دسمبر 12, 2019

د بغلان د پخواني والي مرحوم مولوي شمس الدین وقاص د وفات په اړه د اسلامي امارت د تسلیت پیغام

د بغلان د پخواني والي مرحوم مولوي شمس الدین وقاص د وفات په اړه د اسلامي امارت د تسلیت پیغام

په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د بغلان پخوانی والي مولوي شمس الدین وقاص صاحب د ورپيښې ناروغۍ له امله وفات شو. انالله وانا الیه راجعون
مرحوم مولوي شمس الدین صاحب د کندز ولایت د فتحې په مهال امنیه قومندان، بیا د تخار، بغلان او د سږ کال په سر کې د سمنګانو د والي په توګه دندې اجرا کړې وې چې وروسته د ورپيښې ناروغۍ له امله له دندې مستعفي شو.
اسلامي امارت د نوموړي د وفات په اړه د مرحوم مولوي صاحب کورنۍ، خپلوانو، ملګرو، متعلقینو او ټولو مجاهدینو ته تسلیت وړاندې کوي.
مرحوم مولوي شمس الدین صاحب ته له الله تعالی څخه فردوس جنت، خپلوانوته او کورنۍ ته يې جمیل صبر او جزیل اجر غواړو.
د افغانستان اسلامي امارت
۱۴۴۱/۴/۱هـ ق
۱۳۹۸/۹/۷/ ــ 2019/11/28م

Related posts