دسمبر 11, 2019

پروان: شینوارو کې ۴ عسکر له مجاهدینو سره یو ځای شول

پروان: شینوارو کې ۴ عسکر له مجاهدینو سره یو ځای شول

تېره ورځ د پروان ولایت، شینوارو ولسوالۍ اړوند نمک اب دره کې ۴ عسکر له مجاهدینو سره یو ځای شول. دوی د دعوت او ارشاد کمیسیون په هلو ځلو او د سیمې د مجاهدینو په همکارۍ له مزدوري ادارې را جلا شوي، چې نومونه یې په لاندې ډول دي:

۱ـ یار محمد ولد عبدالحمید د سیخارک کلي اوسیدونکی

۲ـ علي محمد ولد شیرین ګل د چلما کلي اوسیدونکی

۳ـ داد محمد ولد الله محمد د قمچاق درې اوسیدونکی

۴ـ نجم الدین ولد عبدالسلام د سیدخیلو ولسوالۍ ناصر خیلو کلي اوسیدونکی

دوی ژمنه کړې چې تر دې وروسته به د مزدور رژیم لپاره هیڅ ډول فعالیت نه کوي.

مجاهدینو هم د دوی د راتلو هرکلی کړی، دوی ته یې پوره ډاډ ورکړی او ازاد ژوند ته یې سوق کړي دي.

2019/11/14

Related posts