دسمبر 12, 2019

رولا غني او د هغې سیاسي لابيګري…!!

رولا غني او د هغې سیاسي لابيګري…!!

لیکوال: موسی فرهاد:

لبناني الأصله امریکایۍ میرمن رولاغني، چې اشرف غني ورته بي بي ګله وایی؛ په دې شپو ورځو کې د امریکا په دوره ده. دا چې هلته یې مصروفیات څه دي، او د څه هدف لپاره تللې یا استول شوې؛ په دې اړه به له درنو لوستونکو سره په وروستیو پراګرافونو کې مالومات او نظر شریک شي، خو لومړی به د لومړۍ میرمني د لقب او عقیدت په اړه څو ټکي را وسپړو.

غني که څه هم د کابل حکومت د نیمایي برخي مشر دی؛ خو د غني قلموال پلویان؛ چې په فیسبوکي اصطلاح ورته خیاتان ویل کیږي؛ هغوی رولاغني د افغانستان لومړۍ میرمن معرفي کوي، (First lady of Afghanistan). په داسي حال کې چې ګلمرجان او د هغه پلویانو تر اوسه دا لقب په رسمي ډول تسلیم کړی نه دی، هغوی استدلال کوي چې د نیمایي برخي په واکمنۍ د لومړۍ میرمني اعزاز هیڅکله رولاغني ته نشي ورکول کیدای، البته د نیمايی برخي بادشاهت د لومړۍ میرمني لقب یې د جانکیري د توافقنامې په آساس حق جوړیدلای شي.

په هرحال رولاغني د افغانستان په تاریخ کې داسي لومړۍ نامسلمانه میرمن ده چې د افراطیت تر پولي پرخپل دین (کریسټینیټي) کلکه ولاړه ده، د هغې له کړنو او څرګندونو نه دا مالومیږي، چې هغه تش په نوم عیسوۍ نه، بلکي په شعوري توګه د دغه منسوخ دین ګروهمنه، او د نورو د مسیحي کیدلو هلي ځلي یې د ژوند تګلاره ده.

په ۲۰۱۴م کال کې کله چې اشرفغني په ټاکنیزو سیالیو بوخت و، رولا له CBS تلویزون سره په مرکه کې وویل: زه په دې خوشحاله یم چې غني اوس د اسلام په نسبت له عیسویت سره مینه لري، هغي وویل: زه چې کله کلیسا ته ځم نو دی هم زما سره ځي. رولا زیاته کړه، نور که هرڅوک هرڅه وایی خو زه په دې باوري یم چې غني اوس یو کلک مسلمان نه دی پاتی بلکي هغه اوس عیسویت ته ډېر نژدي دی.

داراز هغې له (شبکه اطلاع رساني) ویب پاڼي سره په مرکه کې ویلي: زه پخپل مسیحیت ویاړ کوم. هغې زیاته کړې، زه فکر کوم، د افغانستان ښځي د فشار له امله مسلماني شوې، ولي چې هغوی ته بل انتخاب نه دی ورکول شوی. د دې په وینا، که چیري مسیحیت په ښه توګه هغوی ته تشریح شي، زما باور دی چې له نیمایی نه زیاتي افغان میرمني به عیسویت ته میلان وکړي. دا ځکه چې موږ د ښځو د آزادۍ خبره کوو او آزادي تر اسلام په عیسویت کې ډېره ده.

د شبکه اطلاع رساني په وینا چې له میرمن رولا سره یې ځانګړې مرکه کړې، هغې ورته ویلي چې له څه باندي لسو کالو راهیسي دا د افغانستان په مرکزي او شمالي برخو کې د تبشیري ګروپونو (مسیحي مبلیغینو) مستقیم او غیرمستقیم ملاتړ کوي، ترڅو د افغانستان میرمني وپوهیږي چې مسیحیت هغسی څه نه دی کوم چې ملایانو د هغوی اذهانو ته ورپیچکارۍ کړی.
میرمن رولا نه یوازي دا چې عیسویت ته د خلکو خصوصاً افغان میرمنو د ورجذبولو جذبه لري، بلکي له اسلام سره د کرکي څرګندولو هڅي یې هم په څرګندونو کې ښکاري.

— رولا غني په 2015م کې له فرانسوي آژانس سره په مرکه کې د فرانسې د هغه قانون برملا ملاتړ اعلان کړ چې په هغه کې پرمسلمانو ښځو د حجاب بندیز لګول شوی و.
هغي وویل: زه ښځو ته وایم چې تاسو باید له دغه قفسه (حجاب) نه ځان خلاص کړئ، او تاسو ته پکار ده چې د حجاب پرځای تعلیم ته توجه وکړئ، په حجاب کې خو ښځي داسي وي لکه په قفس کې.

— اوس تازه نوموړې په امریکا کې د سولي انسټیټوت یوې غونډي ته ویلي چې طالبان، حق لري چې په افغانستان کې د افغان ټولني برخه وګرځي، خو د دې حق نلري چې خپل فکر پر خلکو تحمیل کړي، هغي وویل، طالبان اوس هم غواړي پرخلکو خپل هغه فکر ومني چې وایی ښځي ناقص العقله دي.

د وروستیو دوو خبرو تنکیر ښکاره د اسلام د دین د فرضي حکم تنکیر بلل کیږي، د ښځو لپاره حجاب هم فرضي حکم دی، چې رولا یې د قفس په نوم تعبیروي او ردوي یې.

ښځو ته د ناقصات العقل والدین خبره هم د طالب او یا بل مسلمان نه، بلکي د خدای جل جلاله د پیغمبر خبره ده، تعبیر او تفسیر چې یې هرڅه دی، خو د تفسیر او حدیث علماؤو یې پرخپل ځای تشریحات کړي دي. مګر دا چې رولا غني یي تنکیر کوي، بد یې ګڼي او دا د طالبانو شخصي مفکوره ګڼي؛ له دې نه ښکاري چې هغه په واقعیت کې له اسلام او د اسلام له احکامو نه څومره کرکه لري.

له پورتنیو ټولو خبرو نه څرګندیږي چې میرمن رولاغني د افغانستان په تاریخ کې داسي یوه نامسلمانه تبشیري میرمن ده چې د دغي خاورې د 99٪ سلنه مسلمان ولس له دین، عقیدې او کلتور سره سل سلنه په تضاد کې ده.

په امریکا کې د رولاغني سیاسي لابي ګري:

رولاغني وروسته له هغه امریکا ته استول شوې چې په دې وروستیو کې ټرمپ او د هغه حکومت د کابل له ادارې، خصوصاً له غني سره اړیکي شلولي، او یا یې ترپخوا ورسره کمي کړي، حتی د غني د ملي امنیت مشاور او ترټولو بااعتماده کس حمدالله محب امریکا ته له سیاسي سفره په کلي توګه منع شوی، په کابل کې هم له امریکایی چارواکو سره لیده کاته نشي کولای.

لنډه دا چې په امریکا کې د غني د بانډ حیثیت ډېر را لویدلی، غني اړ دی چې په قدرت کې د پاتي کیدو لپاره د امریکا کلک ملاتړ له ځان سره ولري، د دې کار لپاره نوموړی اړ دی چې په امریکا کې د لابي ګرۍ لپاره داسي څوک ولري چې د امریکایانو ذهنیت د بیا ځل لپاره جوړ کړي.

رولاغني د همدې مقصد لپاره لیږل شوې چې له څه مودې راهیسي په امریکا کې ناستي پاستې لري، وړ او ناوړه څرګندوني کوي، هغه کوشش کوي چې د افغانستان له وضعیته باخبره امریکایانو ته په دروغو د افغانستان وضعیت په بل ډول څرګند کړي، د مثال په توګه رولاغني د ۲۰۱۹م کال د رواني نومبر میاشتې پر ۱۵ نیټه د امریکا د سولې انسټیټیوټ (USIP) ته په وینا کې څه داسي وویل: (په رسنیو کې چې د افغانستان د وضعیت په هکله ډول ډول خبرونه خپریږي؛ هغه سم نه دي. د نوموړي په وینا په دې سره د هغو بهرنیو پوځیانو قربانۍ ضایع متصوري کیږي چې په افغانستان کې یې ورکړي دي.)

دې وویل: طالبان هیڅکله د افغانستان نیمه خاوره په ولکه کې نلري، هغوی فقط په ۱۲ ولسوالیو کې حاکم دي، حال دا چې افغانستان ټولې۳۶۴ ولسوالۍ لري.

بي بي ګلي زیاته کړه، د مسکو او دوحې په غونډو کې داسي چا ګډون نه درلود چې د افغانستان استاځولي وکړي. په وینا یې دا کنفرانسونه د سولې لپاره نه، بلکي د یوې پټي سیاسي معاملې لپاره وو.

نوموړې وویل، سوله هغه وخت راتلای شي چې د بین الافغاني کلمې پر ځای د افغانانو په مشرۍ او مالکیت کلمې وکارول شي.)
زه فکر کوم، دا ډول خبري چې پردروغو بنا وي، نه پر حقایقو، فقط د لابي ګرۍ لپاره کیږي، بله څه نه. دا چې په افغانستان کې د طالبانو ولکه تر ۶۰ فیصده لوړه ده، دا خبره اوس تقریباً په امریکا او لویدیځ کې هر وګړي ته مالومه ده. ځکه چې هرکال د لویدیځو سروي کوونکو ادارو له لوري دغه حقایق خپریږي. او کال پرکال د طالبانو ولکه زیاته ثابتوي. حتی بي بي سي په مستند راپور کې دا تائید کړه چې طالبان تر ۷۰ فیصده زاته خاوره په واک کې لري.

رولا وایی طالبان فقط پر ۱۲ولسوالیو حاکمیت لري، حال دا چې طالبان اوس فعلاً تر۶۰ پوري ولسوالۍ ترخپل واک لاندي لري. هغه نوري سیمي چې یا یې نیمایي په ولکه کې دي او یا ورباندي اغیز لري؛ هغه خو بیخي ډیره برخه ده. دا حقیقت نړیوالو څیړنیزو ادارو او آزادو رسنیو تصدیق کړی دی.

دویم دا چې د مسکو او دوحې په غونډه کې د رولاغني له نظره د افغانستان په استاځولۍ څوک نه و، زه فکر کوم چې د افغانستان د استاځولۍ خبره که یې د کابل ادارې سیاسي اپوزیسیون ته متوجه وي؛ دا د هغوی خپله معامله ده، خو دومره ده چې د کابل موجوده اداره نه یوازي د همغه سیاسي اپوزیسیون له نظره بلکي د نړیوالو له نظره هم د دې وړتیا نلري چې د افغانستان په استاځولي دي له چا سره کومه وړه معامله هم ترسره کړای شي، له طالبانو سره د سولي مسئله خو غټه خبره ده.

د بین الأفغاني، او افغانانو د مالکیت د کلمې په اړه چې رولاغني څه وویل، هغه فقط د دې لپاره ده چې د کابل د ګوډاګۍ ادارې لپاره د قانوني حیثیت موندلو هڅه وکړي. چې وار له مخه لا په کراتو مراتو د طالبانو له لوري تري انکار شوی.

نو دې ټولو خبرو ته په کتو د ارګ بي بي ګله فقط د دې لپاره واشنګټن ته لیږل شوې وه چې د غني لپاره په امریکا کې لابي ګري وکړي، د غني په اړه د امریکایانو منفي فکر ته تغیر ورکړي، په مجموع کې د کابل د حکومت د مخ په ځوړ حیثت د اعادې لپاره د یوې لابي ګري په توګه هلي ځلي وکړي. هغه څه چې د مثبتي پایلې هیڅ توقع یې نشي کیدلای.

پای ………….!
موسی فرهاد
2019 -11 -25

Related posts