دسمبر 12, 2019

د سمنګان په مرکز کې د زده کونکو تر منځ د حسن قرائت او د سیرت النبي سیالۍ ترسره شوې

د سمنګان په مرکز کې د زده کونکو تر منځ د حسن قرائت او د سیرت النبي سیالۍ ترسره شوې

د تعلیم او تربيې او عالي تحصيلاتو کميسیون د مسئولینو په سرپرستۍ د سمنګان ولايت د مرکز اړوند د دیني مدارسو د زده کونکو تر منځ د حسن قرائت او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د سیرت سیالۍ ترسره شوې.

یادې سیالۍ د لړم د میاشتې پر ۱۵ مه نېټه چې د ربیع الاول د میاشتې له ۹ مې نېټې سره سمون خوري، د سترې پرتمینې غونډې په ترڅ کې وشوې.

په دې غونډه کې د تعلیم او تربيې  پر مسئولینو برسېره، د مدارسو استاذانو، زده کوونکو، ولسي مخورو او ځوانانو ګډون کړی وو.

په دې سیالیو کې د قرآن مجید حافظانو په خپل وار سره په ښکلو اوازونو تلاوتونه وکړل.

د غونډې ګډونوالو د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې له مسوولینو مننه وکړه، د هغوی هڅې یې د قدر وړ وبللې او له خپل لوري یې د هر راز ممکنه مرستو ژمنې وکړې.

۲۰۱۹-۱۱-۲۱

Related posts