دسمبر 12, 2019

د ستر اتل شهید ملا عبدالمنان آخند یاد

د ستر اتل شهید ملا عبدالمنان آخند یاد

لیکنه: ملا موسی کلیم خپلواک

زمونږ ګران هیواد د مېړنیو او پیاوړو شخصیتونو مور ده ، که د تاریخ فن ته سر ورښکاره کړو او د افغاني پرګنو ژوند لیکونه و پلټو نو وبه وینو چې د دې خاورې د بچیو د فتحې او بریا بیرغونه به کله پر اصفهان او کله به د هند پر پلازمینه [ډیلي]باندي رپاند و،پر دې ازاد او خپلواک هیواد چې هر جابر او زبر ځواک یرغل کړی بیله ماتې او شرمندګۍ څخه بله لاسته راوړنه یې نه ده لرلې.

افغانستان ټول ټال ٣٤ولایتونه لري او په دې ولایتونو کې تر ټولو لوی ولایت هلمند دی ، امریکایانو د هلمند ولایت و ستراتژیک موقعیت ته په کتو سره د خپل فوځي ځواک زیاته برخه په همدې ولایت کې ځای پر ځای کړه  او ددې ولایت زیاتې مرکزي سیمې یې تر خپل کنټرول لاندي راوستې .

هلمند چې د هیواد د نورو سیمو په څير د زمرو ځاله ده بې زمرو نه وه پاته ، په هلمند کې د اتل شهید الحاج ملاعبدالمنان محبوب تقبله الله په څېر پياوړي او پر دین اووطن مین شاه زلمي او سېدل ، دوی امریکایي اشغالګروته دا ډول سبقونه ورکړل چې په ډیره لنډه موده کې یې له شرموونکې ماتې سره مواجه کړل. دلته غواړم د اتل مجاهد الحاج ملاعبد المنان تقبله الله په اړه د خپلو معلوماتو په اندازه څه ناڅه معلومات درسره  شریک کړم .

دنوموړي جهادي دنده

نوموړی شهید د اسلامي امارت د مشرتابه له طرفه د هلمند ولایت لپاره نظامي مسؤل ټاکل شوی و،ده تقبله الله په ډیر مهارت سره د امریکایي اشغالګرو او ددوی د لاسپوڅو په وړاندي خپل جهادي عملیات ترسره کړل ،چې په ترڅ کې یې نه یوازي دا چې دښمنانو ته د سر او مال دروند زیان واړوه بلکې د الله تعالی په نصرت سره یې امریکایي اشغالګر او  هغوی متحدین ډیر ژر د مقاومت څخه ناهیله کړل، او دتیښتي تر درشله یې ورسول ، حاجي ملا عبدالمنان تقبله الله په خپل فوځي مهارت سره وکولی شول چې د هلمند ۹۵ فیصده خاوره ددښمن له شتون څخه تصفیه او د اسلامي امارت د سولې او سوکالۍ سپين بیرغ یې باندي رپاند کړ.

 دامریکایي جنرالانو د څرګند وونو په وړاندي یې غبرګون

کله چې دا مریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د بروکسل په غونډه کې د کانفرانس ګنډونوالو ته په وینا کې وویل :امریکایان له جګړې نه دي ستړي شوي او طالبان پرته له دې چې د حکمتیار په څیر سوله وکړي بله لار نه لري .

شهید ملاعبدالمنان تقبله الله یې په غبرګون کې د الاماره د خبریال سره په مرکه کې وویل :مونږ د امریکایانو سره دجنګ په میدان کې معلومه کړې ده او د سولې میدان مو هم معلوم دی ،په دې کې د اخطار ګنجایش نشته، دواړه میدانونه معلوم دي او دواړي دروازې مو دخلګو پر مخ خلاصي دي.

دا هغه له غیرت او میړانې ډک ځواب و چې زموږ د مؤمن او مجاهد ملت له شان سره مناسب و چې د نوموړي دغه خبرې به په تاریخ کې په زرینو کرښو لیکل کیږي او راتلونکي نسلونه به یې په عزم او متانت افتخار کوي.

   د ده په وړاندي د استخباراتي کړیو ناکامه هڅې

کله چې امریکا یي اشغالګر او لاسپوڅي یې د نوموړي شهید د تکتیکونو څخه زیات په تنګ شول او د ده وژلو او ترور څخه هم ناامیده شول نو سي آی اې او د کابل ادارې استخباراتو پرله پسې زحمت وکیښ چې ملامنان د طالب مشرتابه څخه ناراضه و ښیي، د نوموړي په نامه یې ډیري جعلي اعلامیې خپرې کړې ،خو ملا عبدالمنان شهید به هرځل ددښمن پروپاګند په خپل ږغ سره تکذیب او رد کړ.

نوموړي شهید د همدې ډول اعلامیې په اړه د فرهنګي چارو کمیسیون سره په یوه مرکه کې وویل :نه یوازي دا چې زه دامارت د مقاومت له مشرتابه څخه ناراضه نه یم ، بلکې که بل څوک د امارت خلاف څه کوي،اول به یې په خبرو له دې کاره راګرځوم ،کنه په زور به یې د امارت له مخالفت څخه منع کړم.

د شهادت سره یې مینه او تلوسه

د شهید ملاعبدالمنان تقبله الله یوه مشهوره ويناده :دا مي ارمان دی چې وینه مي د الله تعالی په لاره کې و بهیږي او د الله عز وجل په لاره کې ټوټې ټوټې شم.

الله عزوجل د خپلو رښتینو بندګانو ارمانونه پوره کوي او لوړ لوړ مقامونه ورکوي، نو الله تعالی د شهید الحاج ملاعبد المنان محبوب د خپل جهادي مقاومت وروستی ارمان شهادت هم ورپوره کړ او د امریکایي نیواکګرو دډرون په یوه بې رحمانه بريد کې د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ کې د شهادت لوړ مقام ته ورسید او د الله تعالی په لاره کې ټوټې ټوټې شو. تقبله الله . روح دې ښاد او یاد دې ترتله وي.

نن چې زموږ د هغه ستر اتل او قهرمان مجاهد د شهادت لومړنی تلین دی، باید چې په دعاء ګانو کې یې یاد او د قهرمانۍ خاطرې یې په په لیکنو راژوندۍ کړو. ځکه همدغه اتلان دي چې زموږ د دین، هیواد او اولس دفاع کوي او ددوی د مبارزې په برکت مو مؤمنې پرګنې اونسلونه د کفري اشغال له بدمرغیو او ګمراهیو محفوظ پاته کیږي. تقبله الله تعالی

Related posts