اګست 25, 2019

د وانت ویګل ولسوالي اوس هم دمجاهدینو په ولکه کې ده، د دښمن ادعا حقیقت نه لري

د وانت ویګل ولسوالي اوس هم  دمجاهدینو په ولکه کې ده، د دښمن ادعا حقیقت نه لري

تیره ورځ د اسلامي امارت قهرمان مجاهدین وتوانیدل چې د نورستان ولایت د وانت ویګل ولسوالۍ له دښمن څخه ونیسي او دښمن ته په کې دسر او مال درانه زیانونه واړوي.

د ورځې په پای کې د نورستان لپاره دکابل ادارې چارواکو په غلط ډول ادعا وکړه چې دوی ولسوالۍ بیرته نیولي او ګواکې مجاهدینو ته يې ډير تلفات اړولي دي.

موږ ددښمن دغه ادعا په کلکه ردوو، دوانت ویګل ولسوالۍ اوس هم دمجاهدینو په واک کې ده، په سیمه کې د دښمن مکرر تعرضونه بیرته په شاتمبول شوي دي، مجاهدینو ولسوالۍ ته نيږدې خورا حساسې او حاکمې نقطې دخپلو سنګرونو په توګه نیولي دي، دښمن د پرمختګ هیڅ مجال نلري.

له پرونه راهیسې په تعرضي بریدونو کې د دښمن ۳۵ تنه عسکر وژل شوي ۲۶ تنه يې ټپيان دي.

زموږ ټول ۷ تنه مجاهدین شهیدان ۵ټپيان دي.

دښمن غواړي خپلو عسکروته په غلطو ادعاوو خپرولو سره کاذب ډاډ ورکړي، په داسې حال کې چې دم کړۍ د دښمن عسکر د کنړ ولایت مربوط (دم ګلیک) سیمه کې قرار لري.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۱۴۳۶/۹/۱۰هـ ق

۱۳۹۴/۴/۶هـ ش ـــ 2015/6/27م

Related posts