دسمبر 11, 2019

نفوذي بريدونه د اسلام له نظره (پنځمه برخه)

نفوذي بريدونه د اسلام له نظره (پنځمه برخه)

فاتح افغان: 

نفوذي بريدونه د تيرو جرايمو کفاره

د صليبي اشغال په ليکو کې ولاړ افغان عسکرو، تاسې د صليبي حاقدانو تر بيرغ لاندې خپل مظلوم ولس ډير ځورولی دی، د پرديو د خوشالي لپاره مو د هغوی په حق کې ستر جرايم ترسره کړي دي، د مظلومانو آهونه، د يتيمانو سلګۍ، د کونډو ساندې او د بورو ښيراوې ستاسې تعاقب کوي او يو وخت به د منتقم رب په درګاه کې د قبوليت خلعت ترلاسه کوي ځکه په استجابت کې يې ذره شک نشته، نو د مهلت موده د ځان لپاره غنیمت وګڼئ، د خپلو تيرو جرايمو د جبيره کولو لپاره لاس په کار شئ، په دې برخه کې تاسې له نفوذي عملياتو څخه بل غوره عمل نشئ موندلئ، نو راځئ په سترو اتلوليو باندې خپل جرايم او وحشتونه پټ کړئ د الله جل جلاله له فضل څخه اميد دی چې نفوذي بريدونه ستاسې د تيرو جرائمو او ګناهونو جبيره او کفاره وګرځوي.

د حضرت وحشي رضي الله عنه کيسه

حضرت وحشي رضي الله عنه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم تره سيد الشهداء حضرت حمزه رضي الله عنه يې په شهادت رسولی و، د رسول الله صلی الله عليه وسلم زړه يې دومره دردولی و چې حتا هغه صلی الله عليه وسلم ورته ويلي و چې که کولی شې مخ دې مه راوينه، هغه وايې زه به له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه په څنګ ګرځيدلم، تردې چې کله رسول الله صلی الله علیه وسلم رحلت وکړ او مسيلمه کذاب د نبوت دعوه وکړه، ما له ځان سره عهد وکړ چې زه به خامخا دده خلاف غزا ته وځم کيدای شي په وژلو يې وتوانيږم ترڅو د حضرت حمزه رضي الله عنه د وژلو د جرم کفاره جوړه شي.

 وحشي رضی الله عنه وايې چې زه له خلکو سره ووتلم، جنګ شروع و د جنګ په دوران کې يو ببر سری سړی د ديوال چولې ته ولاړ و، تا به ويل چې خړ اوښ دی، وحشي رضي الله عنه فرمايې: چې ما په خپله نيزه وويشت چې په سينه يې ولګيده او پورې د اوګو مينځ کې ترې ووتله، د انصارو يو تن له پاسه پرې ورټوپ کړ او په ککره يې په توره وواهه، عبد الله بن عمر رضي الله عنه فرمايې چې ما ږغ واوريد چې د مسيلمه په اړه يې ويل: چې تور غلام وواژه.

 تاسې وګورئ وحشي څومره ستر جرم ترسره کړی و د رسول الله صلی الله عليه وسلم تره يې په ډير قساوت سره په شهادت رسولی و، خو د دغه جرم سزا يې آخرت ته پرېنښوده بلکه په دنيا کې يې د دې ستر جرم د محوه کولو هڅه وکړه او داسې ستره اتلولي يې ترسره کړه د اسلام سرسخت دښمن، د نبوت درواغجن مدعي مسيلمه کذاب يې مردار او د يوې سترې فتنې مخه يې ډب کړه.

Related posts