اګست 22, 2019

تونس دسوسه ښار دبریدپه غبرګون کي ۸۰ جوماتونه تړي

تونس دسوسه ښار دبریدپه غبرګون کي ۸۰ جوماتونه تړي

دتونس حکومت ددغه هیواد په تفريحي ښارسوسه کي دپروني برید په غبرګون کي ۸۰ جوماتونه تړي.

دتونس لومړي وزیر الحبیب الصید تیره ورځ دتونس په پلازمینه کي هغه پرېکړي اعلان کړې، چي دتونس حکومت دسوسه ښار تر برید وروسته کړي دي.

الصید وویل، چي دوی پرېکړه کړې، چي هغه ۸۰ جوماتونه چي ددولت له قانون څخه بهر دي  دیوې اونۍ په موده کي وتړي.

نوموړي وویل، چي په ښارونو او مهمو سیمو کي به امنیتي ځواکونه ډیر کړي او ځیني غرنۍ سیمي يې بندي پوځي سیمي اعلان کړې.

نوموړي زیاته کړه، چي دهغو تنظیمونو او ډلو په ضد به اقدامات وکړي، چي له قانون څخه مخالفت کوي.

په سوسه ښار کي ددوو هوټلونو په ساحلي سیمه دبریدپه ترڅ کي دبهرنیانو په ګډون ۳۹ تنه ووژل شول او تر ۳۰ زیات ټپيان شول.

دالصید په خبره، چي په وژل شویو کي يې ډیری دبريتانیې، فرانسې، بلجیم او جرمني وګړي دي.

دسوسه په ساحلي ښار تر برید وروسته دتونس ولسمشرالباجی قائد سبسی وویل، چي دبریدونو دمخنیوي لپاره به اړین اقدامات وکړي.

دیادوني وړ ده، چي دتونس اوسني سيکولر حکومت چي دغرب له ملاتړ څخه برخمن دی تر دې وړاندي هم داسلام او مسلمانانو په ضد اقدامات ترسره کړي دي.

په تونس کي دعرب پسرلي په ترڅ کي تر انقلاب وروسته دا لومړی ځل دی، چي داسلام په ضد دومره ستر ګام اخیستل کیږي.

په تونس کي تر انقلاب وړاندي دعابدین دحکومت په مهال زیات شمېر جوماتونه تړل شوي او داسلام په شعائرو بندیزونه لګول شوی وو، چي تر انقلاب وروسته دغه بندیزونه لري شول، خواوس ویل کیږي، چي دسبسي په مشرۍ دتونس حکومت بیرته داسلام په ضد فعالیتونه زیات کړي او په دغه هیواد کي داسلام دمخنیوي کوښښ يې روان کړی دی.

احمدظريف

Related posts