دسمبر 12, 2019

د شهيد شريف الله بشير ژوندليك

د شهيد شريف الله بشير ژوندليك

رضوان الله:
زوكړه او زدكړې: شهيد شريف الله بشير تقبله الله د معلم صاحب زوی په قوم سرواڼخېل په۱۴۱۸سپوږميز كال چې له۱۹۹۷زېږديز سره برابر دی د پكتيكا ولايت وازېخوا ولسوالۍ په بره خان كلي كې دې نړۍ ته سترگي پرانېستې، سيپاره او قرآنكريم يې له ملا امام څخه د خپل كلي په مسجد كې و ويل، خو زموږ د وروسته پاتي او بيا اشغال شوي هېواد په يوه ليري پرته سېمه كې د تنكيو اولادونو تر دې زياته ښوونه او روزنه شونې نه وه.
د پېنځه كلنۍ دوران يې د صليبي اشغال پيل و چې مدرسې ورسره ټولي بندي شوې، هرڅوك د ځان غم اخيستي او د ژوند ناخوالو او كړاونو په مخه كړي و، د اشغال تاو او تاوان هر واړه او زاړه ته رسيده، له دې ور هاخوا مور او پلار ته پر چوپړ وهلو كورنيو چارو له شهيد بشير تقبله الله څخه د ماشومتوب خوښۍ هم واخېستې او كابو د ځوانۍ تر درشله يې ورته پرې نه ښود، نو ځكه يې زدكړي ونكړای شوې او و له ستونزو، ستړو او ستومانيو سره په مقابله کې د ځلمي توب دورې او د جهاد مرحلې ته ورسېد.
د جهاد پيل يې: شهيد بشير تقبله الله خپلي جهادي ولولې پر۱۴۳۶سپوږميز كال د شهيد ملا عبدالباسط (اغاصاحب) تقبله الله ترمشرۍ لاندې د جهادي يون ملگری كړ او تر شهادته د هغه او ورپسې يې د زوی (خبيب اغا) په ملگرتيا كې پاتي شو، نوموړي په پيل كې د شخېلو كلي او عاشق بند ترمنځ د ارتباطي دنده پرمخ وړله او د يادي ساحې ترصد يې كاوه، موده وروسته ورته د ځيني كورنيو او سيمه اېزو ستونزو راولاړېدو له امله د دوو مياشتو په مخه د ملا عبدالله نصرت په مشرۍ د خوشامند ولسوالۍ ته لاړ او وسلوال جهادي فعاليت يې پيل كړ.
له خوشامند څخه له راتلو سره سم په سيمه کې د وسلوالو فعاليتونو برخوال او په گڼ شمېر لويو او وړو برېدونو كې يې گډون وكړ، په دې وروستيو كې يې د تېر كال روژې پر۲۴مه د مرجاني پوستې په فتحه كې كليدي او مهم رول درلود چې له ټولو ملگرو وړاندې د يو بل تن په ملتيا په داسي حال كې چې ملگرو د پوستې دفتحې باور نه درلود او نږدې نشو ورتللای پوستې ته يې ځان ورساوه او له هغې يې پر ملگرو غږ كړل.
دغه راز د ذوالقعدې پر۲۶مه د سرواندې سيمي په ستره فتحه او د لوی اختر مياشتي پر۴مه د خوشامند پر ولسوالۍ تعرضي بريد كې يې گډون درلود او ځيني نورو گورېلا او چريك بريدونو كې يې هم بارز نقش درلودلی، وروستی ځل د ۱۴۴۰ سپوږميز كال ذوالحجې پر۲۵مه د مولوي عبدالواسع خبيب په مشرۍ ننگرهار ولايت ته لاړ، نږدې يوه مياشت د داعشيانو پر وړاندې د جگړې په لومړۍ كرښه كې پاتي او بيا د څه ناروغۍ له امله بېرته سيمي ته را ستون شو.
شخصيت يې: شهيد بشير تقبله الله كه څه هم علمي او اوږده جهادي مخېنه يې نه لرله، خو يو د ډېر پوخ عزم، متين هوډ او لوړ جهادي فكر څښتن و، هغه يو زړور، له همت، مېړاني او اخلاص څخه سرشاره شخص و، جگړه اېزه ځانگړې روزنه يې نه لرله خو بياهم د دودېزو وسلو لكه كلاشېنكوف، پېكا، نارنجك او…پوخ مسلكي او د خدای وركړې پوځي ځېركتيا پر مټ يو شهكار مجاهد و، نوموړی د هرڅومره ستونزو پروړاندې بشپړ فعال او نورمال اوسېده.
د هغه په اړه د اشنا په نوم يو ملگری وايي ننگرهار کې مازدېگر مهال د داعش په وړاندې خط کې پر موږ اته تنو ناڅاپه داعشيانو برېد وكړ، پاتي اوه تنه غلي شول يواځي شهيد بشير ورته پاتي شو او د پېكا پر مټ يې نېم ساعت مقاومت وروسته داعشيان پر شا وځغلول، دغه راز يو ملگری وايي شهيد بشير تقبله الله د مرجاني پوستې د فتحي لومړی تن و چې ځان يې پوستې ته ورساوه او ملگرو ته يې د فتحې ډاډ وركړ.
مولوي فتح الله صېب د شهيد اغاصاحب تقبله الله پر حواله وايي په پسرلي كې بشير ويل موترسائكل را واخله، ورته مي کړل اوس يې لگښت نه لرو راتلونكی كال به يې در واخلم، بشير راغبرگه كړه چې راتلونكی كال گوره څنگه شي، تېر كال مې هم ډېرو ځايونو ته ځان ور كړ چې كه شهيد شم خو د الله ج پرېكړه نه وه شوې، دې خبري اغاصاحب ډېر په تعجب كې اچولی و.
د روان كال صفرالمظفر پر۱۶مه د پټ مالومات پر اساس د عاشق بند سره د مزدور دښمن عسكرو په اړه خبر وركړل شوی و ترڅو مجاهدين پرې عمليات ترسره كړي، د كره درك لپاره په سيمه كې يواځي شهيد بشير تقبله الله و، نو سهار لمرڅرك مخابره كې پرې غږ وشو چې د عسكرو مالومات وكړي، شهيد بشير تقبله الله له ځنډ پرته روان شو او د عاشق كلي په نږدې يو كېلومترۍ كې په داسي حال كې چې پر موتر سائكل سپور و د اوبو پر يو حوض او ورسره ونو كې يې پر عسكرو نظر شو چې كمين يې وهلی.
شهيد بشير تقبله الله ترې ورڅېرمه جنوب لور غونډۍ ته موترسائكل را تاو كړ، د غونډۍ لاندې له موترسائكل ښكته او تقريباً۲۰متره ترې هغې ته پورته شو ترڅو له هغه ځايه پرې د بريد تابيا ونيسي او مجاهدېنو ته خبر ور کړي، خو د غونډۍ له پاسه د كمين دفاعي عسكرو پرې د تسليمۍ غږ وكړ، بشير هم غږ د وسلې پر دوه ضربې ورځواب كړ، بزدله عسكرو پروت وكړ او بشير ترې پر موترسائكل را روان شو، پر همدې حال د حوض او غونډۍ دواړه لوريو عسكرو پرې د پېكا ناتاره ډزي وكړې چې بشير پر مټ، ورانه، خېټه او پوښتو شديد ځخمي شو، موترسائكل يې هم پر دواړو ټائرو ولگېد، خو ځان يې پرې عاشق كلي ته ورساوه، له هغه ځايه د غزني ناوې ولسوالۍ اړوند يو كلينيك ته يوړل شو او لومړنۍ درملنه يې ترسره شوه.
شهادت يې: ملگری يې معاذ وايي شهيد بشير تقبله الله مو له ناوې د تداوي لپاره بل ځای ته نقل كاوه د سره ځنگل سيمه كې يې تكليف زيات شو، معاذ وايي هغه غږ نه كاوه خو ما ورته د درد ستنه ولگوله، ليږ وروسته هغه شهادتين او كليمه ويل، له مايي بښنه غوښته او ويل يې ياسين شريف راباندې و وايه، وروسته بيا يوڅه ارام و، زما زړه ته نه لوېده چې رښتيايې هم حالت د اندېښنې وړ دی، خو پرلاره د طالب هوټل سيمي ته نږدې د روان ۱۴۴۱سپوږميز كال صفرالمظفر پر۱۷ مه د شفې پر۱۰بجې په شا وخوا۲۳کلنۍ کې د شهادت لوړ مقام ته ورسېد. انالله وانا اليه راجعون.
کرامت يې: معاذ وايي سره ځنگل سيمه كې شهيد بشير تقبله الله شهادتين ويل او ورسره يې ماته ويل يو ډېر زيات ښائسته څوك خبري راسره كوي او خاندي ته يې غږ نه اورې؟ ما ورته ويل نه يې اورم څوك دی؟ وايي نه يې پېژنم، ورسره سم يې و ويل غسل به خامخا راكوئ زه غسل نه لرم، او بيا وروسته ارام و، معاذ دغه راز وايي له شهادت وروسته مو د شهيد اغاصاحب كور ته راوړ، ترسر مو پرده ور لاندې كوله شهيد بشير تقبله الله د يو ستړي لاروي غوندې د (وَیْ) غږ وكړ، د اغاصاحب زوی مولوي فتح الله صېب هم واورېد او موږ دواړه ورته زيات په تعجب كې شوو، همدارنگ خاورو ته د سپارلو پر مهال يې هم خلكو ترې عجيب څه ليدلي، تقبله الله.

Related posts