دسمبر 12, 2019

تونس کې ترافيکي پېښې ۴۳ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

تونس کې ترافيکي پېښې ۴۳ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د تونس په شمال کې د سپرلیو بس موټر له سړک نه اوښتی او یوې کندې ته لوېدلی چې په ترڅ کې یې ۲۲ کسان وژل شوي او ۲۱ تنه نور ژوبل شوي دي.

د دې هیواد د کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې، بس موټر له پلازمېنې تونس نه د عین دراهم ښار ته پر لاره و چې په عين السنوسي سیمه کې له سړک نه ووت او کندې ته ولوېدو.

دا ترافيکي پېښه په تونس کې له تېرو څو کلونو راهیسې بې سارې ده.

احمد ظريف

Related posts