دسمبر 11, 2019

امریکایي جنرالان له خپل اولس سره په مواجهه کې

امریکایي جنرالان له خپل اولس سره په مواجهه کې

د اونۍ تبصره:

په داسې حال کې چې په امریکایي اولس کې، د افغانستان د اشغال او هلته د امریکایي پوځ د نظامي مداخلې په اړه منفي نظر اوج ته رسیدلی، مطلق اکثریت عام امریکایان او د بیلابیلو ټولنیزو اقشارو استازي له افغانستان څخه د امریکایي پوځیانو د ستنولو غوښتنه کوي. بالمقابل د پینټاګون ځیني جنګ غوښتونکي جنرالان لا هم په ناکامو تجربو ټینګار کوي او په افغانستان کې د خپل ناکام او زیانباره ماموریت د تداوم غوښتونکي دي.
له امریکایي اولس سره د جنګ غوښتونکو جنرالانو د مواجهې او مخالفت یو تازه مثال د دې هیواد د لوی درستیز جنرال مارک میلي هغه څرګندونې دي چې له (ABC) ټیلویزوني چینل سره په مرکه کې یې کړې دي. نوموړي ویلي چې پینټاګون لا هم حاضر نه دی چې له افغانستان څخه خپل پوځیان را وباسي،ځکه د ده په باور په افغانستان کې لا هم د امریکایي پوځیانو ماموریت نه دی بشپړ شوی. خو نوموړي ونه ویل چې بالاخره په افغانستان کې د امریکایي پوځيانو ماموریت څه شی دی، چې له اتلس کلونو جګړو، ځاني او مالي زیانونو، جنګي جنایاتو، ستومانیو او بدنامیو وروسته لاهم نه دی بشپړ شوی.
جنرال مارک میلي په داسې حال کې په افغانستان کې د اشغال د تداوم خبره کوي چې بل خوا د امریکا ولسمشر، د کانګریس ډیری غړي او مطلق اکثریت عام امریکایان په دې نظر دي چې امریکا باید خپل هغه ناپایه او بې نتیجې جنګونه پای ته ورسوي چې له کلونو کلونو تکراري تجربو وروسته یې بیا هم پایله صفر ده او هیڅ مثبته نتیجه ترې نه ده ترلاسه شوې.
د پینټاګون د جنګ غوښتونکو جنرالانو په وړاندې د امریکایي اولس موقف ځکه پر ځای او موجه دی، چې د افغانستان په جګړه کې د پینټاګون لوړ رتبه چارواکو ته زیان نه رسیږي، بلکې د عام امریکایي اولس د زامنو وینې په کې بهیږي، د جګړې مالي بودیجه د عامو امریکایانو له مالیاتو څخه پوره کیږي چې په دې ډول په امریکایي اړخ کې د جنګ ټول زیان عامو امریکایانو ته متوجه دی. له دې علاوه په افغانستان کې د اشغال تداوم هیڅ منطق او اخلاقي بنسټ نه لري. که امریکایي جنرالان دا وایي چې له افغانستان څخه به په امریکا حمله وشي، نو که له یوې خوا دا احتمال د نړۍ اوسنیو شرایطو ته په پام سره ډیر بعید ښکاري له بلې خوا د افغانستان اسلامي امارت د اشغال د خاتمې په صورت کې دې ډاډ ورکولو ته حاضر دی چې د افغانستان خاوره به د بل چا پر ضد نه کاریږي.
لکه څنګه چې نیمه پیړۍ وړاندې د ویتنام د جګړې په مهال د پینټاګون چارواکي د خپل اولس له غوښتنو په مخالف مسیر روان وو، تر دې چې انجام یې لویه رسوایي او ناکامي شوه، دا ځل هم که د پینټاګون جنګ غوښتونکي جنرالان د خپل اولس غږ وانه وري نو پایله به یې د اوس په نسبت شرموونکی شکست او تیښته وي.
د افغانستان د اسلامي امارت موقف دا دی چې افغانستان زموږ هیواد دی، داسې هیواد چې همیشه خپلواک اوسیدلی او حتی د نولسمې او شلمې پیړۍ په استعماري دوره کې یې هم د اشغال طوق نه و منلی. لکه څنګه چې زموږ اولس په تیرو اتلسو کلونو کې د اشغال په وړاندې ویاړمن جهاد تر سره کړ او په سختو مراحلو کې یې د ثبات امتحان ورکړ، همداسې په راتلونکې کې هم په لوی الله تعالی په باور او له خپل اسلامي او افغاني ویاړمن تاریخ څخه په الهام ټینګ عزم لرو چې د وروستي اشغالګر د وتلو تر وخته به مقدس جهاد ته دوام ورکوو. ان شاء الله تعالی

Related posts