دسمبر 12, 2019

په لوګر کې د چاپې په مهال یوه امریکايي شینوک هلیکوپتره رانسکوره، ۵۴ تنه اشغالګر او داخلي عسکر په کې ووژل شول

په لوګر کې د چاپې په مهال یوه امریکايي شینوک هلیکوپتره رانسکوره، ۵۴ تنه اشغالګر او داخلي عسکر په کې ووژل شول

د الفتح عملیاتو په ګړندي بهیر کې تیره شپه یوه بجه د لوګر ولایت څرخ ولسوالۍ په پنګرام سیمه کې په هغو امریکايي اشغالګرو د مجاهدینو لخوا متقابل برید وشو چې غوښتل يې د مجاهدینو په یوه مرکز چاپه ووهي.
د برید په مهال له امریکايي او داخلي عسکرو ډکه شینوک هلیکوپتره وويشتل شوه، اور يې واخیست او بشپړه له منځه لاړه.
د چاپې د رهبرۍ له مرکز څخه د ترلاسه شوو معلوماتو په اساس په هلیکوپتره کې ۵۴ تنه اشغالګر او داخلي د صفریک اړوند عسکر په ګډه سپاره وو چې ټول وژل شوي دي.
د هلیکوپترې له رانسکوریدو څخه وروسته نورې ګڼې امريکايي ډول ډول الوتکې او هلیکوپټرې سیمې ته راغلې، د هلیکوپترې د غورځيدو ځای يې کلک محاصره کړ اوتر اوسه د خپلو مړو د اجسادو په انتقال بوخت دي.
کله هم چې امریکايي اشغالګرو او داخلي غلامانو يې د مجاهدینو په کوم سنګر، یا میشت ځای باندې چاپه وهلې له سخت غبرګون او درنو تلفاتو سره مخ شوي دي.
همدا علت دی چې دوی اکثره چاپې په ملکي بې دفاع خلکو وهي، ترڅو يې څوک مقابله ونه کړي او دوی هم د ورکړل شوي ماموریت له مخې خپل وحشت ترسره کړي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۲۳/۱۱/۱۴۴۱هـ ق
۲۹/۸/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/11/20م

Related posts