دسمبر 12, 2019

د ننګرهار د وروستيـو پرمختياوو په اړه له شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم صاحب سره د الاماره ويبپاڼي مرکه

د ننګرهار د وروستيـو پرمختياوو په اړه له شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم صاحب سره د الاماره ويبپاڼي مرکه

د الاماره ويبپاڼي درنو لوستونکو!

څرنګه چي تاسو خبر ياست د اسلامي امارت مجاهدينو په ننګرهار ولايت کي د داعشي ملېشو په ضد پيل کړي پرېکنده عمليات په برياليتوب سره پای ته ورسول او له ننګرهار ولايت څخه يې دغه فتنه ورکه کړل؛ د الاماره ويبپاڼي ادارې لازمه و بلل په ننګرهار ولايت کي د وروستيو پرمختياوو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه د استخباراتو کمېسيون د ختيځي حوزې له مسئول شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم صاحب سره چي د دغو عملياتو په ترتيب او تطبيق کي سهيم وو؛ مرکه وکړي، له نېکه مرغه د الاماره ويبپاڼي ادارې له محترم شيخ صاحب سره مرکه ترسره کړل او دادی ستاسو محترم حضور ته يې وړاندي کوو:

الاماره : محترم شيخ صاحب له هر څه مخکي تاسو ته ښه راغلاست وايو ، که د لومړۍ پوښتني په ډول راته وواياست: اسلامي امارت ولي له داعشيانو سره جګړه کوي؟

شيخ صاحب : بسم الله الرحمن الرحيم- الحمد لله رب العالمين، والعاقبة للمتقين ولا عدوان إلا على الظالمين، وصلى الله على نبينا محمد الذي بُعث بالسيف نذيرًا وبشيرًا بين يدي الساعة وعلى آله وصحبه أجمعين.. أما بعد:

تر ټولو د مخه د الاماره ويبپاڼي له محترمي ادارې مننه کوم چي موږ ته يې دعوت راکړ تر څو په ننګرهار کي د داعشيانو په مقابل کي د اسلامي امارت د عملياتو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خپل معلومات له هيوادوالو سره شريک کړم. ستاسو د پوښتني په ځواب کي بايد ووايم چي:

د افغانستان اسلامي امارت له اسلامي مقدساتو او د مظلومو هيوادوالو له حقوقو څخه دفاع خپل مسئوليت ګڼي  او د هر هغه چا سره مقابله کوي چي په هيواد کي مو د اسلامي اساساتو او ملي منافعو پر ضد اقدام کوي، له داعشي فتنه ګرو سره جګړه د اسلامي امارت شرعي مکلفيت دی ځکه داعشيان د ننني عصر خوارج دي او د خوارجو سره د جګړې په اړه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي «… فَأَيْنَمَا لَقِيتُمُوهُمْ فَاقْتُلُوهُمْ، فَإِنَّ فِي قَتْلِهِمْ أَجْرًا لِمَنْ قَتَلَهُمْ يَوْمَ القِيَامَةِ – رواه البخاري و مسلم  » ژباړه : « …په هر ځای کي چي له دوی ( خوارجو ) مخاخ سواست نو و يې وژنئ! په تحقيق سره د دوی په قتلولو کي د هغه چا لپاره د قيامت په ورځ اجر دی چي دوی يې وژلي وي » خوارج په خاصو خلکو يا خاص وخت پوري منحصر نه دي ، کومي علائمي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د خوارجو په اړه فرمايلي ټولي يې د ننني عصر په خوارجو يا داعشيانو کي موجودي دي، د اسلامي نړۍ مشهورو علماء کرامو او مشائخو فتوی ورکړې چي داعشيان د ننني عصر خوارج دي او بايد مسلمانان يې مقابله وکړي.

د خوارجو د هغو علائمو څخه چي په مبارکو احاديثو کي ذکر شوي ځيني لويي يې  په مختصر ډول تاسو ته ذکر کوم :

لومړي : عن يُسَيْرُ بْنُ عَمْرٍو، قَالَ قُلْتُ لِسَهْلِ بْنِ حُنَيْفٍ هَلْ سَمِعْتَ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ فِي الْخَوَارِجِ شَيْئًا قَالَ سَمِعْتُهُ يَقُولُ ـ وَأَهْوَى بِيَدِهِ قِبَلَ الْعِرَاقِ ـ ‏”‏ يَخْرُجُ مِنْهُ قَوْمٌ يَقْرَءُونَ الْقُرْآنَ لاَ يُجَاوِزُ تَرَاقِيَهُمْ، يَمْرُقُونَ مِنَ الإِسْلاَمِ مُرُوقَ السَّهْمِ مِنَ الرَّمِيَّةِ ‏”‏‏.‏ متفق عليه – ژباړه : امام بخاري او امام مسلم رحمهماالله په خپلو سندونو له يسیر بن عمرو رحمه الله څخه روايت کوي، دی وايي ما سهل بن حنيف رضی الله عنه ته وويل : آيا تا د نبي عليه السلام څخه د خوارجو به باب کوم شی اورېدلی دی؟ ده وويل ما د نبي عليه السلام څخه پداسي حال کي چي لاس يې د عراق و طرف ته وغځاوه ؛ واورېدل چي فرمايل يې : له دغه ځايه ( عراق ) څخه به داسی خلک راوځي چي قرآن به وايي مګر تر ستوني به يې نه تېرېږي ، دوی به له اسلامه داسي وځي لکه څنګه چي غشي تر ښکار وځي.

د بل حديث شريف څخه هم معلومېږي چي خوارج به اکثره وخت له عراق را پيداکېږي ، د ننني عصر خوارج داعشيان هم له عراقه را پيدا شول.

دوهم : خوارج پر مسلمانانو د کفارو او مرتدينو حکم کوي او وينه تويول يې روا بولي ، د ننني عصر خوارج هم د اسلامي امارت مجاهدينو ته ( حرکة طالبان المرتدة ) وايي العياذ بالله – د خوارجو په باب په يوه متفق عليه مبارک حديث کي داسي راځي ( يَقْتُلون أَهْلَ الإسلامِ ويَدَعونَ أَهْلَ الأَوْثانِ لئن أنا أدركتهم لأقتلنهم قتل عاد ) ژباړه : ( (خوارج ) به مسلمانان وژني او بت پرستان به پرېږدي ، که ما دوی پيدا کړل يعني که دوی زما په زمانه کي پيدا سول ؛ زه به يې حتماً د عاديانو په شان ووژنم )  تاريخ ثابته کړې چي خوارج تل د مسلمانانو په مقابل کي راپورته شوي او له مسلمانانو سره يې جګړه کړې ، او که يې کوم وخت هم له کافرانو جګړه کړې ده فقط د ځان د دفاع لپاره يې کړې ، مقصودي مقابله يې د مسلمه امت سره ده ، حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنهما خوارجو ته چي د کفارو سره جنګېدل بيا هم خوارج ويل، داعشيانو هم له ښکاره کېدو سره سم لومړۍ جګړه له هغو پاکو مجاهدينو سره وکړل چي امريکايانو ته يې په عراق کي ماته ورکړل وروسته يې د نړۍ ټول جهادي تنظيمونه لومړۍ مرتد وبلل او بیا يې د هغوی په پاکو وينو خپلي توري سرې کړې ، سره له دې چي داعشيانو له کافرانو سره هم جنګونه وکړل خو هيڅکله يې له هغوی سره مقصودي جګړه ونکړل بلکه چي کوم امکانات يې درلودل ټول يې د مسلمانانو سره په جنګونو مصرف کړل.

دريم : خوارج به اکثره نوي ځوانان او بېعقلان وي (…حُدَثَاءُ الْأَسْنَانِ، سُفَهَاءُ الْأَحْلَامِ- متفق عليه ) ، د ننني عصر خوارج (داعشيان) هم اکثره نوي ځوانان او په بېعقلتوب کي دومره مخته تللي چي مشران يې ورته وايي په مسجد کي پر عامو مسلمانانو بېله کوم ځانګړي هدفه ځانونه منفجر کړئ دوی ددې پر ځای چي فکر وکړي دا خو مسلمانان دي او زموږ سره يې ظاهري مقابله هم نسته نو ولي يې ووژنم؟ بس ځان منفجر کړي او عام مسلمان شهيدان او د الله تعالی کور تخريب کړي.

څلورم : خوارج مغرور ، پر نورو مسلمانانو لويي کوونکي او هغوی ته په حقارت کتونکي وي ( إِنَّ فِيكُمْ قَوْمًا يَعْبُدُونَ وَيَدْأَبُونَ، حَتَّى يُعْجَبَ بِهِمُ النَّاسُ، وَتُعْجِبَهُمْ نُفُوسُهُمْ، يَمْرُقُونَ مِنَ الدِّينِ مُرُوقَ السَّهْمِ مِنَ الرَّمِيَّةِ ) ، ځکه په دوی کي د عباداتو له امله عجب او فخر پيداسي ، داعشيان هم ځانونه د خلافت زمريان بولي او نور مسلمانان مرتدين او په نورو نامناسبو الفاظو يادوي.

د خوارجو په اړه د دغو علائمو سربېره نوري زياتي نښانې هم په مبارک احاديثو کي ذکر شوي لکه په دين کي به ددوی پوهه ډېره کمه وي ، قول به په قرآن او حديث کوي مګر عمل به يې بد وي ، هغه آياتونه چي د کافرانو په حق کي نازل شوي دي دوی به يې د مسلمانانو په حق کي تطبيقوي او داسي نوري چي ټولي يې د داعشيانو له علائمو او اعمالو سره سمون خوري.

داعشيانو د افغانستان پر مجاهد اولس په لنډ وخت کي ډېر لوی ظلمونه وکړل ، په مساجدو کي يې انفجارونه وکړل ، د وطن سپين ږيري مشران يې د اسلامي امارت سره د همکارۍ او خواخوږۍ په تور پر بمونو کښېنول او بيا يې په انفجار ورکولو سره ټول شهيدان کړل، د خلکو عزت ته يې لاس واچاوه او غريب اولس يې له خپلو جونګړو پسي واخيست او خپله پکي مېشت شول او نور داسي ظلمونه چي د يادولو تحمل او برداشت يې له يوه مسلمان سره نشته حتی په دې وروستيو کي يې د الله تعالی د کتاب قرآن عظيم الشان دومره سپکاوی وکړ چي امريکايانو به هم تر دې بالا تجاوز نه وي کړی ، دې د خدای دښمنانو تر قرآنکريم لاندي ماين ايښی وو او قرآنکريم يې په داسي بېعزتۍ پر ماين غورځولی وو چي که هر مسلمان يې وويني سمدستي يې راپورته کوي، کله چي يوه مجاهد قرآنکريم په داسي حالت کي وليد سمدستي يې را پورته کړ، د قرآنکريم له را اخيستلو سره ماين انفجار وکړ او مجاهد يې شهيد کړ ، اسلامي امارت لکه څرنګه چي د اشغالګرو کافرانو او ددوی له مزدورانو څخه د اسلامي مقدساتو ، وطن او مظلوم اولس ساتنه خپل مسئوليت بولي همداسي د داعش او نورو فتنه ګرو څخه د مقدسو اماکنو ، وطن او مظلوم اولس ساتنه خپل مکلفيت بولي او د الله تعالی په نصرت د دوی ټولو د محوه کولو کلک عزم او اراده لري.

الاماره : د داعشيانو فتنې د هيواد په مختلفو سيمو کي سر راپورته کړ او بيا د اسلامي امارت د مجاهدينو لخوا له منځه يووړل شول ، په هيواد کي د داعشي فتنې د پيدا کېدو او بيا تر يوه مهاله له مجاهدينو سره د مقاومت مهم علتونه يې څه وه؟

شيخ صاحب : په عراق کي د داعشيانو د کاذب خلافت له اعلان څه موده وروسته په افغانستان کي ځينو مفسدينو د دوی بيرغ پورته کړ او د خراسان ولايت په نامه د کاذب خلافت د وحشت نمايندګي يې دلته خلاصه کړل، دلته يې رهبري د حافظ سعيدخان په نامه د يوه بې بېلاري په لاس کښېوتل  چي اکثره ملګري يې په سيمه کي په فساد ، غلا او اختطاف مشهور وه ، وروسته يو شمېر هغه کسان هم ددوی ملګري سول چي د اسلامي امارت په صف کي يې ځانونه پټ کړي وه او د مغلوب تکفيري فکر درلودلو ، د امارت له لوائحو څخه د مکررو سرغړونو او نورو فسادونو له امله همېشه د خپلو ناروا اعمالو د سزا ليدلو څخه په ويره کي وه.

اشغالګر امريکايان چي د اشغال له پيله يې د اسلامي امارت په متحد صف کي د درځ اچولو څو ناکامي تجربې کړي وې؛ د داسي يوې ډلي په انتظار وه چي ظاهري عنوان يې اسلام ، جهاد او شهادت وي تر څو له اسلامي امارت سره يې په دغه نامه وجنګوي او د اشغال په مقابل کي د روان جهاد تقدس او مشروعيت تر پوښتني لاندي راولي ، ځکه امريکايانو د خپلو کرايه شويو افغان عسکرو په شمول د اربکيانو ، خائنو قومي ملکانو او د بيا رغوني په نامه د مختلفو پروژو له لاري دغه هدف نه وو تر لاسه کړی، په افغانستان د داعش وجود امريکايان خپل تلپاتي هدف ته اميدواره کړل او د دغي فتنه ګري ډلي د تقويې او پراختيا لپاره يې نه يوازي دا چي شپه او ورځ تبليغات وکړل بلکه پر دوهم او دريم لاس يې د دوی حمايه او اکمال پيل کړل ، په افغانستان کي د داعشي ملېشو د فعاليت په اوائلو کي شهيد أمير المؤمنين ملا اختر محمد منصور تقبله الله داعش ته د ابوبکر بغدادي په نامه يو پرانيستی ليک ولېږه او هغه ته يې په افغانستان کي د داعش د بې مفهومه وجود د ضرر او عواقبو په اړه خبرداری ورکړ مګر دغو وحشي خوارجو په ځواب کي د اسلامي امارت مجاهدين د مرتدينو په نامه مخاطب کړل او خپلو خوارجو ته يې د مجاهدينو سره د جګړې امر وکړ ، داعشي خوارجو يو په بل پسي په ننګرهار ، زابل ، فراه ، هلمند ، جوزجان ، کونړ او غور ولايتونو کي سر راپورته کړ او د اسلامي مقدساتو سپکاوي او د مظلوم اولس اذيت ته يې ملا وتړل ، د افغانستان د اسلامي امارت مدبرو مشرانو لومړی له حوصلې او زغم څخه کار واخيست او کوښښ يې کاوه چي دوی د مفاهمې له لاري له دغه بغاوت او سرکښۍ څخه را وګرځوي خو کله چي د دوی د وحشت او ګمراهۍ پايته رسول بېله توري او جګړې ناممکن شول نو يې د اسلامي امارت نظامي قطعاتو ته امر وکړ تر څو دغه فتنه ګره ډله د الله تعالی په نصرت سره محوه کړي او مسلمانان يې له شره وساتي ، که څه د اسلامي امارت مجاهدينو په هلمند او فراه کي دغه ډله ژر له منځه يووړل خو په زابل ، جوزجان ، غور او ننګرهار ولايتونو کي ورسره سختي جګړې وسوې او دوی تر يوه مهاله په دغو سيمو کي له مجاهدينو سره مقاومت هم وکړ ، د داعشي ملېشو د مقاومت علتونه له دوی سره د اشغالګرو ملاتړ ، د کابل رژيم د استخباراتو لخوا ددوی اکمال او د سيمه ايزو قوماندانانو په لاس ددوی سره همکاري لکه په دولتي شفاخانو کي د زخميانو تداوي ، د جګړې په وخت کي د مرميو رسونه ، د محاصرې په وخت کي د دوی خلاصون ، ددوی سره د جنګېدونکو مجاهدينو په وړاندي نظامي علميات ، چاپې ، بمبارۍ او نور خنډونه وه، ددغو ټولو خنډونو باوجود د اسلامي امارت مجاهدينو دوی له ټولو ولاياتو وشړل تر دې چي د دوی په مقابل کي د اسلامي امارت تر ټولو لويه سوبه د دوی له شر څخه د ننګرهار ولايت خلاصون الله تعالی مجاهدينو ور په برخه کړ.

الاماره : شيخ صاحب تاسو په افغانستان کي د داعشي فتنې په مقابل کي د اسلامي امارت د مجاهدينو پر هڅو او عملياتو رڼا واچول او ومو ويل چي څو ورځي مخکي د اسلامي امارت د مجاهدينو په عملياتو کي له ننګرهار څخه د دغې فتنې کمبله ټوله شول؛ که وواياست چي ننګرهار ولايت د داعشيانو لپاره د نظامي او ستراتيژيکي پلوه څه حيثيت لاره او ددغه ولايت په کومو ساحو کي يې شتون درلود؟

شيخ صاحب : د ننګرهار ولايت هغه غرنۍ سيمي چي له داعشي خوارجو سره وې فوق العاده نظامي اهميت يې درلود ، د شېرزادو ولسوالۍ د مرکېخيلو تنګی ، د خوګياڼو ولسوالۍ د وزيرو تنګی ، زاوه او وډيسار ، د پچيراګام ولسوالۍ د سليمانخيلو تنګی ، توره بوړه ، د پچير تنګی او د هزارنو تنګی ، د هسکي مېني ولسوالۍ د اوغز تنګی ، د کوټ ولسوالۍ کڅونه ، کوټ تنګی او خړکی د سپين غر ولسوالۍ مامند دره ، خروه او خوړ ، د اچين ولسوالۍ باغ دره او تختو مېنه هغه سيمي دي چي دنګ غرونه او لويي درې لري ، د دغو ولسواليو د غرونو او درو په حاکمو نقطو کي داعشيانو پاخه سنګرونه جوړ کړي وه چي فتح کول يې اسانه خبره نه وه ، ددغه پېچلي او سخت جغرافيايي موقعيت له امله امريکايي اشغالګر هم نه دي توانېدلي چي د اتلسو کلونو جګړې په جريان کي د دغو سيمو کنټرول تر لاسه کړي، همدا ډول ننګرهار ولايت د خپل ستراتيژيک موقعيت له امله د داعشيانو لپاره ډېر اهميت لاره ، دغه ولايت د ډيورنډ کرښي او د لغمان، کونړ ، لوګر او کابل له ولايتونو سره د پولي په درلودلو د دوی لپاره د فعاليت غځولو او تېښتي په دواړو صورتونو کي حياتي ارزښت لاره، په جلال آباد ښار کي د دوی د فکري ملګرو وجود د دوی لپاره د نظامي تشکيلاتو او مالي مصارفو د کمبود پوره کولو په برخه کي لوی رول درلود ، همدا ډول د کونړ ځيني سيمي د دوی لپاره د عقب نشېنۍ ، بيا منظم کېدلو او سربازګېرۍ لپاره مهمي وې ، د ننګرهار ولايت نظامي او ستراتېژيکي اهميت ته په کتلو سره داعشيانو د خپل تش په نامه خلافت د خراسان څانګي مرکز ټاکلی وو او دا يې خپل نه ماتېدونکی سنګر باله.

الاماره : تاسو مخکي وويل چي له داعشي فتنه ګرو سره هر ځای د کابل ادارې چارواکو په ځانګړي ډول استخباراتي ارګانونو او د رژيم ځايي قوماندانو اړيکي درلودې؛ په ننګرهار ولايت کي د داعشيانو او کابل رژيم تر منځ اړيکي په کومه کچه موجودي وې ؟

شيخ صاحب : په ننګرهار ولايت کي د داعشي فتنه ګرو او کابل رژيم تر منځ اړيکي په لويه کچه موجودي وې ، د جلال آباد ښار د نارنج باغ په سيمه کي د کابل رژيم د استخباراتو ملي امنيت  لخوا د « تعليم القرآن والسنة » په نامه مدرسه چي د احمدشاه او سردارولي لخوا چلول کېږي د داعشيانو د تشکيل برابرولو لوی مرکز وو ، دولت دغه مرکز والا ته اسلحې ورکړي او کلک امنيتي تدابير يې نيول سوي دي ، د مدرسو په شکل دغه ډول مراکز د جلال آباد او بهسودو په ګڼو سيمو کي موجود دي ، د چپرهار ولسوال صديق د کابل رژيم د مشرانو جرګې د رئيس مسلميار ورور دی ، دی په سيمه کي د داعشيانو مشهور حامي او اکمالوونکی دی ، خپله مسلميار هم د ورور او نورو ملګرو په وسيله له داعشيانو سره پراخ تعلق لري او هر ډول همکاري ورسره کوي، د مسلميار د کار په خلکو کي تر ټولو مشهور زيارت ګل دی ، زيارت ګل د ډاکټر سباګل ورور دی ، سباګل اول د داعشيانو لخوا د جلال آباد ښار مسئول وو او پدې وروستيو کي يې د اقتصادي چارو عمومي مسئوليت ورکړی وو ، اوس چي داعشيان د اسلامي امارت د مجاهدينو لخوا د ننګرهار له ټولو سيمو شړل شوي؛ کابل رژیم د دوی د حمايې او بيا تنظيم په موخه يو لړ نوي اقدامات پيل کړي دي ، د روداتو ولسوالۍ د کابل کېمپ په سيمه کي يې له دوی سره يو ځای شويو داعشي ملېشو ته هستوګنځايونه برابر کړي او د بيا منظم کېدلو او روزني کار يې روان کړی دی ، له دغه ځايه داعشي ملېشې د کابل رژيم د استخباراتو لخوا د کونړ شيګل او ديګل ولسواليو ته لېږل کېږي، داعشي ملېشي په شيګل ولسوالۍ کي امان الله خان ته چي د حزب اسلامي پخوانی قوماندان او د امنيت ملي او داعش اوسنی مهم کس دی ورسپارل کېږي همدا ډول د کابل ادارې د استخباراتو لخوا ديګل ته انتقالېدونکي داعشيان د چلس سيمي ته رسول کېږي تر څو د اسلامي امارت د مجاهدينو په وړاندي يې جګړې ته چمتو کړي.

د يوه تازه او مؤثق راپور پر اساس شاوخوا پنځلس ورځي وړاندي د کابل وزيراکبرخان مېني پنځلسم سړک باندي واقع د بهرنيانو د مشاورت په کېمپ کي يوه غونډه جوړه شول چي د کابل ادارې د دفاع وزارت د پلان او پاليسۍ معين جنرال عبدالحی رؤفي ، د امنيت شورا ارشد مشاور شفيع او ډګرجنرال عبيدالله اندړ له امريکايانو سره په ننګرهار کي د داعش د ماتي په اړه خبري وکړې ، په غونډه کي يو لړ تصاميم ونيول شول چي د داعش د بيا منظمولو لپاره يې لاندي ټاکني هم وکړې :

قاري عابد خراسانی د ننګرهار ولايت د کوټ اوسېدنکی د ننګرهار لپاره د داعش نظامي مسئول په حيث ، قاري عبيده اورکزی د پاکستان د تېراه اوسېدونکی د داعش د مالي مسئول په حيث او ملا کوترخان مشهور په موسی د چپرهار د ډاکو اوسېدونکی د داعش د استخباراتو د مسئول په حيث.

پنځمه پوښتنه :

الاماره : تاسو په ننګرهار ولايت کي د داعشي فتنه ګرو په مقابل کي د اسلامي امارت د مجاهدينو په پرېکنده عملياتو کي برخه درلوده؛ که په عمومي ډول ددغو عملياتو په اړه معلومات راکړئ!

شيخ صاحب : په ننګرهار کي د داعش په وړاندي د اسلامي امارت د مجاهدينو فاتحانه عمليات تقريباً په دوو مياشتو کي پای ته ورسېدل، د عملياتو سيمه له جغرافيايي نقطه نظره د لويو غرونو او درو په درلودلو سره يوه پېچلې سيمه وه او د نظامي لحاظه جګړه پکښي کول سخته وه او دښمن هم په دغه سيمه کي له هره پلوه خپل قوت را جمع کړی وو، د داعشي ملېشو شمېر تر زرو زيات وو او خپل ټول مسلکي کسان يې د انفجاري موادو او پرمختللو وسلو په برخو کي په کار اچولي وه ، د دښمن دغه حالت او د سيمي وضعيت ته په کتلو سره د اسلامي امارت د مشرتابه محترم مقام د نظامي کمېسيون محترمو مسئولينو ته هدايت وکړ تر څو دغه عمليات په فوق العاده ډول تنظيم او رهبري کړي ، د نظامي کميسيون محترم مقام د اسلامي امارت د محترم مشرتابه د هدايت پر اساس دغو عملياتو ته پوره توجه وکړل او په لاندي ډول يې يو لړ ځانګړي ترتيبات ورته ونيول:

لومړی : د دغو عملياتو لپاره د کندهار ، زابل ، غزني ، ميدان وردګ ، پکتيکا ، خوست ، پکتيا ، لوګر ، کابل او ننګرهار ولايتونو د نظامي قطعاتو را غوښتل.

دوهم : د دښمن پر سنګرونو له لسو طرفونو د عملياتو پلانول او په همزمانه ډول مجاهدينو ته پر ټولو طرفونو د تعرض قومانده ورکول.

دريم : د عملياتو رهبري او قومانده د عملياتو تر پايه پخپله د نظامي کمېسيون د رهبرۍ لخوا پر غاړه اخيستل.

که څه هم له نورو ولاياتو څخه د عملياتو لپاره را روان مجاهدين د غزني په اړوندو سيمو او د لوګر د بره کي او د مرکز اړوند اوچکان سيمو کي د ګڼو امريکايي ډرون بريدونو ښکار شول او لسګونه تنه هغه مجاهدين چي د داعش ضد عملياتو لپاره ننګرهار ته پر لاره وه د امريکايانو په بمبارونو کي شهيدان شول؛ خو د مجاهدينو د قربانۍ جذبې او د نظامي مشرانو کلک هوډ دوی له خپلي ارادې پر شا نکړل او د عملياتو لپاره لازم ترتيبات بشپړ شول، مجاهدينو د داعشي ملېشو پر سنګرونو له تعرض وروسته ډېر ژر پراخي سيمي لکه زاوه ، وډيسار او د مرکېخيلو تنګی و نيول خو د نور چټک پرمختګ مخه يې ځيني مشکلاتو ونيول ، داعشي ملېشو پر لارو او د خپلو سنګرونو او کلاوو پر شاوخوا سلګونه ماينونه کرلي وه ، مجاهدين مجبور وه چي لومړی په ماينونو پوښل شوي سيمي تصفيه او بيا په پوره احتياط پرمختګ ته دوام ورکړي، که څه هم د دښمن په ماينونو يو شمېر مجاهدين شهيدان او زخميان شول خو د احتياطي تدابيرو له امله د ډېرو مجاهدينو د تلفاتو مخه ونيول شول ، له بله اړخه د عملياتو په جريان کي امريکايي ډرون الوتکو وخت په وخت پر مجاهدينو بمبارد کاوه او مجاهدينو ته يې ځاني او مالي تلفات اړول ، امريکايي ډرون د مرکېخيلو تنګي د ارې سر په سيمه کي شپږ مجاهدين شهيدان او څلور زخميان کړل ، بل بريد يې ددغه تنګي د خړ سر په سيمه کي وکړ چي دوه تنه مجاهدين يې شهيدان کړل ، د دغه تنګي اړوند د تره کي په سيمه کي ډرون  څلور بريدونه وکړل او دوه تنه مجاهدين يې شهيدان کړل او په وزيرو تنګي کي د ډرون په بريدونو کي يو مجاهد شهيد او څلور موټر تخريب شول، کله چي کابل رژيم د داعشي ملېشو په مقابل کي د اسلامي امارت له پرمختګ څخه خبر شو دوی هم د مجاهدينو د عملياتو لپاره د خنډ ايجادولو هڅي پيل کړې او د شېرزادو او خوګياڼو ولسواليو په هغو سيمو کي يې عمليات پيل کړل چي کم شمېر مجاهدينو يې ساتنه کول ، دوی غوښتل د مجاهدينو توجه له داعش ضد عملياتو را وګرځوي خو د اسلامي امارت مدبرو نظامي مسئولينو دوی په کم شمېر مجاهدينو مصروف وساتل او اصلي توجه يې داعش ضد عملياتو ته واړول.

مجاهدينو د الله تعالی په نصرت هر ډول کړاوونه ، ستړياوي او مشکلات وزغمل او د ټولو خنډونو سره سره يې خپل پرمختګ ته دوام ورکړ، تر دې چي داعشي ملېشي يې له ټولو مهمو سيمو لکه توري بوړي، سليمانخيلو تنګي ، اوغز ، هزار نو تنګي ، کوټ تنګي او مامند درې وشړل او د اچين ولسوالۍ تختو مېنې ته يې پسي واخيستل ، دښمن د وروستي سنګر په توګه له خپلو ښځو او ماشومانو سره تختو مېني ته پناه يووړل ، مجاهدينو هلته هم دوی تر محاصرې او کلک فشار لاندي ونيول او د تسليميدو په صورت کي يې شرعي محکمې ته ددوی د سپارلو ژمنه ورکړل خو داعشي فتنه ګرو د اسلامي امارت پر ځای امريکايانو او کابل رژيم ته ظاهراً خپل ځانونه وسپارل چي په دې سره په ننګرهار کي ددوی کمبله ټوله او منحوس وجود يې پای ته ورسېد.

الاماره : په ننګرهار کي د داعشيانو له ماتي وروسته اکثره يې له کابل ادارې سره يو ځای شول او داسي ويل کېږي ځيني يې نورو سيمو ته تښتېدلي؛ له کابل ادارې سره د ماتي خوړليو داعشيانو د يو ځای کېدو حقيقت څه دی؟ او د تښتېدلو کسانو په اړه يې د اسلامي امارت مسئولين کوم پلان لري؟

شيخ صاحب : له کابل ادارې سره د ماتي خوړليو داعشيانو د يو ځای کېدو حقيقت ډېر واضح دی ، هر وخت چي داعشيانو د اسلامي امارت په مقابل کي ماتي خوړلې؛ امريکايانو او د کابل فاسدي ادارې دوی د مجاهدينو له منګولو ژغورلي او نجات يې ورکړی دی، د داعشيانو ظاهري تسليمي بايد د امريکايانو او کابل رژيم لخوا د دوی د نجات او بيا تنظيم د يوې معاملې په نامه ياد کړل شي ځکه موږ کره اسناد لرو چي له دوی سره يو ځای سوي داعشيان بيرته د دوی استخباراتي ادارو استخدام کړي او د مجاهدينو په مقابل کي يې د جګړې محاذ ته استولي دي ، د ننګرهار له جګړې په تښتېدليو داعشيانو کي چي سلګونه تنه يې له کابل رژيم سره يو ځای شول؛ ځيني داسي مهم کسان هم وه چي له ځایي قوماندانانو او د اربکيانو له مشرانو سره يې لاره جوړه کړې او غوښتل يې چي د رژيم د اربکيانو په مرسته نورو سيمو ته ولاړ سي، د مجاهدينو د استخباراتي راپورونو په اساس د دوی ځيني مهم کسان په لاره کي نيول شوي او د اسلامي امارت شرعي محاکمو ته سپارل شوي دي، ستاسو د دوهمي پوښتي په ځواب کي بايد ووايم چي اسلامي امارت له افغانستان څخه د داعشي خوارجو فتنه په مکمل ډول ورکول غواړي او دوی که له ننګرهار څخه هر ځای ته تښتېدلي وي او يا يې سنګر نيولی وي مجاهدين به يې تعقيب او له منځه وړي ان شاء الله تعالی. بنصر الله – و ماذلک علی الله بعزيز

الاماره :کله چي اسلامي امارت په ننګرهار کي داعشي فتنه له منځه يووړل او د دوی په مقابل کي د پيل شويو عملياتو پای يې اعلام کړ؛ د کابل ادارې مشر اشرفغني ننګرهار ته ولاړ او هلته يې د اسلامي امارت د مجاهدينو بريا خپلو عسکرو ته منسوبه کړل؛ ستاسو په نظر د کابل رژيم مشر ددې کار څخه هدف څه دی؟ 

شيخ صاحب : د کابل ادارې د مشر اشرفغني اصلي هدف له دغو ښکاره درواغو د خپلي دوه مخۍ پټول او د نړيوالو په سترګو کي خاوري اچول دي ، ځکه دوی په ښکاره خپل دولت او نظام د داعشيانو مقابل او ضد بولي او په حقيقت کي يې د اسلامي امارت په مقابل کي حمايه کوي او د بقاء لپاره يې هره خوا لاس او پښې وهي، د کابل رژيم بزدله او مزدور عسکر ممکن د خپل سراعلی قوماندان؟ په دغو بې مسئوليته خبرو او ښکاره درواغو ډېر شرمېدلي او خجل سوي وي ځکه دوی ته معلومه ده چي حتی د قسم لپاره يې په دغو عملياتو کي پر داعشيانو يو ټک هم نه دی  کړی.

الاماره : له ننګرهار څخه د داعش ډلي له لوري په ولسي ‌خلکو د وحشتونو او بشري ‌جنایتونو راپورونه وخت په وخت ورکول کیدل، تاسو خو سیمه له نږدې لیدلې؛ که په دې اړه معلومات راکړئ دوی ‌څه ډول جنایات هلته ترسره کړي؟

شيخ صاحب : د داعش وحشي ملېشو په سيمه کي په ځانګړي ډول  په ننګرهار کي داسي جنايات ترسره کړي چي تر اوسه يې اشغالګرکافران هم نه دي مرتکب شوي ، دغو خوارجو په کوټ ولسوالۍ کي له يوه ماشوم څخه پدې جرم د ټولو خلکو په مخ کي سر پرې کړ چي د اسلامي امارت د يوه مجاهد د تليفون نمبر ورسره وو ، په سپين غر ولسوالۍ کي يې د وطن سپين ږيري مشران ځکه پر بمونو کښېنول او والوځول چي ولي يې د اسلامي امارت له مجاهدينو سره خواخوږي درلودل ، په همدې ولسوالۍ کي يې د وطن څخه ۱۲ تنې ښځي د ۱۵ ورځو لپاره تښتولي وې، د پچيراګام په مامند دره سيمه کي يې څو کسان د اسلامي امارت سره د تړاو په تور د غره په يوه غار کي اچولي وه او بيا يې غار ورپسي بند کړی وو تر څو هغوی د لوږي له امله په شهادت ورسېدل، د ملک ولي خان په نامه د کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی يې په ژوندوني د غره تر يوه لويه ډبره لاندي او شهيد کړ او په ننګرهار کي د خپلي ماتي په وروستيو کي يې د هسکي مېني د جودري په سیمه کي په يوه مسجدجامع کي د جمعې په ورځ پر لمونځ کوونکو وحشيانه انفجار وکړ چي لسګونه عام مسلمانان يې شهيدان او زخميان کړل  ، خلاصه دا چي دا د دوی د جناياتو څو نمونې دي ، د اولس د بېعزتۍ داسي پېښي هم دغو وحشيانو تر سره کړي چي يادول يې مناسب نه معلومېږي.

الاماره : محترم شيخ صاحب ! اوس دستي په ننګرهار کي وضعیت څرنګه دی؟

شيخ صاحب : په ننګرهار کي د اسلامي امارت داعش ضد عمليات پای ته رسېدلي او اوسمهال وضعيت الحمدلله د ډاډ او اطمينان وړ دی ، خو د عملياتو لپاره تللي نظامي قطعات لا هم په سيمه کي موجود دي تر څو له داعشيانو څخه پاکي شوي سيمي په بشپړ ډول له ماينونو او انفجاري موادو څخه تصفيه کړي او اولس ډاډمن کړي چي بېله کوم خطره د دوی کلي او وطنونه د بيا هستوګني وړ دي ځکه په دغو سيمو کي وحشي داعشيانو په زياته اندازه ماينونه او انفجاري مواد په لارو ، کورونو او کښتونو کي ښخ کړي دي.

په تېرو څلورو ورځو کي د اسلامي امارت مجاهدينو د تصفيوي عملياتو په لړ کي د داعشيانو د وسلو زيرمتونونه هم موندلي چي پکي لسګونه ميله سپکه وسله ، ۱۲ ميله هفتادوپنج توپونه ، ۱۰ ميله زيکويک ، ۲ ميله دهشکه او ګڼ مهمات تر لاسه کړي دي.

تر اوسه چي د اسلامي امارت د نظامي قطعاتو لخوا کومي سيمي تصفيه شوي هلته اولسي خلک بيرته خپلو کليو او هستوګنځيو ته راګرځېدلي او خپل عادي ژوند يې د امن او اطمينان په فضاء کي پيل کړی دی او د ټولو مناطقو په تصفيې سره به ان شاء الله ټول هغه هيوادوال خپلو مېنو ته راستانه شي چي د داعشي ملېشو د وحشت او ظلمونو له امله يې خپل کلي او کورونه پرې ايښي وه.

الاماره : محترم شيخ صاحب که د مرکې په پای کي مجاهدينو ، اولس او علماء کرامو ته کومه توصيه لری مهرباني وکړئ!

شيخ صاحب : مظلوم اولس، قدرمنو مجاهدينو او معززو علماء کرامو ته جلا جلا پيغامونه او توصيې لرم :

د ننګرهار مظلوم او مسلمان اولس ته مي توصيه او پيغام دادی چي که څه هم تاسو د اشغالګرو امريکايانو د چاپو، بمباريو او نورو ظلمونو څخه زيات تکاليف ليدلي او همدا ډول مو د داعشي خوراجو د وحشتونو څخه تر ټولو خلکو زيات درد ليدلی خو بيا مو هم د اسلامي امارت له مجاهدينو سره خپل اخلاص او همکاري دوامداره ساتلې او د سر په قربانۍ سره د خپلو مجاهدو بچيانو تر څنګ درېدلي ياست ، تاسو ته له الله تعالی جل جلاله څخه ستاسو د اخلاص او نيکو اعمالو قبوليت او لوړي درجې غواړم ، الله تعالی مو په آينده کي د داسي فتنو او تکاليفو څخه وساته ، توصيه مي درته داده چي په خپلو سيمو کي داسي کسانو ته ځای مه ورکوئ چي دفتنې شک ورباندي کېږي او يا د مجاهدينو په منځ کي د تفرق اچولو هڅي کوي، که په خپلو سيمو د داعشيانو يا نورو فتنه ګرو ډلو په اړه معلومات درته کېدل سمدستي يې د اسلام امارت له مجاهدينو سره شريکوئ تر څو پر وخت يې چاره وسي او بيا د ننګرهار مظلوم اولس له کړاوونو سره مخ نه شي.

د ننګرهار قدرمنو مجاهدينو ته مي پيغام او توصيه داده چي بايد په خپلو منځو کي د محبت ، اخلاص ، اتفاق او ښه چلند معامله وکړي ، هر وخت د خپلو صفوفو تصفيې ته متوجه وي او په صف کي د بې اطاعته ، فتنه ګر یا بل مفسد داخلېدلو ته موقع ورنکړي او که موجود وي د ليري کولو يا سزا ورکولو په چاره کي له ولايتي مسئولينو سره همکاري وکړي.

د ننګرهار معززو علماء کرامو ته مي پيغام دادی چي د مجاهدينو په تربيه او د اولس په اصلاح کي الهي مسئوليت اداء کړي ، په ځانګړي د هغو خلکو د اذهانو په جوړولو کي کوښښ وکړي کوم چي د داعشي خوارجو له تبليغاتو څخه اغېزمن شوي وي او له خپلو مسلمانانو وروڼو فکري ټکر ولري.

الاماره : محترم شيخ صاحب! دا چي له ګڼو مصروفيتونو سره سره مو له الاماره ويبپاڼي سره مرکه وکړل؛ له الله تعالی جل جلاله څخه درته اجر عظيم غواړو.

شيخ صاحب : ستاسو څخه هم مننه چي موږ ته وخت راکړ تر څو اولس ته خپل ږغ و رسوو او خپل معلومات ورسره شريک کړو.

Related posts