دسمبر 12, 2019

د لمونځ کونکو ګناه څه وه؟!

د لمونځ کونکو ګناه څه وه؟!

د ورځي خبره:

د شنبې په ورځ ماښام مهال د فراه ولایت د پُشتِ رود ولسوالۍ په ګجګین سیمه کې د یرغلګرو په ډرون حمله کې ۹ تنه لمونځ کونکي شهیدان او ۸ تنه ټپیان شول. تر بمبار وروسته یرغلګر او اجیر عسکر سیمې ته راغلل او په مختلفو ډولونو یې خلک شکنجه او تهدید کړل.
د عیني شاهدانو په وینا برید داسي مهال شوی چې خلک د ماښام د لمانځه په اداء کولو بوخت وو، دې ځای کې نه مجاهدین وو، نه پر دښمن کومه مرمۍ فير شوې او نه هم داسي کومه پیښه رامنځته شوې چې دښمن یې د ځان لپاره خطر وګڼي، فقط مؤمن افغانان د خدای جل جلاله په عبادت مشغول وو چې داشغالګرو او ګوډاګیانو غوسه یې وپاروله او په همدې جرم(؟) یې همدا مظلوم هیوادوال شهیدان او زخمیان کړل.
یرغلګر غربيان تل د بشري حقوقو د ساتني او دفاع نعرې وهې او د مذهبي مراسمو او مقدسو ځايونو د مصئونيت تبليغاتي پروپاګند کوي خو په عمل کې بیا د هیڅ راز قوانینو او بشري حقوقو نه یوازي داچې رعایت نه کوي بلکې په پرله پسې ډول یې نقضوي او بشري ناورينونه رامنځته کوي، افغانستان کې د یرغلګرو له لوري نژدې هره ورځ د مسجدونو، مدارسو، کلينيکونو، بازارونو او نورو عام المنفعه ځايونو د نړولو او سوځولو او د طالب العلمانو، دیني عالمانو او ګڼو ولسي هیوادوالو د شهادت، اسارت او ژوبلیدو پېښې رامنځته کېږي خو همدا د بشر د حقونو ټېکه داران دومره سخت زړي او تنګ نظره دي چې د ښځو، ماشومانو او بې دفاع ملکي وګړو د شهادت رسنیز کیدل هم نشي زغملای، کوم کسان چې د دوی سره فکري او نظري اختلاف ولري او یا یې د پرله پسې وحشتونو پر ضد اواز پورته کړي، همدا د بیان ازادۍ مدافعین یې د سپکولو هڅه کوي، په مرګ یې ګواښي، بندي کوي یې او په ډیره بې رحمۍ سره یې دژوند له نعمت څخه بې برخې کوي.
د لویدیځ په ځانګړې توګه امریکا او داخلي ګوډاګیانو په تشو شعارونو څوک باید خطا نشي، دوی په عمل کې ثابته کړې چې د وحشت، ظلم، جهالت، دوه مخۍ او بشر دښمنۍ مثالونه دي، دوی ته جهادي سنګر او مسجد، مدرسه، حجره، جنازه او هدیره یو شان دي او همدارنګه وسله په لاس مجاهد او یو ماشوم، زنانه، سپین ږیري او ځوانان ټول یو رنګ دي، په نښه کول او له منځه وړل یې د ځان لپاره لویه بریا بولي او په رسنیو کې یې په ستراتیژیک پرمختګ تعبیروي.
دا چې ګډ دښمن په پرله پسې ډول مسجدونه او لمونځ کونکي په نښه کوي؛ یو ستر جنایت دی او پر دې سربیره د دښمن د بزدلۍ یوه لویه نښه هم ده، د عبادت ځایونو ورانول او د عبادت کوونکو په نښه کول په هیڅ یو اسماني دین کې مجوز نه لري، داچې اشغالګرو او مزدورانو یې دې کرغیړن عمل ته زور ورکړی؛ د دوی د شومو اهدافو، بدو اخلاقو او اسلام سره د دښمنۍ استازیتوب کوي.

Related posts