دسمبر 11, 2019

وروستۍ بریاوې او د دښمن ادعاوې!!

وروستۍ بریاوې او د دښمن ادعاوې!!

د‌ ورځي خبره:
د اسلامي امارت اتلو مجاهدینو د تل په څېر تېره اونۍ هم د هیواد په مختلفو برخو کې د دښمن پر ګڼو مرکزونو او پټنځایونو تهاجمي او چریکي بریدونه ترسره کړي، په دې بریدونو کې یرغلګرو او کابل ادارې ته د سر او تجهیزاتو خورا لوی زیان رسیدلی، بې شمېره غنیمتونه مجاهدینو ترلاسه کړي او پراخې سیمې یې د دښمن له وجود څخه پاکې کړې دي.
داسلامي امارت ویندوی محترم قاري یوسف احمدي صاحب دتېرې اونۍ د بریاوو په اړه لیکې :« د الفتح عملیاتو په دښمن ځپونکي لړۍ کې په تیره یوه اونۍ کې د هیواد په ۲۹ ولایتونو کې په دښمن باندې ۲۶۹ لوی او واړه بریدونه وشول. همدا ډول د ۲ قرارګاوو او یوې نقلي ولسوالۍ به ګډون ۴۵ پوستې فتحه شوې، ۵۸ عرادې هاموې ټانګونه او رینجر موټر او ۷ اکمالاتي موټر له منځه یوړل شول، ۱۵ هاموې او رینجر موټر روغ ونیول شول، ورسره د اشغالګر دښمن یوه کشفي الوتکه هم رانسکوره کړل شول. په نښتوکې له دښمن څخه ۱۲۲ میله سپکه او درنه وسله، زرګونه مرمي او خورا ډير نور نظامي توکي هم تر لاسه شوي دي».
دښمن له بیلابیلو لارو هڅه کوي چې د مجاهدینو بریاوې کمرنګه کړي او فکر کوي چې په همدې تکتیک به خپلو مورال بایللو وسله والو ته څه روحیه ورکړي، پر دې سربیره دښمن په پرله پسې ډول دا ادعاوې هم کوي چې فلان ولسوالي او سیمه یې له مجاهدینو نیولې او د مجاهدینو د تلفاتو ګډوډ ارقام خپروي.
دښمن ددې لویو دعوو سره سره له مجاهدینو یوه وړه سیمه هم نه ده نیولې، د دښمن د بریدونو او عملیاتو زیات زیان بې دفاع ولسي هیوادوالو ته رسیږي، هره ورځ دهیواد په مختلفو سیمو کې د اشغالګرو او کابل رژیم په چاپو او بمبارونو کې د یو پلان له مخې ملکي وګړي په نښه کیږي، شتمنۍ او عام المنفعه بنسټونه له منځه وړل کیږي.
د دښمن د واک ساحه ورځ تربلې لا محدودیږي، د دښمن د ځاني او مالي زیانونو ګراف لوړیږي او دښمن چې له مجاهدینو د سیمو دنیولو کومې ادعاوې کوي، واقعیتونه ددښمن دادعاوو برعکس دي.

Related posts