نوومبر 15, 2019

لوګر کې یو جومات سوځول شوی

لوګر کې یو جومات سوځول شوی

نامعلومو کسانو تېره شپه د لوګر ولایت په بره کي برک ولسوالۍ کې یوه جومات ته اور ور اچولی دی.

د اور اچونې په ترڅ کې د جومات ډېرې برخې سوځېدلې او ځینې حصې يې نړېدلې دي.

په جومات کې د قرآن کریم ګڼې نسخې هم سوځېدلې دي.

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې د اشغالګرو او د هغوی د ګوډاګیانو له لورې د جوماتونو د نړولو، بمبارولو او الوځولو پېښې ډېرې شوې دي.

ګډ وحشي عسکر د عملیاتو پر مهال تر ډېره جوماتونه او مدرسې په نښه کوي چې تراوسه يې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې په زیات شمېر کې جوماتونه او مدرسې نړولې دي.

همداراز اربکیانو هم په بېلابېلو سیمو کې ګڼ شمېر جوماتونه په نښه کړي او ویجاړ کړي دي.

احمد ظريف

Related posts