دسمبر 12, 2019

د شهید محمد عمر (عاشق الله “ځلاند”) تقبله الله ژوند ته کتنه

د شهید محمد عمر (عاشق الله “ځلاند”) تقبله الله ژوند ته کتنه

وَلاَ تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا فِيْ سَبِيْلِ اللّٙهِ أَمْوَاتاً بَلْ أَحْيَاء عِنْدَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ (الآیة)

ژباړه: تاسې پر هغو کسانو د مړو ګومان مه کوئ چې د الله ﷻ په لار کې وژل شوي وي، دوئ مړه نه بلکې ژوندي دي او د خپل رب ﷻ له لوري رزق ورکول کېږي.

سبحان الله: شهادت څومره اوچت مقام دی، او د شهیدانو څومره لوړ شان دی، چې د کائِناتو پالونکی یې د مړو بللو څخه نهي فرمایې، رزق ورکوي، د عالم برزخ له عذاب څخه نجات ورکوي، د حساب د ورځي له هیبته یې ساتي، ارواحونه یې د جنت په باغونو او قصرونو کې منظرې کوي، د جنت ميوې خوري او د جنتونو په بیلا بیلو منازِلو کې سیر وسِیاحت کوي.

کله چې د امریکا په مشرۍ جنايتكارانو پر ګران وطن افغانستان باندي يرغل وکړ او ګران هيواد يې اشغال کړ نو د دوی پر ضد روان جهاد دا دی د نولسم کال په درشل کې دی.
زرګونو افغان ځوانانو د دې بلا پر وړاندې سینې سپر کړې او په روانه مبارزه کې خپلې ککرۍ وشیندلې.
پېژندنه:
يو له دې اتلو سرښندونکو ځوانانو شهيد محمد عمر چې اصلي نوم يې عاشق الله ” ځلاند” “تقبله الله” د محمد حسن زوي د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ د مموزو سيمي د سليزو قلعه او سيدونکى وو، له محمد عمر عاشق الله ” ځلاند” “تقبله الله” څخه يو بچى محمد نعمان او يوه ددوو کالو کونډه بي بي پاتي شوه.
شهيد محمد عمر عاشق الله ” ځلاند” “رحِمٙه الله” نه یوازې دا چې په خپله کورنۍ کې محبوبیت درلود بلکې د خپلو استادانو او همصنفیانو ترمنځ هم د اخلاقو یوه ټوټه وه، نوموړي ډیر په نرمه لهجه او ورین تندي سره خبرې اترې کولې او کله چا د غوسې به حالت کې نه ؤ لیدلی، د قرآن کریم تلاوت، سِیرت، اسلامی تاریخ سره یې بې کچې مینه درلوده، د ملګرو خدمت او کله نا کله خوشطبعي به یې ځانګړي صفات وو، او د مسلمانانو مظلوم حالت به ډیر ځورولو او هر وخت به یې د اسلامي نظام د پلي کیدو په هکله سوچونه کول او دا آرمان به يې کاوه چې یو ځل په هیواد کې اسلامي نظام پلى شي او مسلمان افغانان د اشغالګرو له ظلم څخه د تل لپاره نجات ومومي.
شهيد محمد عمر عاشق الله ” ځلاند” “تقبله الله” هر وخت له ملګرو نه دا غوښتنه کوله چې پر امریکايي یرغلګرو باندې تندریز بریدونه وکړي او په هر کمین کې به حاضر ؤ، د الله ﷻ د دین د خدمت لپاره له هرڅه تیر ؤ او هر قسم قربانۍ ته يې ځان چمتو کړئ ؤ او د شهادت خبره به یې هر وخت له خولې څخه بې اختیار وتله.
عزم یې دومره قوي ؤ کله به يې چې د جنت په هکله کوم حدیثِ شریف واورید تا به ویل چې نوموړي هر څه په خپلو سترګو لیدلې دي ځکه داسې فولادي عزم لری، نوموړى د تقواء اخلاص او ايثار نمونه وه، په جهادي لړۍ کې یو بااحساسه مجاهد ٶو چې د جنت په لور يې ابدي سفر پيل او تر شا یې په حقیقي او مجازي نړۍ کې لسګونه د فکر او سنګر یاران د فراق او ویر په ټغر پرېښودل.

زده کړې:

شهيد محمد عمر “تقبله الله” په عصري او ديني دواړو علومو باندي تر ابتدايي حده سمبال وو عصري علوم يې له شپږم صنفه پورې کړي وو، دديني علومو ابتدايي زده کړې يې د مموزيو په محمديه مدرسه کې باقي زده کړې يې د سهاکو د پان د امداد العلوم په مدرسه کې او باقي نوري زده کړې يې د پاکستان د هنګو ضلعي مربوط د درړئ په مدرسه کې کړې وې.

ایثار او سرښندنه:
پر مظلومو مسلمانانو د امریکايي اشغالګرو ظلمونو د محمد عمر عاشق الله ” ځلاند” صاحب رحمه الله څخه د آرام خوب تښتولی و او تل به یې د مظلومو مسلمانانو څخه په دفاع کې خپل آواز اوچتولو او د حق په ویلو کې به یې د هیچا څخه ویره نه کوله، کله چې د افغانستان په پاکې خاورې امریکا یرغل وکړ او د هغوئ په مقابل کې د افغانستان غیرتي ولس د خپلو پلرونو غوندې ټوپک ته لاس کړ او په هر ډګر کې یې ورته ماتې ورکړه، نو شهيد محمد عمر عاشق الله ” ځلاند” “رحمه الله” هم یو له هغو کسانو څخه و، چې په مرکز ګردېز او اړوند مربوطه ساحو کې يې د چریکي بريدونو لومړنۍ طرحه عملي کړه او څه موده د ډلګۍ مرستيال هم پاتې شوى و، شهيد محمد عمر عاشق الله ” ځلاند” “تقبله الله” خپله د جهاد الهي فریضه اداء کړه او د هیواد په مختلفو سيمو کې يې د اسلامي امارت تر بیرغ لاندې له اشغالګرو او د هغوئ د ګوډاګیانو سره مخامخ مقابله وکړه.

جذبه اودیانت:
شهید محمد عمر ” تقبله الله” چې په ملګرو کې د غیرت، او میړاني یو مثال و، هیڅکله يې دښمن ته شا نه ده اړولې، عاشق الله ” ځلاند” صاحب “رحمه الله” ډیر ځیرک او پوه شخصیت و، د ملګرو خدمت یې ځانګړی صفت وه، د حق په ویلو کې به یې د چا څخه ویره نه کوله، د اسلامي امت د ستونزو حل يې یواځي د اسلامي نظام په حاکمیت کې لیدلو، په شهادت مین ځوان و او تل به یې د شهادت آرزو کوله.

بالاخره شهادت یې:
شهید محمد عمر ” ځلاند” ” تقبله الله” د پکتيا ولايت د مرکز ګردېز د مولوي الهام د کاروان له مداره له وتلو ستورو څخه و، د شهادت نيټه يې 2017کال د اکتوبر د مياشتي په 7 تاريخ د ماسپښېن 3:00 بجي د پکتيا ولايت د مرکز ګردېز اړوند د چوڼۍ په سيمه کې د اشغالګرو په يوه بي رحمانه او وحشيانه ډرون هوايي حمله کې اولاً زخمي او 14 ساعته وروسته روغتون ته پرلاره د غزني د شلګر ولسوالۍ د مزار کلي ته نږدي د 7 کاله خدمتونو، جهادونو ، تکلیفونو وروسته د الله ﷻ په لاره کې د شهادت جام نوش کړ. نحسبه کذالک والله حسيبه

Related posts