دسمبر 09, 2019

د یوه استخباراتي انستیتوت لخوا اسلامي امارت په ډيرو وژنو تورن بللو په وړاندې غبرګون

د یوه استخباراتي انستیتوت لخوا اسلامي امارت په ډيرو وژنو تورن بللو په وړاندې غبرګون

د استرالیا په سدنی کې د اقتصاد او سولې تر عنوان لاندې یوه استخباراتي انستیتوت په یوه مغرضانه څیړنه کې په ۲۰۱۸ کال کې د اسلامي امارت مجاهدین د نړۍ په سطحه د ډيرو وژنو مسئول بللي!!؟
موږ د دغې استخبارتي حلقې دغه ادعا چې د سولې، اقتصاد او انستیتوت له عنوانو څخه په سوء استفاده يې هڅه په کې کړې چې د امریکايي اشغال په وړاندې د افغان میړني ولس مشروع مبارزه او جهاد په تروریزم سره تعبیر کړي او نړیوال ذهنیت تیر باسي په کلکه غندو او ردوو يې.
له بهرني اشغال څخه د خپل هیواد نجات او آزادي د هر مظلوم او کړیدلي ملت مشروع او نړیوال حق دی، هغه استخباراتي کړۍ چې د افغانانو د دغه مشروع حق په ضد پروپاګند کوي له امریکايي اشغالګرو سره تړلي دي، غواړي په افغانستان کې خپل شکست توجیه کړي.
د اسلامي امارت مجاهدینو هیڅ چیرې هم ملکي خلک نه په نښه کړي اونه يې په وژنه کې قصدي لاس لري، البته د امریکايي اشغالګرو عسکرو، د هغو د غلامانو او جاسوسانو وژل یو مشروع هدف دی.
که دغه راز انستیتوتونه په ريښتیا د بشریت او تروریزم غم اخیستي وای، له ټولو څخه لوی نړیوال او دولتي تروریزم د امریکا لخوا جریان لري چې زموږ هیواد يې اشغال کړی، روانه جګړه او شرارت کې مهم رول لري او د ټولو ستونزو زیږنده دوی دي، باید د هغوی د جنایاتو محاسبه يې خپره کړې وای.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۲۴/۳/۱۴۴۱هـ ق
۳۰/۸/۱۳۹۸ــ ش ــ 2019/11/21م

Related posts