دسمبر 11, 2019

د یو شمیر بندیانو د آزادۍ په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

د یو شمیر بندیانو د آزادۍ په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

څنګه چې د اسلامي امارت د دریو تنو مجاهدینو محترم انس حقاني، محترم حاجي مالي خان او محترم حافظ عبدالرشید د آزادیدو په اړه مثبت اقدام شوی، موږ یې هر کلی کوو.
همداراز، د اسلامي امارت له لوري د دوو تنو پروفیسورانو ( کیون کینګ امریکايي او تیموتی ویکس استرالیايي) او لسو تنو افغان عسکرو د خلاصون پروسه په کامیابۍ سره تکمیل شوه.
دا ټولې کړنې د ښه نیت او اعتماد جوړونې لپاره ښه پرمختګ دی چې د سولې له بهیر سره مرسته کولی شي.
د یادونې وړ ده چې موږ د قطر د دولت د محترم امیر او د هغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت او نورو چارواکو څخه چې په دې پروسه کې یې له پيل څخه پرله پسې هلې ځلې کړې او لازم تسهیلات یې برابر کړي دي، د زړه له کومې مننه کوو.

د افغانستان اسلامي امارت
۲۲/۱۱/۱۴۴۱هـ ق
۲۸/۸/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/11/19م

Related posts