اکتوبر 22, 2019

دیرغلګرو ځواکونو تر وتلو وروسته جهادي فعالیتونه باید څه ډول تنظیم شي؟

دیرغلګرو ځواکونو تر وتلو وروسته جهادي فعالیتونه باید څه ډول تنظیم شي؟

شاهد(غزنیوال)

اوس چې مو د لوي الله جل جلاله په نصرت او د خپل مقدس ۱۳ کلن جهاد د سرښندنو په برکت   له ویاړلي هیواد څخه د خارجي یرغلګرو د پرشاتګ لړۍ پیل او د هیواد ډیری سیمې د هغوي له ملوث شتون څخه تصفیه شوې مجاهدین باید د هیواد د تصفیه شویو سیمو د امنیت د تأمین او په هغو کې د خپل توان په کچه د اداري ارګانونو او تشکیلاتو فعالولو لپاره او همداراز د تخلیه شویو سیمو د بیارغولو لپاره کار وکړي؛ ځکه د هیواد اوسنی وضعیت له هغه سره ډیر توپیر لري کوم چې د اشغالګرو ځواکونو د موجودیت پرمهال وه.

له همدې امله اړینه ده   چې مجاهدین خپل راتلونکي پروګرامونه د ورځنیو شرائطو او د ټولنې د غوښتنو مطابق عیار کړي . په جهادي فعالیتونو کې دغه بدلون او تغیر له دې امله ضروري دی تر څو ولس و پوهیږي چې مجاهدین یواځې د جګړې اتلان نه، بلکې د سولې او ثبات په مهال د امنیت ټینګولو او په مختلفو برخوکې د بیارغولو وړتیا هم لري.

مجاهدین باید په خپلو راتلونکو پراګرامونو کې لاندې ابتکارات په پام کې ولري :

په تخلیه شویو سیمو کې باید مجاهدین د جهادي فعالیتونو ترڅنګ   د ټولنیزو فعالیتونو او بیارغونې پروګرامونو ته ډیره توجه وکړي تر څو ولس پر دې وپوهیږي چې د بهرنیانو تر وتلو وروسته مو هیواد نور د جګړې پر ځای په تدریجي توګه د امنیت او بیارغونې پرلوري روان دی. مجاهدین باید نور د دغه ډول ابتکاري فعالیتونو په پرمخ بیولو کې سیمه ییز مخور ، علماء او قومي مشران سهیم او ډیر مسؤلیتونه د هغوی پرغاړه ور واچوي.

ځکه د اشغال د وخت   بیړني پوځي وضعیت اوس بلکل تغیر کړی ، د خارجي ځواکونو لخوا د مقاومت د جهادي او اداري چارواکو د بندیانولو ، بمبارولو او له منځه وړلو خطر کم شوی ، نوباید د هرې سیمې په اداره او کنټرول کې د هغې سیمې محلي مشران برخه واخلي او هغه مشکلات چې د امنیت د ګډوډولو باعث ګرځي د همدي منطقوي مشرانو د نفوذ او قومي وجاهت په وسیله له منځه یوړل شي.

د بیلګې په ډول د اربکیو ستونزه چې د خارجي ځواکونو یوه تر ټولو خطر ناکه توطیه او د هغوی پاتې شونې ده په هیڅ صورت د هغې حل له پوځي لارې ممکن نه دی ، باید د ا خطرناکه دسیسه او مشکل د سیمه ییزو مشرانو او د هغوي د قومي تړونونو په وسیله حل کړای شي.

که اوس هم مجاهدین غواړي اربکیان د تیر په څیرله پوځي لاري نابود کړي دا په حقیقت کې د هغوی ستره اشتباه او په لوی لاس د دښمن د تخریبي پلان کامیابول دي.

همدا راز له اربکیانو پرته چې اوس د امریکایانو په لمسون د مرګ ټیمونه او یا نورې غیر مسؤلې وسله والې ډلې راپورته کیږي ، باید مجاهدین دغه ټول خارجي دسائس د یوه منظم پلان له مخې د سیمه ییزو منورینو ، علماوو او د سیمو د کلیوالي تړونونو په وسیله شنډ او نابود کړي، نه دا چې له هغوي سره پوځي برخورد وکړي او له دې لارې د کورنۍ جګړې سلسله پیل شي او پراخه شي.

په هغو سیموکې چې د هلمند ، فراه په څیر پراخې دښتې لري او مجاهدینو به هغه دښتې د خارجي یرغلګرو د ګرځیدو راګرځیدو په خاطر ماین کاري کړې وي نور باید په دغه ډول سیموکې د ماین کاري تکتیک ته تغیر ورکړل شي ؛ ځکه داخلي ګوډاګيان نه دومره وسائل او نه هم دومره توان لري چې د بهرنیو یرغلګرو په څیر په همدغو پراخو دښتوکې روز مره تګ راتګ وکړي .

همداراز مخکې چې به په هرولایت کې د خارجي ځواکونو د پوځي نقلیه وسائطو او د هغوي د پلي ځواکونو د عبور او مرور امکانات زیات وه نو مجاهدینو به د هغوي د ښکار کولو په غرض د لویو لارو او سرکونو په غاړو د نقلیه وسائطو ضد ماینونه خښول ، اوس چې خارجي ځواکونه هیڅ شتون نه لري نو باید حتی الامکان په لویو لارو کې د ماینونو خښول بند کړل شي ؛ ځکه د داخلي ګوډاګیانو پوځي ځواک په هماغه اندازه نه دی چې مجاهدین يي د چریکې بریدونو په وسیله مقابله ونکړای شي.

که له همدغو ځواکونو سره د مقابلې او یا پرهغوی د برید کولو ضرورت پیدا کیږي نو هغه د سپکو وسلو په زریعه هم کیدلای شي پرته له دې چې د هغوي د له منځه وړلو لپاره اوس هم له ماینونو کار واخیستل شي.

همدا راز مجاهدین باید داستشهادي عملیاتو په تکتیک کې ژور بدلون راولي او هغه په دې توګه چې دغه ډول عملیات یواځې په هغو پوځي مراکزو متمرکز کړي چیرته چې بهرني اشغالګر د پوځي مشاورینو او پوځي روزونکو په نوم شتون ولري .

د دې تاکتیک غوره کول به دا ګټه وکړي چې له یوې خوابه خارجي اشغالګر دا حس کړي چې دوی په همدغو خوندي مراکزو کې هم خوندي نه دي او له بلې خوا به د دغو عملیاتو په تر سره کیدو کې د احتمالي ولسي وګړو د تلفاتو مخنیوی وشي . داخلي ګوډاګیان که هرڅومره مهم او ډیر وي د دې ارزښت نه لري چې د استشهادي اتلانو د سر په قیمت له منځه ولاړشي .

همدا راز باید مجاهدین په مجموع کې د ګوډاګۍ ادارې له ځواکونوسره د پوځي فعالیتونو په کیفیت کې مثبت بدلون راولي ، حتی الامکان باید کوښښ وشي چې د هغوی د وژلو پرځای د هغوی د تسلیمولو او پخلا کولو کوښښ وشي .

له افغانستان څخه د شوري ځواکونو د وتلو پرمهال هغوی ویل چې مونږ ترشا داسې ځواک پری ایښی چې تر څوکلونو پوري به له افغانانو سره جنګیږي ، دروسانو دغه ځواک د هغوي پرسونل ضد ماینونه ول چې د افغانستان په مسکوني او زراعتي ساحوکې یې خښ کړي ول .

اوس چې امریکایان او نور یرغلګر له افغانستانه پرشاکیږي هغوی هم د شوریانو په څیر همداسې ماینونه تر شاپري ایښي چې تر ډیرو به افغاني ساحه ورباندې نا ارامه وي ، دغه امریکايي ماینونه اربکیان ، او داخلي ځواکونه دي چې د امریکایانو په نیابت به د هغوي د اهدافو لپاره په افغانستان کې جنګیږي .

دا د امریکایانو او ټولو خارجیانو هغه خطر ناکه پروژه ده چې غواړي د خپلو ۴۰۰۰ وژل شویو عسکرو دوژل کیدو غچ د همدې پروژې په وسیله له افغانانو واخلي .

د امریکایانو د دغې فتنه ګرې پروژي ناکامي او شنډول یواځې دلته د جګړې په سقوط کې ممکن دی او جګړه په داسې ډول ختمیږي چې مجاهدین د خپلو جهادي فعالیتونو په ترڅ کې د بیا رغونې ، تعلیم اوتربیې   او ولس ته په ادري فعالیتونو کې مشارکت او مساهمت ورکړي.

د تخلیه شویو مناطقو د ادارې لپاره باید د خپلو امکاناتو مطابق منظم اداري ، عمراني تعلیمي او تربیتي پروګرامونه پیل او د دولتي قواوو او اربکیانو د له منځه وړلو پرځای د هغوي د تسلیمي او قانع کولو هڅه وشي.

د تیرو تجربو او تاریخي واقعیتونو له مخې افغانان د خارجي اشغال په وړاندې د فوق العاده حساسیت په لرلوسره له خارجي یرغلګروسره د مقابلې او مبارزې ښه روحیه لري ، خو کله چې خارجي اشغال له منځه ځي او د توپک خوله يي د خپل افغان په لوري را اوړي بیا یې هماغه د هیواد د دفاع مقدسه جګړه د داخلي جګړې رنګ خپلوي او ټول هغه افتخارت او ویاړونه چې له اشغالګروسره یې د جهاد پرمهال ترلاسه کړې وي په همدې داخلې جګړې کې بیرته له لاسه ورکوي ، چې د شوري ځواکونو تر وتلو په افغانستان کې د تنظمي جګړو ناخوالې د دغه حقیقت ژوندۍ بیلګې دي.

Related posts