
د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې او عالي تحصيلاتو کمېسیون د ولایتي او سیمه يیزو مسئولینو په زیار او د ولسي خلګو په مرسته د بادغیس ولایت په مرغاب ولسوالۍ کې یو دارالحفاظ پرانيستل شو.
د (حضرت عمرفاروق رضی الله عنه ) په نوم دغه دارالحفاظ ددې ولسوالۍ اړوند د جوی ګنج په سیمه کې افتتاح شو چې د ګڼ شمېر زده کونکو د زده کړې ظرفیت لري.