دسمبر 11, 2019

پروان: سیاه ګرد کې د نبوي سیرت سیالیو په مناسبت غونډه وشوه

پروان: سیاه ګرد کې د نبوي سیرت سیالیو په مناسبت غونډه وشوه

نن د پروان په سیاه ګرد ولسوالۍ کې د دعوت او ارشاد کمیسیون په نوښت د سیرت سیالیو په مناسبت غونډه جوړه شوه، د سردرې سیمه کې ترسره شوې دغه غونډه کې په علماؤ، مجاهدینو او سیمه ایزو مسؤلینو برسېره د سیمې مخورو او ځوانانو هم ګډون کړی و، یادې غونډې ته د دعوت او ارشاد ولایتي مسؤل ترڅنګ ګڼو علماؤکرامو د فکري روزني، دعوت او تبلیغ، نبوي سیرت، د خپل منځې مینې او همدردۍ او ګڼو نورو موضوعاتو باندې مفصلي او ګټوري ویناګانې وکړې.

همداراز د نبوي سیرت د سیالۍ ګټونکو ته ډالۍ هم ورکړل شوې او د قران کریم په ایتونو پیل شوې دغه غونډه د سیمې د یو تن عالم لخوا په اجتماعي دوعا سره پای ته ورسېده.

2019/11/14

Related posts