دسمبر 12, 2019

د روسیې په سايبریا کې د بس اوښتو ۱۹ کسان وژلي

د روسیې په سايبریا کې د بس اوښتو ۱۹ کسان وژلي

د روسیې په شمال سايبریا سیمه کې یو بس موټر له پله نه سیند ته لوېدلی چې په ترڅ کې یې ۱۹ کسان وژل شوي او ۲۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

د روسیې د بېړنیو چارو وزارت یوه بیان کې وايي، بس موټر د چيتا – سريتينسک ښارونو ترمنځ پر لویه لاره روان و چې له یوه پله نه ښکته کنګل شوي سیند ته ور ولوېدو.

د زابایکالسک د سیمه ييزو چارواکو په خبره، بس موټر د مخې د یوه ټاير د چاودېدو له امله بې کنتروله شوی او سیند ته ور ګوزار شوی دی.

د روسيې د جنایي څېړنو ادارې ویلي، د خونديتابه له معيارونو د سرغړونې په اړه یې جنايي تحقيقات پيل کړي دي.

روسیه کې ترافيکي پېښې د ريکاډ تر کچې لوړې دي، ددې هيواد د ترافيک پولیسو د معلوماتو پر اساس، تېر کال روسیه کې د ترافيکي پېښو په ترڅ کې ۱۸۲۴۱ کسان وژل شوي دي.

احمد ظريف

Related posts