دسمبر 11, 2019

د افغان اولس د نجات پرښته

د افغان اولس د نجات پرښته

حبیب مجاهد

د نړۍ په لر او بر کې میشت اولسونه او پرګنې د خپلو برحاله نظامونو لخوا ساتل کیږي. کله چې کوم اولس د بهرني یرغل له تهدید سره مخامخ کیږي. فتنې او بلواګانې راپورته کیږي. طبعي آفات رامنځته کیږي او یا نورې غمیزې پيښیږي، نو هغه څوک چې د دغو آفاتو مقابلې ته وردانګي متعهد نظامونه او پوځي ځواکونه وي، چې د هیواد او اولس د زیانمنیدو، یا عامه زیر بناوو ته د زیان اوښتو مخه نیسي.

افغانستان په خپل تاریخ کې یې ډیره کمه موده سیاسي ثبات لیدلی دی، دا هیواد په خپل نږدې تاریخ کې کله هم د یوه مضبوط او مقتدر نظام یا پوځي ځواک څښتن نه دی شوی. د ثور له کودتاه وړاندې د افغانستان شاهي نظام چې د امیر عبدالرحمن میراث و او تر اتیا کاله زیاته موده ورباندې وتلې وه، دفاعي او استخباراتي توان یې دومره کمزوری و چې محدود شمیر کمونیستان وتوانیدل په ډیره سادګۍ یې را نسکور کړي. په هیواد چې د کمونیزم او شوروي یرغل آفتونه راغلل نو دلته کوم داسې حکومت نه و چې د ملت له سره دغه مصیبت دفع کړي. همدا مؤمن ملت په خپله د مقابلې میدان ته وړاندې شو او خپلو اسلامي معتقداتو او هیوادنیو ارزښتونو ته یې له کمونیستي آفت څخه نجات ورکړ.

د کمونیزم ضد جهاد له بریا وروسته په هیواد د ټوپکیزم آفت را نازل شو، خپلمنځي جنګونه، لوټماري، قومي او سمتي تعصبات او قسماقسم فسادونه پيل شول. دا وخت نه کوم مقتدر حکومت و چې ملت له دې فجائعو خلاص کړي او نه هم کوم داسې پوځي ځواک چې د اولس د دفاع په غرض باغیان وټکوي او مجرمین د خپل عمل په سزا ورسوي.

په همدې بې کسه ورځ، هغه څوک چې د مسلمان ملت هیلو ته یې ځواب ووایه او د هیواد د نجات لپاره یې قیام وکړ، د مدرسې او محراب طالب و. ځوان طالب چې له دې وړاندې د خپل کتاب په حاشیو او نکتو کې ورک و، کله یې چې ولیدل، اولس تباه کیږي، د جهاد ثمره په اوبو لاهو کیږي، هیواد تجزیه کیږي، او د افغانستان په نوم یوه ویاړلی سرزمین د مطلق سقوط له ګواښ سره مخامخ دی، نو یې خپل کتاب کت کړ او د اولس او هیواد د نجات لوی مسؤلیت ته یې اوږه ورکړه.

طالب جان د خپلې تاندې ځوانۍ په لوګی کولو او د بې دریغه ستړیو او مشقاتو په تحمل سره د اولس او هیواد د نجات مبارزه د بریا منزل ته ورسوله. هیوادوال یې د تنظیمي خونخوارانو له پنجو خلاص کړل. د یتیمانو پر سر یې د رحم لاس را تېر کړ او د مظلوم اولس ته یې د اسلامي شریعت تر زرینو وړانګو لاندې د یوه هوسا او بسیا نظام په سیوري کې د آرام ژوند تیرو فرصت مهیا کړ.

له هماغه وخت راپدېخوا چې بیا په دې هیواد او مؤمن اولس هره آفت را نازل شوی، نو زلمی طالب ورته د سپر په شان دریدلی دی. د خپل ځان په صدقه کولو یې د مؤمن اولس دفاع کړې، په هیواد راغلي توپانونه یې په لوی همت دفع کړي او د سترو زیانونو مخه یې ډب کړې ده.

کله چې په هیواد صلیبي داړه مارانو یرغل وکړ، زموږ خپلواک هیواد یې د خپلو مستعمرو په شان تر خپلو منځونو سره تقسیم کړ، ولایت په ولایت د بیلابیلو اروپایي استعمارګرو پي آر ټي ګانې او بیسونه جوړ شول. استقلال مو غصب، ملي حاکمیت سلب او سرلوړی اولس مو د ظالمانه یرغل زولنو ته ولوید. په دې امتحاني شیبو کې هم هغه زلمی چې پر خپله سینه یې بمونه وتړل او خپل تانده ځواني یې د مسلمان ملت د دفاع په لاره کې قربان کړه، همدغه طالب جان و. اتلس کاله یې له طاغوتي نړۍ سره په تش لاس جګړه وکړه. په ډول ډول تورونو تورن او قسماقسم وسلې ورباندې و آزمویل شوې. خو د حق د لارې دغه پیرو بیا هم له خپل في سبیل الله جهاد څخه ستومانه نه شو. هره قرباني یې د تاریخ د پاڼو یادګار کړه تر دې چې یو ځل بیا یې  د مسلمان اولس او شهید پال هیواد د نجات مبارزه د بریا تر منزله ورسوله.

اصلا عنوان شوې موضوع تر دې را یاده شوه چې په دې ورستیو کلونو کې زموږ په هیواد او اولس یوه بله ابتلاء هم را نازله شوه. د داعش په نوم یوه وحشي او خونخواره پدیده، هغه چې په عربي نړۍ کې یې د مرګ او قساوت بوږنوونکې صحنې نندارې وړاندې کړې. وروسته یې زموږ هیواد ته هم سرایت وکړ، په ختیځ ننګرهار او ځینو نورو ولایاتو کې یې ځالې وکړې، سپین ږیري یې په بمونو والوځول. ځوانان یې ذبح کړل، ټول اسلامي امت یې تکفیر کړ، په مذهبي ځایونو او ودونو کې ستر انفجارات وکړل او د عاموژنو بوږنوونکې حادثه یې رامنځته کړې.

د داعش د وحشتناک یرغل په وړاندې یو ځل بیا ټول د سیاسي ستیج لوبغاړي داسې خاموش و او ویرې اخیستي وو. لکه د ټوپکیزم او امریکایي یرغل په وړاندې یې چې همت بایللی و. داعش د افغانانو وینې بهولې او په وړاندې یې هیچا اقدام نه کاوه.

مګر یو ځل بیا همدغه زلمی طالب جان و، چې د ملت له ګریوانه یې د داعش د لاس غوڅولو لپاره اقدام وکړ، په زابل، فراه، غور او جوزجان کې یې وحشي داعشیان د خپل عمل په سزا ورسول، د مظلوم ملت زړونه یې ورباندې ټکور کړل. او د هیواد په ختیځ کې یې هم په دغې فتنې پسې جارو را اخیستی او هره ورځ ترې کلي او سیمې او تصفیه کوي.

لوړ حقائق ثابتوي چې د دې ملت د دفاع مسؤل او د نجات پرښته طالب جان دی چې په هره سخته ورځ د اولس او هیواد د دفاع سنګر ته دانګلي، اولس ته یې د الله تعالی په نصرت له قسماقسم فتنو نجات ورکړی او همیشه یې خپل دغه مسؤلیت په پوره فداکارۍ او اخلاص ترسره کړی دی.

Related posts