دسمبر 12, 2019

اسلام کې د مور او پلار د نافرمانۍ او ځورونې سخت ممانعت

اسلام کې د مور او پلار د نافرمانۍ او ځورونې سخت ممانعت

موسی مهاجر

د ټولنيز ژوند په اړه اسلامي لارښوونې:

اسلام چې کله د بشريت لپاره د یوه نوي سماوي دین په توګه راغی، نو د انسان د فردي او ټولنیز ژوند اساس یې هم ور نوی کړ، د ښو او بدو کرښې یې ورته وټاکلې، پر ښو د التزام او له بدو د ځان ساتلو امر یې ورته وکړ، حقوق او عقوق يې روښانه کړل، د حقونو د ادا کولو او له عقوقو د ځان ساتلو  حکم يې ورته وکړ، تر څو یوه سالمه، خوشحاله، ارامه او سوکاله کورنۍ او په دې ډول یوه خوشحاله او ارامه ټولنه رامنځ ته شي.

لکه څنګه چې اسلام کې حقوق په پرتله ييز ډول ذکر شوي او له الله تعالی را وروسته تر ټولو ډېره پاملرنه مور او پلار ته پکې شوې، همداسې يې عقوق هم د منهیاتو په لومړۍ درجه بندۍ کې راغلي دي.

نبی کريم صلی الله علیه وسلم د مور او پلار له ځورونې سخت ممانعت کړی، په یوه حدیث کې یې ویلي:

قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « أَلاَ أُحَدِّثُكُمْ بِأَكْبَرِ الْكَبَائِرِ ». قَالُوا بَلَى يَا رَسُولَ اللَّهِ. قَالَ « الإِشْرَاكُ بِاللَّهِ وَعُقُوقُ الْوَالِدَيْنِ الحديث ». رواه الترمذي

ژباړه: حضرت عبدالرحمن بن ابی بکر رضی الله عنهما له خپل پلار ابوبکر رضی الله عنه څخه روایت کړی، نوموړی وايي چي نبی عليه السلام وویل: ايازه تاسو ته تر ټولو سترې ګناوې درونښيم؟

صحابه وو رضی الله عنهم ورته وویل چې هو! اې د الله رسوله ﷺ! نو نبی عليه السلام وویل چې له الله تعالی سره شریک نیول او د مور او پلار نافرماني(سترې ګناوې دي).

نبی کریم صلی الله علیه وسلم د سترو ګناوو په لړ کې لومړی له الله تعالی سره شرک یاد کړی، اشراک بالله، د الله تعالی له ذات سره او یا د هغه په صفاتو کي شریک نیولو ته وايي او یا د الله تعالی ځانګړي صفات کوم مخلوق ته، لکه ونې،کاڼي، لوټې، پيري، انسان، مقربي فريشتې او یا کوم پيغمبر ته ثابت کړي او دا څیزونه له الله تعالی سره د هغه په ځانګړو صفاتوکي شریک وګڼي، د هغو لمانځنه وکړي، په بدني او مالي عباداتوکې هغوی له الله تعالی سره یوځای کړي، لکه عربو چې به داکړه وړه ترسره کول، دا تر ټولوستره ګناه او د نه بښلو وړ ده، الله تعالی ویلي: إِنَّ اللّهَ لاَ يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَن يَشَاء.

ژباړه: الله تعالی هغه چاته بښنه نه کوي چې له هغه سره یې شریک نيولی وي اوله دې پرته چي یې د چا لپاره خوښه شي، بښنه ورته کوي.

نبی کريم صلی الله علیه وسلم د سترو ګناهونو په کتار کې دوهم ځای د مور او پلار نافرماني ته ورکړی، په حدیث شريف کې لفظ د عقوق راغلی، دا لفظ له عق يعق نه ماخوذ دی، د قطع يقطع په معناسره ده، یعني د صله رحمۍ شلولو او قطعه کولو او د مور او پلار د درناوي نه کولو ته عقوق وايي، همداراز د هغوی هر راز  ځورونه په عقوقوکي داخلیږي.

علامه ابن عطيه رحمه الله ویلي چې د مباح امر په کولو او د مباح کار په پرېښولو کې د مور او پلار اطاعت واجب دی اوپه فرض کفايي کې د هغوی خبره منل مستحب ده، لیکن د الله تعالی په نافرماني او د هغه په معصیت کې د هغوی د خبرې منل روانه دي، ځکه نبی عليه السلام ویلي چې «لاطاعة لمخلوق فی معصية الخالق» (الحديث) يعنی د یوه مخلوق پيروي به هم ترداسي حده نه کوې چې د الله تعالی نافرماني او ناخوښي په کې راځي، که څه هم مور او يا پلار وي.

په ټوله کې له دې حدیث شريف نه د مور او پلار د نافرمانۍ سخت ممانعت معلومیږي، ځکه له شرک راوروسته تر ټولو ګناهونو مخکې د مور او پلار عقوق ذکر شوي دي.

په یوه بل حدیث کې نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمايلي: عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍو قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ – صلى الله عليه وسلم- « مِنَ الْكَبَائِرِ أَنْ يَشْتُمَ الرَّجُلُ وَالِدَيْهِ ». قَالُوا يَا رَسُولَ اللَّهِ وَهَلْ يَشْتُمُ الرَّجُلُ وَالِدَيْهِ قَالَ « نَعَمْ يَسُبُّ أَبَا الرَّجُلِ فَيَشْتُمُ أَبَاهُ وَيَشْتُمُ أُمَّهُ فَيَسُبُّ أُمَّهُ ». رواه الترمذي

ژباړه: عبدالله بن عمرو روایت کوي چې نبی عليه السلام وویل: له کبیره ګناهونو څخه دا هم ده چې یو سړی خپل مور او پلار ته کنځلي وکړي، صحابه وو رضی الله عنهم پوښتنه ورڅخه وکړه چې اې د الله رسوله ﷺ! ايا سړی خپل مور او پلار ته هم کنځلي کوي؟

نو نبی عليه السلام وویل، هو! یو سړی بل سړي ته د پلار ښکنځل وکړي، نو هغه سړی په ځواب کې د پلار کنځلي ورته وکړي، يا د مور ښکنځلي ورته وکړي، نو هغه هم د مور ښکنځلي ورته وکړي.

په دې روایت کې راغلي چې مور او پلار ته ښکنځلي کول کبیره ګناه ده، ښکنځلي يوازي دا نه دي چې سړی خپل مور او پلار ته مخامخ ښکنځلي وکړي، بلکه د بل سړي مور او پلار ته ښکنځلي کول هم داسي دي، لکه خپل مور او پلار ته چې ښکنځلي کوې، ځکه سړی چي د بل مور او پلار ته کنځلي کوي، هغه سړی په ځواب کې دده مور او پلار ته ښکنځلي کوي، ځکه دې سړي هغه بل سړی دکنځلوکولوته راوپاراوه اوهغه یې دې ته اړ کړ چې ددې سړي مور او پلار ته ښکنځلي وکړي.

له حدیث څخه څرګنده شوه، هغه څه چې د سړي مور او پلار ته د کنځلو سبب ګرځي، کبېره ګناه ده، نو خپله کنځل ورته کول خو په طريقه اولی سره کبیره ګناه ده.

په دې اړه یوه بل حدیث کې راغلي: وعن ابن عمر -رضي الله عنهما- عن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال:  ثلاثة لا ينظر الله إليهم يوم القيامة: العاق لوالديه، ومدمن الخمر، والمنان عطاءه ، رواه النسائی

ابن عمر رضی الله عنهما له نبی کریم صلی الله عليه وسلم نه روان کړی چې نبی عليه السلام ویلي، درې کسان دي چې الله تعالی به د قيامت په ورځ نظر (د رحمت) نه ورته کوي، یو د مور او پلار عاق، دوهم پر شرابو دوام کونکی او دریم د خپلې ورکړې له امله پر خلکو احسان کونکی.

څنګه چې د قیامت ورځ ډېره سخته ده او د الله تعالی له رحمت پرته هيڅوک پکې بریالي کېدلی نه شي، خو دې دریو واړو ته چې د مور او پلار ازاري هم پکې شامل دی، الله تعالی د رحمت نظر نه کوي، کله چې الله تعالی په قامت کې یوه چاته د رحمت نظر ونه کړي، نو هغه ته به عذاب ورکول کیږي او دوزخ ته به ځي، همدا مفهوم یو بل حدیث هم تائيدوي، نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمايي، چا چې مور او پلار ځورولي، هغه به جنت ته داخل نه شي، یعنی کله چې یو څوک جنت ته نه داخلیږي، هغه به هرو مرو جهنم ته داخلیږي.

علماء کرام وايي، د مور او پلار ازاري د آخرت تر عذابو وړاندې په دنیا کې هم عذابونه ویني، ژوند يې نا ارامه او متزلزله کیږي، ډېری وخت په مصيبتونو اخته کیږي او د خپلو اولادونو له لاسه ځورول کیږي.

Related posts