اګست 25, 2019

اردوغان، ترکیه به په سوریه کي دکردي حکومت جوړولو ته هیڅکله اجازه ورنه کړي

اردوغان، ترکیه به په سوریه کي دکردي حکومت جوړولو ته هیڅکله اجازه ورنه کړي

دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، چي ترکیه به دسوريې په شمال کي دکردي حکومت جوړولو ته هیڅکله اجازه ورنه کړي.

 ښاغلي اردوغان په استنبول کي دترکیې دسرې میاشتي له لوري  دروژه ماتي په جوړ شوي پروګرام کي وویل، چي په هر قیمت که وي، ترکیه به په خپل جنوبی ګاونډ کي دکردي حکومت جوړولو ته اجازه ورنه کړي.

نوموړي وویل، چي ددې لپاره به خپل کوښښ روان وساتي.

اردوغان وویل، چي هغه هیوادونه چي په سیمه کي له تروريستي ډلو سره مرستي کوي موږ ته معلوم دي.

رجب طیب اردوغان په کردانو تور ولګاوو، چي هغوی په هغو سیمو کي چي دوی نیولي جمعیتي ترکیب ته تغیر ورکوي، نوموړي په دغو سیمو کي دعربو او ترکیانو موجودیت ته اشاره وکړه.

داسي ویل کیږي، چي دسوريې په شمال کي دکردستان کارګر ګوند او نوري کردۍ ډلي دغرب په ملاتړ کوښښ کوي، ترڅو خپلواک هیواد جوړ کړي.

ترکي ورځپاڼو ليکلي، چي ترکیې ۱۲ زره پوځ دتیارسۍ په حالت کي درولی، ترڅو داړتیا په وخت کي دترکیې دساتني لپاره سوريې ته ننوځي.

ښاغلي اردوغان په خپلو خبرو کي وویل، دا هرڅه چي اوس په عراق او سوریه کي روان دي دا په سیمه کي دنوي سايکس پيکو نظام دپلي کولو هڅي دي.

نوموړي هغه تورونه رد کړل، چي ګوندي ترکیه له ځینو تروريستي ډلو سره همکاري کوي، نوموړي وویل، چي دا په ترکيې او دترکیې په خلکو پسې ستره افتراء ده.

دسوريې دناورین په اړه اردوغان وویل، چي دسوريې دناورین ټول بار دترکیې او سوريې په اوږو ور اچول بې انصافي ده، نوموړي زیاته کړه، چي باید په عراق اوسوریه کي غیرانساني کړني ژر تر ژره بندي شي.

احمدظريف

Related posts