دسمبر 12, 2019

د احمد وحید مژده د شهادت په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

د احمد وحید مژده د شهادت په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

په ډيره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د هیواد یو پياوړی سیاسي مبارز، څیړونکی او لیکوال احمدوحید مژده د دښمنو استخباراتي کړیو لخوا په شهادت ورسول شو.
اسلامي امارت په دغه پيښه د زړه له تله خواشینی دی، دا وژنه په تر ټولو سختو ټکو غندي او د شهید مژده صاحب شهادت د هیواد لپاره په سیاسي او فرهنګي ډګر کې ستره ضائعه بولي.
شهید احمد وحید مژده له کمونیزم سره په جهاد کې برخه درلوده، وروسته په هیواد کې تنظیمي جګړو سخت ځوراوه، د اسلامي امارت په وخت کې يې په بهرنیو چارو وزارت کې د اسلامي امارت له پالیسیو ښه نمایندګي کوله او د امریکايي اشغال هم سخت مخالف وو.
نوموړی په دا وروستیو کې په هیواد کې د آزادۍ، سولې او د افغانانو د اتحاد او یوه قوي اسلامي نظام د راتګ لپاره په مبارزه بوخت وو، په دې لاره کې يې خورا ډيري ستومانۍ وګاللــې، بې شمېره مقالې يې ولیکلې، په کانفرانسونو کي یې فعاله برخه درلوده له وضعیت څخه يې خورا ښه درک درلود او په همدې لاره کې يې خپل ژوند قرباني کړ.
د ده په شهادت سره هیواد له یوې با استعداده هستۍ څخه بې برخې شو، خو په عین حال کې د بیان د آزادۍ تر دروغجن شعار لاندې د هغو منحوسو څيرو زغم او حقیقت هم څرګند شو چې په دا وروستیو کې يې د هیواد یو شمیر علمي کدرونه، څيړونکي او سیاسي فعالین د مثبت، اسلامي او ملي نظر درلودلو په جرم تر هدف لاندې را وستي او دغه راز وژنې کوي.
موږ د شهید احمد وحید مژده کورنۍ، خپلوانو، همفکرو ملګرو او په عموم کې ټولو هیوادوالو ته د نوموړي د شهادت له امله تسلیت وایو، ټولو ته د جمیل صبر هیله کوو او مژده صاحب ته د جنة الفردوس دعا کوو.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۲۴/۳/۱۴۴۱هـ ق
۳۰/۸/۱۳۹۸ــ ش ــ 2019/11/21م

Related posts