اګست 25, 2019

کونړ، اجیري اردو درې ولسي وګړي شهیدان کړي

کونړ، اجیري اردو درې ولسي وګړي شهیدان کړي

دکونړ ولایت په غازي اباد ولسوالۍ کي داجیري اردو عسکرو دولسي وګړو په موټر ډزي کړي او درې تنه یې شهیدان کړي دي.

دسيمي خلکو ویلي، چي دغه پېښه تیره ورځ ماښام مهال دغازي اباد ولسوالۍ په جلاله سیمه کي هغه مهال رامنځ ته شوه، چي دمجاهدینو په برید کي داجیري اردو عسکرو ته درنده مرګ ژوبله واوښتله.

راپورونه وايي، چي عسکرو دولسي وګړو په تونس موټر ډزي کړي دي.

دپيښي له امله دسیمي خلک سخت په غوسه شوي او له رژیم څخه یې دغچ اخیستلو ګواښ کړی دی.

دسیمي خلکو ویلي، چي تر دې وړاندي هم داجیري اردو عسکرو په جګړو کي دتلفاتوتر ليدلو وروسته ولسي وګړي په شهادت رسولي دي.

دغه پېښه په داسي مهال رامنځ ته شوې، چي په دې وروستیو کي داجیري اردو، اربکیانو اوپولیسو له لوري دولسي وګړو مرګ ژوبله زیاته شوې ده.

احمدظریف

Related posts