دسمبر 09, 2019

سوریه کې په هوايي او توغنديزو بریدونو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

سوریه کې په هوايي او توغنديزو بریدونو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د سوریې رژیم په ادلب ولایت کې د کډوالو پر یوه کېمپ توغنديز بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې ۱۶ کسان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ژوبل شوي دي.

د شام خبري شبکې ویلي، د بشارالاسد رژيم د کډوالو پر قاح کېمپ  کلسټر توغندي وويشتل چې کېمپ کې سترې چاودنې رامنځ ته شوې او د کډوالو په خېمو کې اور ولګېدو.

دا لومړی ځل دی چې د ترکیې – سوریې پر پوله د کډوالو کېمپ په نښه کیږي، په دې سیمه کې لسګونه زره کډوال مېشت دي.

په وژل شویو کې ډېری ماشومان او مېرمنې دي.

له دې پېښې سره هم مهاله د روسيې الوتکو د ادلب پر معرة النعمان ښار بمبار کړی چې په ترڅ کې يې ۷ تنه ملکیان وژل شوي او ۱۵ تنه نور ژوبل شوي دي.

سوري فعالان وايي، روسي الوتکو ولسي کورونه په نښه کړل او پراخ ویجاړی يې رامنځ ته کړ.

د فعالانو په وینا، په بمبار کې ۵ تنه ماشومان او د هغوی مور هم وژل شوې ده.

په ورته مهال د سوریې په بېلابېلو سیمو کې د سوریې د رژيم او انقلابیانو ترمنځ جګړې شوي چې دواړو لوریو ته پکې تلفات اوښتي، خو کره شمېره یې معلومه نه ده.

احمد ظريف

Related posts