دسمبر 11, 2019

رډ بډ دروغ…!!

رډ بډ دروغ…!!

د ورځي خبره:
د غبرګ سري رژیم مشر اشرفغني پرون ننګرهار ته له خپل ټیم سره ولاړی، هلته یې د داعش ماته لویه لاسته راوړنه وګڼله او دا کار یې د داعش ملاتړي رژیم د عسکرو وګاڼه.
په داسي حال کې چې دا رډ بډ دروغ دي، په ویلو یې حتی ماشوم هم د شرم احساس کوي، مګر غني او د هغه چارواکي له یوې اونۍ راهیسي په دې ډنډورو لګیا دي چې د مجاهدینو په لاس د داعش شکست، ځان ته منسوبوي، هغه داعش چې په پاللو، تمویلولو او ژغورلو کې یې د کابل لاس پوڅي رژیم نه ستړي کیدونکي هلي ځلي کړي او کوي یې.
حقیقت دا دی چې د طالب مجاهدینو له لوري د دوه میاشتنیو پراخو او شدیدو عملیاتو په ترڅ کې، د امریکا او ګوډاګي رژیم ګډه پروژه (داعش) له داسي شکست سره مخ شول، چې په دغه سیمه کې یې له یوه مخه نظامي شتون محوه شو.
سمڅي یې مجاهدینو مکملي ورڅخه تخلیه کړي، وسلې، مهمات، بمونه او نور ټول ورکول شوي وسایل ورڅخه پاتي شول، دوی د ډېرو درنو ځاني تلفاتو له زغملو وروسته په نیم ژوانده حالت کې د کابل د ګوډاګي حکومت غیږي ته پناه ور وړه.
پرځای د دې چې مجاهدینو ته ځانونه تسلیم کړي؛ په ډلو ډلو روان دي د کابل عسکرو ته ځانونه تسلیموي، هغوی یې په الوتکو او موټرو کې خپلو پوځي او استخباراتي مراکزو ته رسوي.
او ورسره اعلانونه کوي چې ګویا د داعش پرضد عملیات همدوی پیل کړي وو، اوس یې داعشیانو ته شکست ورکړ او هغوی ورته تسلیم شول، څو ورځي وړاندي له کابل نه ننګرهار ته د مسعود اندرابي په نوم یو وزیر هم راغلی وو، هلته یې د خبریالانو په مخ کې په سپینه ورځ په سپینو سترګو رډ بډ دروغ وویل چې ګویا د داعش پرضد د دوی عسکرو عملیات ترسره کړل اوس دا دی هغوی ورته تسلیمیږي.
حالانکه دا داسي سوچ او ښکاره دروغ دي، چې ښایي حتی ماشوم یې هم په ویلو وشرمیږي، ځکه د داعشیانو په وړاندي د کابل ادارې یوه عسکر هم د داعش له پیدایښت نه، تراوسه پوري د هغوی پرضد حتی یو ټک هم نه دی کړی، بلکي برعکس هرکله چې مجاهدینو داعشیان تربرید لاندي نیولي، د کابل حکومتي او بهرنیو الوتکو په سلهاوو ځله د داعش د ژغورني په خاطر پرمجاهدینو بمبارۍ کړي دي.
خو د کابل ګوډاګي چارواکي ښایی مجبور وي چې د خپلو امریکایی بادارانو په امر هر ډول بې شرمانه حرکات ترسره کړي، هر ډول رډ بډ دروغ د هغوی پخاطر ووایی، د داعش د ژغورني چاري په رڼا ورځ ترسره کوي، ټول ولس یې د سر په سترګو ویني چې دوی داعشیان د مجاهدینو له کلابندۍ نه خلاصوي، جلال آباد او مرکز کابل ته یې رسوي، ترڅو یې بیا سره منظم او د هیواد په یو بل ګوټ کې یې چیري ځای پرځای کړي او د مجاهدینو پرضد یې د ملیشه یی ځواک په توګه وکاروي.
خو دا امکانات یې نور تقریباً له لاسه وتلي، بیا به هیڅکله ونه توانیږي چې د افغان ولس د ځورولو او د مجاهدینو په وړاندي د خنډ جوړولو لپاره دا خونسا شوې فتنه بیا را ژوندۍ کړای شي. ان شاءالله

پای ……….!

Related posts