دسمبر 09, 2019

داعش بیرته خپلې سرچینې ته ور ګرځي!!

داعش بیرته خپلې سرچینې ته ور ګرځي!!

د ورځي خبره:

ننګرهار چې د داعشي فتنه ګرو د خراسان څانګې مرکز بلل کیده؛ داسلامي امارت اتلو او فاتحو ځواکونو د پرېکنده او منظمو عملياتو په ترڅ کې په بشپړه توګه له همدې فتنې څخه تصفیه کړ. دننګرهار په ۷ ولسوالیو کې داعش نفوذ درلود، د داعش د وحشت او ظلم له امله ډیری خلک له خپلو سیمو وتلي وو خو اوس چې داعش ماتې وخوړه؛ خلک په ډیرې خوشحالۍ بیرته خپلو مېنو ته ستنیږي.
د داعش پر ضد همدې عملیاتو کې سلګونه داعش وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته، ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې، تجهیزات او مهمات داسلامي امارت مجاهدینو لاس ته ولوېدل او سلګونه داعشي ملېشې یرغلګرو او کابل رژیم تسلیم شوې.
کابل رژیم په خورا ویاړ سره ننګرهار کې د داعشي وسله والو د تسلیمۍ خبرونه او انځورونه خپروي او ادعاء کوي چې داعش ته یې ماته ورکړې، خو واقعیت دادی چې داعش د اشغالګرو او کابل رژیم یوه پروژه ده.
د کابل رژیم سره وړاندې هم سلګونه داعش وسله وال یو ځای شوي او رژیم یې د خورا معززو مېلمنو په څېر هرکلی کړی!!
د رژیم ځینو لوړ پوړو پوځي او ملکي چارواکو بار بار ویلي چې داعش د یرغلګرو او کابل ادارې ګډه پروژه ده، له یوې سیمې بلې ته په چورلکو کې انتقالیږي، وسلې او تجهیزات ورکول کیږي او د داعش او طالبانو ترمنځ د جګړې په مهال ګډ ځواکونه د طالبانو پر سنګرونو بمونه اوروي او داعش ته د پرمختګ او فعالیت زمینه برابروي. ډیری نیول شویو او تسلیم شویو داعش وسله والو هم منلې چې د یرغلګرو اوکابل رژیم له لوري حمایه کیدل.
تېر کال په جوزجان او کونړ کې سلګونه داعشیان چې داسلامي امارت مجاهدینو محاصره کړي وو؛ یرغلګرو او کابل ادارې چورلکې ورته ولیږلې، له ولس او مجاهدینو یې وژغورل او په کابل او بلخ کې یې خپلو مېلمستونونو ته انتقال کړل.
دچارو څېړونکي هم په دې فکر دي چې داعش افغانستان کې دجګړې ددوام، د مجاهدینو د تضعیف او د مذهبي کرکې خپرولو په موخه د پردیو له لوري طرحه شوې او رامنځته شوې پروژه ده چې هیڅ دیني او افغاني اصل نه لري.
داعشي پروژې لومړی په عراق او سوریه کې مذهبي تعصب ایجاد کړ، د یرغلګرو پر ضد واقعي مجاهدین یې کمزوري کړل، خلکو ته یې بې حسابه ځاني او مالي زیانونه ورسول او بالاخره یې ټولې نیول شوې سیمې یرغلګرو او ظالمو چارواکو ته پرېښودلې.
افغانستان کې هم دښمن ډيرې هڅې وکړې چې د داعش فتنه په ټول هیواد کې خپره کړي، خو ولس او مجاهدینو داستعمار د همدې پروژې او دسیسې مخه ونیوله. په زابل، غور، جوزجان، لغمان او ننګرهار کې یې ددې فتنې پر ضد کوټلي ګامونه واخیستل او ان شاءالله قریبه ده چې د داعش فتنه په یومخیزه توګه له ګران هیواده ورکه شي.
داعش وسله وال چې یرغلګرو او کابل ادارې روزلي او تجهیز کړي؛ د افغان ولس او مجاهدینو دفشار له امله بیرته خپلې سرچینې( اشغالګرو او کابل رژیم) ته ورګرځي. له رژیم سره په ډلو ډلو د داعش وسله والو یو ځای کیدل، د رژیم له خوا دداعش پراخ هرکلی او میلمستیاوې په ډاګه کوي چې د داعش او یرغلګرو+رژیم ترمنځ اړیکې څومره ژورې او پراخې دي.
همدا اوس چې ننګرهار کې څومره داعشیان په اصطلاح رژیم ته تسلیم شوي؛ داسلامي امارت د مجاهدینو له خوا تر پرله پسې بریدونو لاندې وو، د داعشیانو دخلاصون په هدف یرغلګرو وخت ناوخت پر مجاهدینو بمبارونه کول خو داعشیان دیرغلګرو دملاتړ سره سره په ډلو ډلو ووژل شول او بقایاوو ته یې یرغلګرو او کابل ادارې نجات ورکړ او جلال اباد ښار ته یې انتقال کړل.

Related posts