دسمبر 11, 2019

د افغانستان معاصر جهاد د شریعت له نظره/۳۶ مه برخه

د افغانستان معاصر جهاد د شریعت له نظره/۳۶ مه برخه

لیکنه : مفتي عبد الله رشاد افغاني:

په تعزیر ورکولو کې امام هم د قانون مکلف دی

د هر جرم لپاره چونکه په شریعت کې حدّ مقرر نه دی، نو ځکه د هغو جرایمو سزا چې حد ورته مقرر نه وي؛ شریعت د امام او حاکم پر صوابدید باندي پرې ایښې.

خو په دې هکله حاکم او قاضي هم مطلقه آزادي نلري، بلکي حاکم او یا د هغه نائب به کوښښ کوي، چې د مجرم او د هغه له جرم سره مناسبه کومه سزا ورته ورکړي، ولي چې د تعزیر مطلب د مجرم زجر کول او د هغه اصلاح ده، نو دومره سزا به ورکوي، په څومره سره چې د تعزیر هدف تر لاسه کیږي.

علامه ابن عابدین رحمه الله تعالی په منحة الخالق کې (5/ 45) کې وايې: {حاصل القول بالتفويض إلى رأي الإمام أن ينظر إلى الجناية وإلى حال الجاني}.

یعني: حاکم به د جنایت کیفیت ته هم ګوري، او د مجرم د حال به هم خیال ساتي.

د فقهي په کتابو کې د تعزیر د نوعیت په اړه تفصیلي بحث شتون لري، په فتح القدير: (5/ 345) کې داسي راغلي: د تعزیر مطلب زجر ورکول دي، او په زجر کې د خلکو حالات مختلف دي، د ځینو لپاره یوازي پر هغه باندي یو ناره کول کافي وي، او ځیني نور بیا، یوې لغتي ته اړتیا لري، او څوک بیا په وهلو او یا بندي کولو سره لاري ته راځي.

نو ځکه علماء وايې، چې حاکم او قاضي به په دې اړه ښه فکر او غور کوي، چې د چا لپاره کومه سزا مناسبه ده، که داسي ونکړي، نو د فساد دروازه به خلاصه شي، هر قاضي او حاکم به د شریعت تر عنوان لاندي خپل مزاج پر خلکو چلوي، چې په دې سره به د اصلاح پر ځای بالعکس فساد ته لاره خلاصه شي.

حاکم به کوښښ کوي، چې د تعزیر د هدف په تر لاسه کولو کې پوره اهتمام وکړي، یعني د مجرم او د ټولني د اصلاح خیال به ساتي.

علامه قلموني رحمه الله تعالى په الوحي المحمدي (ص: 207) کې په ډیر صراحت سره لیکي:

{ وهو مفوض إلى اجتهاد الحكام مع وجوب العدل وحفظ المصالح العامة والخاصة وهو الأعم الأشمل.}

یعني: تعزیر د حاکم تر رايې اړه لري، خو پر حاکم باندي انصاف کول او د عامو او خاصو مصالحو خیال ساتل واجب دي.

په تعزیر کې پر حاکم باندي عدل او انصاف واجب دی

حاکم او قاضي به د تعزیر په اندازه کې له انصاف څخه کار اخلي، حاکم به کوښښ کوي، چې مجرم ته د هغه له حال او د جرم له کیفیت سره مناسبه سزا ورکړي، خو که د قاضي خیال دا وي، چې مجرم په کمه سزا لاري ته نه راځي، نو دومره سزا به ورکوي، چې د حد ودرجې ته ونه رسيږي، ولي چې په سنن بيهقي (17/ 518) کې له ضحاك نه روایت دی، چې وایې: نبي صلى الله عليه وسلم وفرمایل:  “من بلغ حدا في غير حد فهو من المعتدين”.

یعني، چا چې له حدودو څخه ماسوا بله سزا د حدّ اندازې ته ورسوله، نو هغه تادا وکړله.

د تعزیر د نوع په تعَیُن کې که څه هم د قاضي رايې معتبره ده، خو پر قاضي باندي عدل او انصاف کول هم واجب دي، علامه ابن عابدین رحمه الله تعالی فرمايې:

{لو رأى القاضي تعزيره بالضرب فليس له الزيادة على الأكثر. الدر المختار وحاشية ابن عابدين} (رد المحتار) (4/ 60)

یعني: مجرم که په وهلو ټکولو سره لاري ته راځي، نو بیا به قاضي په هغه کې زیاتی نه کوي.

د تعزیر اهداف او مقاصد

په دې هکله علامه طونجای باش اوغلي په معاییر التعزیر: ص_21 کې مناسب بحث کړی، چې د لوستونکو د لا زیاتي فايدې لپاره یې کټ مټ رانقلوم،

هغه وايې: د تعزیر نوعیت د حاکم تر اجتهاده پوري اړه لري، د دې مطلب دا نه دی، چې د تعزیر په باب کې حاکم مطلق العنان دی، بلکي پر حاکم باندي لازمه ده، چې د شرعي مصالحو خیال و ساتي، نه د خپلو نفسي خواهشاتو او یا شخصي قومي او ژبني اغراضو.

په نورو زواجرو کې چې کوم شرعي اصول دي؛ هغه په تعزیر کې هم معتبر دي، لکه: د عدل رعایت کول، پر عامّو خلکو باندي د تطبیق مساوات، او له مُثلې ډډه کول.

داسي به نه کوي، چې مثلا یو مجرم ته د قتل سزا مناسبه وبولي، له وژلو وروسته هغه مُثله کړي او یا يې وسوځوي.

په تعزیر کې به د اصلاح او سزا دواړو خیال ساتي، یعني: داسي سزا به مقرره وي، چې په نتیجه کې فساد ختم، مجرم ته له زجره سره سره پر چا چې یې ظلم کړی وي؛ د هغه زړه هم ورباندي یخ شي، خو داسي سزا به مقرره وي، چې د اتلاف، اسراف او انتقام سبب نه شي، ولي چې په تعزیر کې هدف یوازي سزا او د فساد له منځه وړل نه، بلکي اصلاح او تادیب هم د تعزیر له اهدافو څخه دي.

که تاریخي وقائعو ته وګورو ډیر ځله حکامو د تعزیر په باب کې د شرعي اصولو څخه تجاوز کړی وي، په سزا کې یې تشدید کړی وي، چې دا د شریعت خلاف عمل دی.

حاکم به تر ډیره حدّه کوښښ کوي، چې د جرم سره مناسبه سزا مقرره کړي، ولي چې الله رب العزت فرمايې:

{وَجَزَاءُ سَيِّئَةٍ سَيِّئَةٌ مِثْلُهَا فَمَنْ عَفَا وَأَصْلَحَ فَأَجْرُهُ عَلَى اللَّهِ} [الشورى: 40]، {وَإِنْ عَاقَبْتُمْ فَعَاقِبُوا بِمِثْلِ مَا عُوقِبْتُمْ بِهِ} [النحل: 126]

حاکم به کوښښ کوي، چې د جرم د غټوالي، ضرر، صلاح او فساد خیال وساتي، د دې به خیال ساتي، چې مجرم خو به د دې جرم عادي نه وي، چې په تعزیر کې تشدید ورسره وکړي.

قاضي باندي لازم دي، چې که مجرم په کمه سزا سره لاري ته راځي نو قاضي به تر هغه سخته سزا نه ورکوي.

خلاصه:

– تعزیر د هغو جرمو په مقابل کې تر سره کیږي، د کومو لپاره چې حدّ نه وي مقرر.

– تعزیر هغه مجرم ته ورکول کیږی، چې د جرم سزا یې په شریعت کې وي، خو معینه نه وي.

– د تعزیر او نهي عن المنکر ترمنځ منځ توپیر موجود دی.

– تعزیر یوازي د حاکم او قاضي کار دی، او له منکر څخه منع کول، د هر مسلمان کار دی،

بل دا چي تعزیر له جرمه وروسته وي، او نهي عن المنکر د جرم په حالت کې تر سره کیږي.

 

– له حاکم او قاضي پرته، بل څوک مجرم ته د تعزیر په نیت سزا نشي ورکولای.

 

– مجرم او جرم ته په کتلو سره په تعزیر کې هم بدلون راځي، له جرم او مجرم سره مناسب تعزیر به ورکول کیږي.

 

– د تعزیر هدف یوازي سزا ورکول نه دی، بلکي له سزا سره به د اصلاح خیال هم ساتل کیږي.

 

– قاضي او حاکم هم په تعزیر ورکولو کې مطلقه ازادي نلري، بلکي د شرعي اصولو په چوکاټ کې سزا ورکولای شي.

 

پای…

نور بیا…..

2019-11-14

Related posts