دسمبر 12, 2019

ننګرهار کې داعشي ملیشو ستره ماتې وخوړه، ټولې سیمې ونیول شوې، پاتې تر تعقیب لاندې دي

ننګرهار کې داعشي ملیشو ستره ماتې وخوړه، ټولې سیمې ونیول شوې، پاتې تر تعقیب لاندې دي

لکه څنګه چې پوهیږئ داعش د دې زمانې یوه فتنه ګره ډله ده چې د پخوانیو خوارجو په شان له خپلو پلویانو پرته تقریبا په ټول اسلامي امت د تکفیر حکم کوي. دغه ډله چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې اسلامي خوځښتونو ته درانه زیانونه اړولي، په لسګونو زره مسلمانان یي وژلي، د مسلمانانو په بازارونو، مساجدو، تعلیمي ادارو، متبرکو مقاماتو او مجتمعاتو کې یې درنې چاودنې کړي او ټول قوت یې د مسلمانانو د وینو په بهولو لګولی دی. دغې فتنه ګرې ډلې غوښتل چې د اسلامي نړۍ د نورو برخو غوندې په افغانستان کې هم د فتنې اور بل کړي. اشغالګرو او ګوډاګي رژیم هم د دوی د تشهیر، تقویې او اکمال لپاره منظم فعالیت ترسره کاوه. تر څو د اشغال پر ضد روان مقدس جهاد ورباندې بدنام، مسلمانان ورباندې قتل، مجاهدین ورباندې تضعیف او د فرقوي نزاع اور ورباندې تازه کړي.
اسلامي امارت چې د مکار دښمن د هرې دسیسې خنثی کول او د خپل جهاد، مجاهدینو او مسلمان اولس دفاع او ساتنه خپل مسؤلیت ګڼي له پيله یې د دغې فتنه ګرې ډلې د مخنیوي او محو کولو هڅې پيل کړې.
په دې لړ کې د الفتح عملیاتو په جریان کې د روان ۲۰۱۹ میلادي کال د ۹ میاشتې په ۲۰ تاریخ په ننګرهار کې د اسلامي امارت مجاهدینو د داعشي مليشو په ضد پریکنده او پراخ عملیات پيل کړل.
عملیات د ننګرهار له شیرزادو ولسوالۍ څخه پيل شول تر اچین ولسوالۍ پورې د ننګرهار ۷ ولسوالۍ چې د داعشیانو فعالیت په کې روان وو په ټولیزه توګه له داعشي میلشو څخه پاکې شوې، چې تفصیلات يې په لاندې ډول دي:
ــ شیرزاد:
په شیرزادو ولسوالۍ کې لګډ سر، لټه پرخه، زونډي سر، میلوه، ارې سر، سرې تیږې، ووټ، تورکمر، جندله، مرغه، ړندوکی، تره، دروی، کنډوالې، څپری، وچ لګډ سر او د لغړ څپري سیمې په ټولیزه توګه له داعشیانو څخه فتحه شوې.
ــ خوګیاڼي:
په خوګیاڼو ولسوالۍ کې وډيسار ، زاوه، کوډالۍ، چکاوو، اسمان قلعه، د زاوې تنګی، چنارګی، کمه زاوه، وزیرو تنګی، څپری، جړ، مټین، چرګۍ سر، کچکولی سر، باغ چینه، غونډارو سر، ختریځي، مشین دره، میاه ګان، ملایانو کلی، سپن خوره، میرزاعلي کلی، ډم تیږه، کوړم، څمڅۍ، غرنجالۍ، انار مینه، وچ لګډ، سکندره، ګودره، ابراهیم، ترم، ښکارزن سر، پنګو چم او غوړه څیړۍ ټولې سیمې له داعشي فتنه ګرو څخه پرلپسې پاکې شوې.
ـــ پچیرآګام:
په پچیرآګام ولسوالۍ کې اګام تنګی، توره بوړه، سلیمانخیلو تنګی، پچیر تنګی، هزارناو تنګی، میلوه، مرخاڼی، سالی ګل، زیارت سر، مرغه، لوړه مینه او پنکځی سیمې په ټولیزه توګه له داعشیانو ونیول شوې.
ــــ هسکه مینه:
په هسکه مینه (ده بالا) ولسوالۍ کې شیخ آب کلا، ترخاڼی، اوغز تنګی، مچی کنډو او کڅۍ سیمې له داعشیانو فتحه شوې.
ـــــــ کوټ:
په کوټ ولسوالۍ کې کڅونه، کوټ تنګی او خړکۍ سیمې له داعشیانو ونیول شوې.
ـــــ سپين غر:
په سپين غر ولسوالۍ کې خروه، مامند تنګی او خوړ سیمې له داعشیانو څخه پاکې شوې.
ــــــ اچین:
په اچین ولسوالۍ کې پیښه، تختې او باغ دره سیمې چې د داعشیانو وروستۍ ځاله هم وه د الله تعالی په نصرت فتحه شوه.
د پورته ولسوالیو له یادو شوو سیمو څخه د داعشي میلشو شړل د دې باعث شول چې د الله تعالی په نصرت د ننګرهار ولایت په ټولیزه توګه له داعشي فتنې څخه نجات پیدا کړي او د دوی وروستۍ ځالې هم ویجاړ شي.
په دغو پریکنده عملیاتو کې د داعش د مهمو قومندانانو په ګډون (۱۹۳) تنه ووژل شول، (۱۳۰) تنه ټپيان شول.
په جګړو کې سلګونه میله سپکه او درنه وسله خورا ډير مهمات، آسونه، قچرې، موټر او موټرسایلکونه ونیول شول.
د عملیاتو د پای په شیبو کې هغه داعشیان چې د اچین ولسوالۍ په تختو سیمو کې د ورستي سنګر په توګه پاتې وو، د کورنۍ غړي ښځې او ماشومانو په ګډون ټول (۸۵۹) تنه کیدل د کابل ادارې سره یو ځای شول.
د دغو داعشانو لپاره د کابل ادارې ټانګونه سیمې ته راغلل او د شپې په تیاره کې يې داعشیان او د هغو کورنۍ د مجاهدینو له محاصرې څخه وایستې.
د اسلامي امارت لخوا د ننګرهار په ولایت کې د داعش ډلې ته سخت ګوزار ورکړل شو، او د ننګرهار مظلوم او بیچاره ولس له دغه شر څخه د تل لپاره په امان شو. الحمدلله والمنة
له کله نه چې په هیواد کې د داعش په نوم فتنه ګره ډله را وټوکیده، د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا يې د مخنیوي هڅې وشوې چې په تیرو پنځو کلونو کې له هلمند، زابل، پکتیکا، غور، جوزجان او دادی اوس ننګرهار څخه په تدریجې ډول له منځه یوړل شول او الحمدلله ولس يې له شر څخه په امن کې شو.
د داعشي فتنې په ضد د اسلامي امارت د مجاهدینو عملیات په داسې حال کې ترسره شول چې امریکايي اشغالګرو او د کابل ادارې استخباراتي اونظامي ارګانونو په کلکه له داعش څخه ننګه کوله، د هغو په ګټه يې د اسلامي امارت په مجاهدینو بمونه اورول، د داعش ملیشوته يې وسلې او مهمات رسول او د سختې او محاصرې په وخت کې يې خپلې الوتکې او هلیکوپترې د هغو د نجات لپاره سیموته استولې.
د مجاهدینو لخوا په ننګرهار کې په داعش ځپلو سیمو کې که د داعش کوم عناصر غرونو ته تښتیدلي وي د هغوی پسې تعقیبي عملیات او د سیمو تصفیه جریان لري.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۲۰/۱۱/۱۴۴۱هـ ق
۲۶/۸/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019م

Related posts