دسمبر 11, 2019

د انتخاباتو زیاتیدونکې رسوایي

د انتخاباتو زیاتیدونکې رسوایي

د اونۍ تبصره:
له اوس څخه څه کم دوه میاشتې وړاندې د کابل ادارې لخوا د ولسمشرۍ د ټاکنو په نوم یوه جعلي او تیر ایستونکي پروسه ترسره شوه. د ټاکنو په نوم دغه پروسه چې یوازې د ښارونو په محدودو ساحو کې تمثیل شوه، د خلکو ګډون په کې ډیر کم خو د تقلب، ګډوډۍ او نورو ستونزو کچه یې تر اټکل لوړه وه، ټاکنیزه پروسه په داسې حال کې ترسره شوه چې عام اولس او مطلق اکثریت سیاسي جهتونو او فعالینو ورسره مخالفت درلود. ځکه له پیله اټکل دا و چې دغه ټاکنې د هیوادوالو هیڅ درد نه شي دوا کولای.
د افغانستان اسلامي امارت له پیله د ټاکنو په نوم له پروسې سره مخالفت درلود او هغه یې یوه غیر قانوني او تیر ایستونکي پروسه بلله. اسلامي امارت په مؤمن اولس غږ وکړ چې د ټاکنو پروسه تحریم کړي، عام اولس د تل په شان د اسلامي امارت غږ ته لبیک ووایه چې په پایله کې د اطرافي سیمو غوندې په ښارونو کې هم د ټاکنو پروسه د اولس له پریکون او غوڅ شکست سره مخامخ شوه. د دې لپاره چې د ټاکنو ترسره کوونکو خپل شکست تر یوه حده جبیره کړی وي، نو یې ښکاره تقلب ته مخه کړه او په جعلي رایو یې د ټاکنو تش صندوقونه ډک کړل.
لکه څنګه چې د جعلي ټاکنو د پروسې پيل له رسوایيو او ګډوډیو ډک و، دا دی دوه میاشتې وروسته یې پای او د نتائجو د اعلان مرحله هم له هماغسې ناندریو سره مله ده. دا څو اونۍ کیږي چې دکاندیدانو او ټاکنیزو ډلو تر منځ نزاع، تورونه او ګواښونه جریان لري. په دې وروستیو کې خو خبره فزیکي کشمکش ته هم رسیدلې. په کومو ولایاتو کې چې د اشرف غني د ډلې زور دی هلته د رایو شمیرنه له سره پيل شوې او په کومو سیمو کې چې د عبدالله ډله غښتلې ده هلته د ټاکنیز کمیسیون دفترونه کلابند او اعتراضونه جریان لري.
د ټاکنیز بحران له شدت سره په دې پروسه کې د پردیو لاسونو د مداخلو موضوع هم دومره بربنډه شوې چې اوس هر څوک په سترګو ویني چې د بهرنیو هیوادونو سفیران روزانه د ټاکنو کمیسیون ته ورځي، د ټاکنیز کمیسیون اعضاوو ته سپارښتنې کوي، د رایو د منلو او یا ابطال په اړه پریکړې کوي او ټوله پروسه د اشغالګرو هیوادونو د سفیرانو لاس ته لویدلې ده، چې دغه موضوع د اسلامي امارت هغه خبره په اثبات رسوي چې د بهرني اشغال په شتون کې انتخابات هیڅ مفهوم او معنی نه لري، ځکه نهایي پریکړه به د هغه چا له خوا کیږي چې دغه پروسه اکمالوي او له دې لارې خپلو اهدافو ته ځان رسول غواړي.
د ټاکنیز بحران له وروستي وضعیت څخه داسې ښکاري چې شاید د تیر په څیر یو ځل بیا ټوله پروسه باطله اعلان او پریکړه د امریکا له سفارت څخه راووځي.
روان وضعیت ته په پام سره د افغانستان اسلامي امارت یو ځل بیا په خپل هماغه موقف ټینګار کوي چې د اشغال په شتون کې د خپلواک زعامت ټاکل امکان نه لري، تر څو چې اشغالګر موجود وي نو د ټاکنو په شان به هره پروسه د هیواد د منافعو په ځای د پردیو اشغالګرو د ګټو لپاره استخدامیږي، ګټې به یې اشغالګر زبیښي او رسوایۍ به یې د ګوډاګیانو په تندي داغ وي.

Related posts