دسمبر 12, 2019

اسرائيلي الوتکو پر دمشق بریدونه کړي، د سوريې دافع هوا يې مخه نيولې

اسرائيلي الوتکو پر دمشق بریدونه کړي، د سوريې دافع هوا يې مخه نيولې

اسرائیلي الوتکو تېره شپه د سوریې په پلازمېنه دمشق او شاوخوا سيمو کې د سوري پوځ پر مرکزونو توغنديز بریدونه کړي چې د سوریې دافع هوا د یوشمېر هغو مخه نيولې ده.

د سوریې د بشري حقونو سازمان ویلي، اسرائيلي توغندیو د دمشق په جنوب، جنوب لويدیځ او قدسیا سیمو کې د سوریې د پوځ او اجنبي ملېشو مرکزونه په نښه کړل.

د سوريې رسمي خبري اژانس سانا څرګنده کړې، د سوریې دافع هوا ګڼ شمېر توغندي هدف ته تر رسېدو وړاندې شنډ کړي دي.

د سیمه ييزو رسنیو له رپوټونو سره سم، اسرائيلي الوتکو د ګولان د غونډیو او لبنان له فضا نه پر دمشق بریدونه کړي دي.

د سوريې رژيم په دې بریدونو کې د تلفاتو راپور نه دی ورکړی، خو د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ ویلي، په نښه شویو سیمو ته ايمبولانسونه تللي او بریدونه تلفات لري.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم ددمشق هوايي ډګر ته نژدې د سترو چاودنو غږونه واورېدل شول چې فکر کېدو د اسرائیلي بریدونو په پایله کې به رامنځ ته شوي وي.

اسرائیلي پوځ پرون وویل، څلور توغندي چې له سوریې نه د اسرائیل پر لورې توغول شوي وو، ګولان غونډيو کې شنډ کړای شول.

د اسرائیلي پوځ ویاند ويلي، د تېرې شپې بریدونه یې د هغو توغندیو په ځواب کې کړي چې پرون پر اسرائيل وويشتل شول.

نوموړي ادعا کړې چې د سوریې او د ایران د القدس ځواکونو لسګونه اهداف يې په نښه کړي، خو سوریې تراوسه د اسرائيلو ددې ادعا په اړه څه ویلي نه دي.

احمد ظريف

Related posts