دسمبر 12, 2019

لوګر، برکي برک ولسوالۍ کې د زده کوونکو ترمنځ د حسن قرائت سيالۍ ترسره شوې، انځوريز

لوګر، برکي برک ولسوالۍ کې د زده کوونکو ترمنځ د حسن قرائت سيالۍ ترسره شوې، انځوريز

د لوګر ولایت د پوهنې کميسیون په سرپرستۍ د برکي برک ولسوالۍ اړوند د ابومسلم خراسانی په مدرسه کې د دیني مدارسو د زده کوونکو ترمنځ د حسن قرائت  سیالي جوړه شوه.

په دې غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه، د یاد ولایت د پوهنې د کميسیون پر مسئولینو برسیره، قومي مشرانو، علماءکرامو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.

د پوهنې مسئولینو په خپلو ویناوو کې وویل چې دا ډول سیالۍ د زده کوونکو وړتیاوې لوړوي او له نورو سره د خپلو مهارتونو شريکول د دوی جرائت او پر ځان باور زیاتوي.

دوی زیاته کړه چې د زده کوونکو ترمنځ د سیالیو جوړول د هغوی د ذهني ودې لپاره خورا ارزښتمنه او ګټوره چاره ده.

د یادې سیالۍ ممتازو قاریانو ته یو شمېر ډالۍ هم ورکړل شوې.

۱/۱۲/۲۰۱۹

 

Related posts