دسمبر 12, 2019

د سپین ږیري بابا سلګۍ

د سپین ږیري بابا سلګۍ

جاويد افغان 

لمر خپلي زريني وړانګې د غرونو له څوکو څخه ټولولي، او موږ هم د کاپر کوټ  په نامه دغره په یوه هسکه څوکه ور کښته شوو، لاندې یو وړوکي خټين مسجد ته چې د ګوتو په شمار یو څو کورونه ترې چاپير ول ، ورغلو. د ماښام اذان شوی و جماعت ولاړ و او موږ هم په امام پسي د لمانځه ادا کولو لپاره اقتدأ وکړه، لمونځ مو ادا کړ ، امام دعا وکړه له دعا وروسته مو د کلي له سپينږيرو، ځوانانو، او ماشومانو سره ستړې مشې وکړه، د دوی په دې اصرار وو چې د خوراک لپاره کورته ځو، زموږ د سفر مشر ورغبرګه کړه:  نۀ! حاجي صاحب موږ مسجد کې خوشحاله یو او دلته مو که د خوراک او څښاک لپاره څه شي راوړل ښه به وې.

د کور څښتن ډير ټينګ شو او کور ته ورسره لاړو په اطاق کي یې یو څو میلمانه نور هم ول، له جوړ په خیر وروسته تعارف وشو او یو ميلمه چې نورمحمد اکا نومیده د ګرديز ولایت سيدکرم اوسیدنکی وو، له موږ څخه يې د سيمې د حالاتو پوښتنه وکړه ستاسو خواته حالات څرنګه دي؟! موږ د حالاتو مطابق ځواب ورکړ او له نوموړي څخه مو د خپلي سيمې د حالاتو پوښتنه وکړه.

نوموړي چې د کور د دوه زنانو په شمول يې یو څوارلس کلن زوی هم په نیږدي شپو کې شهیدان شوي وو په غریو نيولې ږغ وویل حالات!! سترګې يې له اوښکو ډکې سوي،  سلګو واخیست او زیاته يې کړه د شپې له خوا چاپې دې او چې څرنګه سهار شي له کلې نه په یو څه مسافه کې یوه د کمپاين اډه ده، هغه بیا کلې ته ډیسې توپونه او هاوان مرمۍ  را فير کوي او کورونه  ولې، په دغه تیره شوې هفته کي مې د کور یوه انګور یوه لور او څوار لس کلن بچی چې متعلم وو په شهادت ورسیدل.

له يادې پيښې یو څو ورځې مخکې هم په کلې کې ورته ماتم جوړ و او د کلې څلور ماشومان په داسي حال کې په شهادت ورسیدل چې څاروې يي څرول او په فصل کي يې د بدن ټوټې خورې ورې وې!

نورمحمد کاکا سلګو واخیست او ټول مجلس يې سخت غمجن کړ، موږ هم د مجلس د نورو ګډونوالو په څیر د تسلیت مراتب ورته وړاندې کړل او د خپلې سيمې په اړه مو هم داسي زړه بوږ نونکې پيښي ورته بیان کړي چې  یرغلګرو او غلامانو يې تر سره کړي وي، د نورمحمد کاکا یو څه تسلیت ور باندې وشو د نورمحمد کاکا خبرو د مجلس  ټول ګډونوال وژړول، دا تنها د نورمحمد کاکا د زړه درد ؤ، که سړی فکر وکړي د افغانستان په هره سېمه کور او کلې کي يرغلګرو او داخلې غلامانو داسي وحشتونه او فجایع ترسره کړل چې په ټوله نړۍ کې يې مثال نشته او لاهم دوام لري يرغلګرو او غلامانو له هيڅ وحشت نه دریغ ونکړ. مسجدونه، مدارس، مکاتب، روغتيايي مراکز، د مسلمانانو د جنازو مراسم او ودونه يې په بېسارې ډول سره بمبارد کړل، نورمحمد کاکا ته مو د دتسلیت مراتب وړاندې کړل او رب ته مو لاسونه لپه کړل چې یا الله ﷻ نور مو هېواد له يرغلګرو او داخلې غلامانو څخه خلاص کړي ترڅو مو هېواد وال د آرام او سکون ساه واخلي. پای

Related posts