دسمبر 12, 2019

دیپلوماسي په بدماشي نه کیږي…!!

دیپلوماسي په بدماشي نه کیږي…!!

د ورځي خبره:

د کابل ادارې مشر اشرفغني پرون په کابل کې د ښځو یوې غونډي ته وویل، طالبان دې په دې پوه شي چې له کمزوري حکومت سره یې جګړه نه ده. د ده په خبره هیڅکله به طالبانو ته تسلیم نشي.

جالبه دا وه چې نوموړي دا خبري داسي یوې غونډي ته کولي چې هغه غونډه یې (د ښځینه وو د سولې کنفرانس) په نوم نومولي وه.
پکار خو دا و چې پر دې مهال خو نوموړي د سولي او دیپلوماسۍ نرمه ژبه کارولي وای، مګر ده بالعکس د دیپلوماتیکي ژبي پرځای د فیلمي بدماشانو غوندي لهجه کاروله.

نه یوازي اشرف غني بلکي د هغه پرخوا وشا را چارپیره حلقه ټول همداسي ناسنجیده او له شعوره خلاص وګړي دي. همدا وجه ده چې اوس یې ځان د انزوا وروستي حد ته رسولی، هم یې په نړیواله او سیمه ایزه کچه اعتبار بایللی او هم یې په کور دننه په خپل حکومت کې له هر وګړي سره لاس او ګریوان ته خبره رسولې. کله یو ویل ته د قومیت د توهین خبره کوي، او کله یو وبل ته د ناموس ښکنځلو ارتکاب کوي.

اوس چې د سولې، مذاکراتو، او د افغانستان د راتلونکي برخلیک په اړه یوازنی برلاسی ځواک اسلامي امارت ګڼل کیږي، د سیمي او نړۍ په کچه ټول دنیاوال له همدې زاویې ورسره تعامل ته راوړاندي شوي، پخپله د کابل د ادارې د سیاسي اپوزیسیون ټول ګوندونه هم له اسلامي امارت سره همغږي او هغه د یو ریښتیني مسئول ځواک په حیث پیژني؛ په داسي حال کې د کابل رژیم د چارواکو بې ځایه فیلمي غوري؛ پرته له دې چې هغوی نور هم منزوي او له صحنې محوه کړي؛ نور هیڅ په لاس نشي ورکولای.

د کابل رژیم دغه کم شعوره چارواکي باید دا درک کړي چې که تاسو د امریکایی یرغل په وړاندي د افغان ولس دا برحق جهاد او د آزادۍ دا ویاړلې جګړه د طالب په تاوتریخوالي تعبیروئ، نو تاسو بیا دا هم ووایاست چې آیا دا ستاسو او ستاسو د یرغلګرو بادارانو دا ړندې بمبارۍ چې په یوه یوه میاشت کې ۱۱زره بمونه غورځوئ، د عام ولس په کورونو دا شپنۍ بې رحمه ترهګري چاپې، بلا استثناء د افغانانو قتل عام ، د مساجدو، مدارسو، بازارانو، کلیو کورونو، کلینیکونو ورانول، د فساد او فحشا خپرولو، داعش پاللو او نورو وحشتونو ته بیا د څه شي نوم ورکوئ؟

آیا تاسي ګمان کوئ چې په همدې وحشت سره به پر افغان ولس واکمني وکړئ،؟ آیا تاسو ګمان کوئ چې ستاسو یرغلګر بادار به بیا هم د تل لپاره درسره وي، تاسو به د سیمټي دیوالونو په حصار کې ساتي، او تاسو به د افغان مسلمان ولس قتل عام، ځورولو او کړولو ته دوام ورکوئ؟

که په دې سره کامیابي ترلاسه کیدلای شوای، خو دا دوې لسیزي به مو بریا ترلاسه کړي وای، نن به له داسي شرموونکي انزوا سره مخ نه وای، نن به مو حواس پرځای وای، د دیپلوماسۍ پر موقع به مو د فیلمي بدماشۍ ایکټونه نه کولای.

تاسو باید په دې پوه شئ چې نور مو د دیپلوماسۍ او جګړې هر چانس له لاسه ورکړی، ستاسو وخت په را نژدي کیدو دی چې د ولس په عدالت کې به له حساب کتاب سره مخ کیږئ. و ماذلک علی الله بعزیز

پای ………….!
د ورځي خبره 2019- نومبر- 27

Related posts