دسمبر 12, 2019

فرانسه، د چورلکې نسکورېدو پېښه کې د ژغورنې ۳ کارکونکي وژل شوي

فرانسه، د چورلکې نسکورېدو پېښه کې د ژغورنې ۳ کارکونکي وژل شوي

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویلي، ددې هیواد په سويل کې مارسئی ښار ته نژدې یوه چورلکه نسکوره شوې چې په ترڅ کې يې درې کسان وژل شوي چې سیمې ته د ژغورنې په موخه تللي وو.

د ژغورنې کارکونکو له هغو کسانو سره د مرستې هڅه کوله چې سختو اورښتونو سیمه کې ايسار کړي وو.

د چارواکو په خبره، پېښه تېره شپه رامنځ ته شوې او په دې اړه څېړنې پيل شوې دي.

تېره اونۍ د فرانسې جنوب ختيځې سیمې د سختو اورښتونو شاهدې وې چې پسې سيلابونه راووتل او خلکو ته يې ځاني او مالي تلفات ور واړول.

احمد ظريف

Related posts