اګست 22, 2019

هرات، ترافیکي پېښه کي پولیسو او زندانیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

هرات، ترافیکي پېښه کي پولیسو او زندانیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

دهرات ولایت په پښتون پل سیمه کي دزندانیانو دلیږد پوځي موټر چپه شوی، چي په ترڅ کي يې یو پولیس او دوه زندانیان وژل شوي او ۵ پولیس او ۶ زندانیان ټپیان شوي دي.

راپورونه وايي، چي دغه زندانیان له فراه ولایت څخه دهرات ولایت ته ليږدول کيدل، چي  نن غرمه مهال يې موټردپښتون پل په سیمه کي له کړنګ څخه دونو منځ ته لويدلی دی.

دهرات دروغتون ډاکټرانو ویلي، چي دوی ته له پيښي ددوو زندانیانو او یوه پولیس جسدونه ور وړل شوي دي.

دهرات دروغتون ویاند محمدرفیق شيرزي ویلي، چي په پېښه کي ۶زندانیان او ۵ پولیس هم ټپیان شوي دي.

ویل شوي، چي دځینو زندانیانو روغتیايي وضعیت نازک دی، چي اوس مهال تر درملني لاندي دي.

احمدظريف

Related posts