دسمبر 11, 2019

سړه هوا، د عسکرو تاوده تلفات او يخ نيولی احساس

سړه هوا، د عسکرو تاوده تلفات او يخ نيولی احساس

خالد رعد:
ډېر به لکه زه په دې معما نه پوهيږي، چې د کابل ادارې عسکر ولې نه پوهيږي. هغه عسکر چې اعلی سر قومندان اشرف غني ورته مخامخ وويل چې د نيويارک او واشنګټن د امنيت ساتنې لپاره کرايه شوي، هغه چې په مياشتو مياشتو د قومندان صاحب وعده شوې تنخواګانې پرې بندې وي، هغه چې بېلابېلو سيمو ته پټې سترګې وړل کيږي، هلته کلابنديږي او کورونو ته نه پرېښودل کيږي، هغه عسکر چې د کافر ټرمپ او د هغوی د متحدينو د افغان او اسلام ضد اهدافو لپاره لکه خس او خاشاک اور ته نيول شوي دي.
زموږ په هيواد د امريکايي يرغل په تېرو ۱۸ کلونو کې زرګونه د کابل ادارې عسکر له خپل ملت سره په جګړو کې د امريکايي اهدافو لپاره ووژل شول، زرګونه زندانيان شول، زرګونه معيوب او همدومره نور تري تم شول. متأسفانه چې تر اوسه پورې ډېرو کمو عسکرو دا احساس کړی چې د پردي پالو او کافرانو د ساتنې، هوساينې او زمونږ په هيواد کې د هغوی د ګټو لپاره يې له ژوند سره لوبې کيږي.
څه موده وړاندې سيګار په خپل درې مياشتني راپور کې واضحه کړه چې د روان کال په اوږدو کې د کابل ادارې ۱۸ زره عسکر نادرکه شوي دي.
نادرکه په دې معنی، چې يا خو وژل شوي، يا د تېښتې په مهال د مارغانو او درنده ګانو خوراک شوي، يا مجاهدينو ته تسليم شوي او يا نورو هيوادونو ته تښتېدلي دي.
د الاماره انټرنيټي پاڼې د اونيز راپور پر اساس په تېره يوه اونۍ کې د هيواد په ۲۹ ولاياتو کې د کابل ادارې په عسکرو ۲۶۹ بريدونه شوي، چې په دې کې د ۱۰ قومندانانو په ګډون ۴۰۹ تنه عسکر، پولیس او اربکیان وژل شوي، د ۴ قومندانانو په شمول ۱۷۸ تنه نور ټپيان دي او ۶۶ تنه هم ژوندي نیول شوي یا تسلیم شوي دي.
دا که څه هم د کابل ادارې د مقابل اړخ لخوا نشر شوی تعداد دی، چې ډېرو ته به د باور وړ نه وي، خو که د سيګار راپور وګورو، دا ارقام مو زړه مني.
په هر تقدير، عسکر بايد د خپلو ملګرو دومره زياتې مرګ ژوبلې ته فکر وکړي، او له ځانونو وپوښتي چې واشنګټن او نيويارک په دې ارزي چې دومره قرباني يې د امنيت لپاره ورکړل شي!؟ خپله کورنۍ اهل و عيال د امريکا او د هغوی د متحدينو د سياسي او مادي ګټو لپاره د غم پر ټغر کېنول شي!؟ دومره زيات شمېر مرګونه او زخمونه د اشغالګرو هيوادونو د همکارانو افغانانو د شخصي مفاداتو په خاطر تحمل شي!؟
دا چې په دې ساړه موسم کې، چې معمولا د جګړې اور هم پکې سړېږي، عسکرو ته دومره زيات ځاني تلفات اوړي؛ نو په توده هوا کې به يې څومره مرګ او ژوبله ګاللې وي.
او که له بلې زاويې ورته وګورو، د الاماره له اونيز او سيګار له درې مياشتني راپورونو څخه درک کولی شو چې په کابل مسلطه اداره له اولس سره په جګړه اخته ده، نه له يوې ډلې او يا سياسي حرکت سره.
د نژدې ۵۰ هيوادونو په پوځي حضور کې، چې د هيواد ټوله فضا الوتکو نيولې وي، د يرغلګرو ملګرو عسکرو ته دومره لوی تعداد ځاني او مالي تلفات اوښتل، چې د ملت په لاس نشي، د يوې ډلې له لوري هيڅکله امکان نه لري.
د کابل ادارې اردو او پوليس بايد دا هم درک کړي، چې حکومتي چارواکي يې په مرګونو د هيڅ ډول خفګان احساس نه کوي، نه يې پرې زړه دردېږي او نه به پرې کله هم ترحم ولري. دوی بايد په خپله په ځان ورحميږي او ځان د پرديپالو لپاره له دربدرۍ او تباهۍ وساتي.
دولتي چارواکو ته يوازې د واشنګټن د چارواکو خوشحالول مهم دي، نه د افغان ځوانانو ژوند او برخليک. هغوی له لويه سره افغان ځوانان د دې لپاره خپلو پوځي ليکو ته جلب کړي چې د هغوی له قربانيو په استفاده خپل ځانونه اشغالګرو هيوادونو ته مخلص ملګري معرفي کړي او له دې لارې خپلو اولادونو ته هوسا ژوند مهيا کړي.
که عسکر په راتلونکې کې هم بې احساسه پاتې شي، لرې نه ده چې مرګ ژوبله به يې ورځ تر بلې زياتيږي، چارواکې به يې لا ترې بې پروا کېږي او لا به يې هم د مرګ کندو ته ټيل وهي.

Related posts