دسمبر 12, 2019

د امریکا د لوی درستیز د خبرو په اړه د اسلامي امارت د ویاند غبرګون

د امریکا د لوی درستیز د خبرو په اړه د اسلامي امارت د ویاند غبرګون

تیره ورځ د امریکايي پوځ لوی درستیز مارک میلي له (ABC) تلویزیون سره په خبرو کې وویل چې د دوی اشغالګر ځواکونه به د څو نورو کلونو لپاره هم د افغانستان اشغال ته دوام ورکوي.
اسلامي امارت د امریکايي چارواکو دغه ډول دریځ په کلکه غندي.
د افغانستان د اشغال په دوام سره به بیا هم امریکا د تیرو اتلسو کالو په شان ناکامه وي او هيڅ به هم تر لاسه نه کړي.
امریکايي اولس پوهیږي چې په افغانستان باندې د امریکا یرغل یو بې ځایه اقدام وو او غځول یې خپله د امریکا په زیان دی، حتی لوړ پوړې چارواکي يې دا جګړه یوه ستره تیروتنه بولي.
د متحده ایالاتو د جنرالانو لخوا په افغانستان کې د اشغالګرو ځواکونو د پاتې کیدا خبرې په واقعیت کې د امریکا د ضد اونقیض، وارخطا او کمزوري دريځ څرګندونه کوي.
افغانان د هيڅ بهرني هیواد نظامي شتون په خپله خاوره کې نشي تحمل کولای، بلکې په وړاندې به يې جهاد کوي او د اشغال تر بشپړې خاتمې پورې به د دښمن ځپلو ته دوام ورکوي. ان شاءالله و ما ذالک علی الله بعزیز

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۴/۳/۱۴۴۱هـ ق
۲۰/۸/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/11/11م

Related posts