دسمبر 12, 2019

کندز، چهاردره ولسوالۍ کې د ښوونځیو د زده کونکو ترمنځ د ذهني پوښتنو سيالۍ ترسره شوې (انځوریز)

کندز، چهاردره ولسوالۍ کې د ښوونځیو د زده کونکو ترمنځ د ذهني پوښتنو سيالۍ ترسره شوې (انځوریز)

د کندز ولایت په چهار درې ولسوالۍ کې د پوهنې کميسیون د مسئولینو له لورې د ښوونځیو د زده کونکو ترمنځ د ذهني پوښتنو سیالۍ ترسره شوې.

دغه تقریري یوه ورځنۍ سیالۍ د چهاردرې ولسوالۍ اړوند د ۱۰ ښوونځیو د زده کونکو ترمنځ وشوې.

د یادې سیالۍ موضوع (په موجوده دور کې جهاد او اهميت يې) ټاکل شوې وه چې د ۵۶ بابه ښوونځیو استاذانو او ګڼ شمېر زده کونکو پکې ګډون کړی وو.

دغه سیالۍ چې د یوې لويې غونډې په ترڅ کې ترسره شوې، د سیمې ګڼ شمېر علمي او مسلکي کدرونو پکې برخه اخیستې وه، د ټاکل شوي  درې کسیز هئیت  له لوري د زده کونکو د استعدادونو مطابق د لومړي، دویم او دریم مقام ګټونکي انتخاب او اعلان شول.

د سيالو په ترڅ کې غلام علي د کندل زوی د نواباد د لېسې د لومړي مقام ګټونکی،  عزیزاحمد د عبدالستار زوی د عین المجر لیسې زده کونکی د دویم مقام ګټونکی او سمیع الله نظري د نظرالله زوی د شهيد عبدالفتاح د لېسې زده کونکی د دریم مقام ګټونکی اعلان شول.

یادو ګټونکو زده کونکو ته د نقدي پیسو تر څنګ د معتبرو اشخاصو په لاسونو مناسبې جائزې هم ورکړل شوې چې ښوونيز مواد هم پکې شامل وو.

۳۰/۱۱/۲۰۱۹

Related posts