجاهدینو سره د مقابلې له وېرې پر ولسي وګړو چاپې اچوي او د وژنو او ړنګونو ترڅنګ د ولسي خلکو پر وړاندې ډول – ډول وحشتونه کوي.

احمد ظريف

Related posts