نوومبر 15, 2019

ايران کې زلزلې ۵ تنه وژلي او ۳۱۲ تنه يې ژوبل کړي

ايران کې زلزلې ۵ تنه وژلي او ۳۱۲ تنه يې ژوبل کړي

د ایران په ختيځ ازربایجان ولایت کې د ۵.۹ درجې زلزلې لږترلږه ۵ کسان وژلي دي.

د ایران د رسمي خبري اژانس ایرنا له راپور سره سم، زلزله نن د جمعې په ورځ په ځايي وخت دوه بجې او ۱۷ دقيقې شوې چې ددې ولایت په میانه ولسوالۍ کې يې ۵ کسان وژلي او ۳۱۲ تنه نور يې ژوبل کړي دي.

د زلزلې ټکانونه په لويدیځ ازربایجان، ګيلان، زنجان او اردبيل کې محسوس شوي دي.

د تهران په پوهنتون کې د زلزلې پېژندنې مرکز ویلي، زلزله د ۸ کيلومترو په ژوروالې شوې ده.

د امریکا د ځمکپېژندنې ادارې ددې زلزلې شدت د رېختر په کچه ۵،۸ درجې او ژورتیا يې ۱۰ کيلومتره بللې ده.

ددې ادارې په خبره، د زلزلې مرکز د اسب فروشان ښارګوټي ته نژدې و.

په انځورونو کې ښودل کیږي چې زلزلې کورونه نړولي او زیانونه یې اړولي دي.

احمد ظريف

Related posts