دسمبر 12, 2019

کندز: ګل تیپه کې بریدونو او چاودنو دښمن ته دروند زیان اړولی

کندز: ګل تیپه کې بریدونو او چاودنو دښمن ته دروند زیان اړولی

تېره ورځ سهار مجاهدینو د کندز ولایت، ګل تیپې ولسوالۍ اړوند تیلاوکي سیمه کې د مزدور دښمن په عسکرو ځپونکي بریدونه او چاودنې ترسره کړې، دغو بریدونو کې سپکې او درنې وسلې هم کارول شوې، چې په ترڅ کې یې ګڼ شمېر مزدور عسکر مړه او ژوبل شوي دي. د راپور له مخې دښمن د ۳ امبولانسونو په مټ خپل مړه او ژوبل مرکز ته انتقال کړي، خو د کره شمېر په اړه یې لا تر دې دمه دقیق معلومات نه دي ترلاسه شوي.

2019/11/22

Related posts